په امریکا کې واورې او توپان ۶۷۰ زره تنه له برېښنا بې برخې کړل

د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د سخت ژمي، واورې او توپان له امله له ۶۷۰ زرو ډېر خلک له برېښنا بېبرخې شوي او نږدې ۱۰ زره الوتنې لغوه شوې دي. دغه توپان، چې درنه واوره، کنګل او سخته یخني ورسره مل ده، د دغه هېواد ختیځې سیمې له فلج کېدو سره مخ کړې دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه توپان «تاریخي» بللی او په یو شمېر ایالتونو کې یې فدرالي بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، په ۱۷ ایالتونو او واشنګټن ډيسي کې د هوا بیړنی حالت اعلان شوی دی.
چارواکو خلکو ته د سونتوکو او خوړو د زېرمه کولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې د برېښنا د بېرته فعالولو لپاره تخنیکي ډلې پر کار بوختې دي.
