• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو وزیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مشر سره لیدلي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو این ډی پي) له مشر ستيفن رودریکس سره لیدلي. په دې ناسته کې په افغانستان کې د بنسټیزو او پراختیایي پروژو پر پلي کولو خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د پراختیايي پروژو د دوام، پراختیا، او د پروژو د اغیز لوړولو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وايي، ملا منصور ټینګار کړی چې په لرې پرتو او محرومو سیمو کې دې بنسټیزې پروژې عملي شي، څو د کلیوالو ژوند ښه شي او د سیمو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

•
•
•

نور کیسې

ملا تاجمیر وايي د طالبانو فرهنګیانو «د خلکو د ارادې په مدیریت» کې مهم رول لوبولی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ددې ډلې د رسنیو او فرهنګي چارو د فعالانو په نمانځغونډه کې ویلي، چې دوی « د خلکو د ارادې په مدیریت»، د طالبانو د جګړې په مشروعیت او د بریدونو په برجسته کولو کې ټاکونکی رول لوبولی دی.

د طالبانو ادارې د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر پنځمه په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلې ډلې فرهنګي او رسنیز فعالان د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل.

په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، چې شرعي نظام او د طالبانو مشرتابه «قلمي او فرهنګي مبارزې» ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دده په باور، دې طبقې د طالبانو د جګړې په مشروعیت، د خلکو ارادې مدیریت او ددښمن د کړنو د بربنډولو په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی دی.

تاجمیر جواد د طالبانو د ادارې پر قلموالو غږ کړی، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ په پیاوړي ډول ګټه واخلي.

په دې ناسته کې د طالبانو د کابینې وزیرانو او نورو جګپوړو کسانو هم ګډون درلود.

په ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم خبرې کړې دي.

متقي په خپلو خبرو کې ویلي، چې قلمي او فرهنګي مبارزه په لږو امکاناتو سره پیل شوې، خو اوس یې دده په وینا، لویه پایله لیدل کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د خلکو باور ساتل، د ژبې او قلم عفت او د اسلام سپیڅلي اصول مراعتول اړین دي.

د طالبانو د فرهنګي حلقاتو د ستاینې دا غونډه داسې مهال ده، چې ددې ډلې ډېری رسنیز فعالان د خپلو منتقدانو پر وړاندې پر ناسمه ژبه او د قلم د عفت پر نه رعایتولو تورن دي.

د طالبانو د کانونو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره پر ټاپي پروژې غږېدلی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې پر دې ټینګار کړی، چې د روان میلادي کال تر پایه، تر هرات ولایت پورې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو او اوږدمهاله اړیکو په اړه خبرې وشوې او د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.

د طالبانو د یاد وزارت په وینا، د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د پرمختګونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هدایت الله بدري د پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او د افغانانو لپاره يې د کاري زمینې برابرولو د لازمو او هر اړخیزو همکاریو پردوام ټینګار وکړ.

د ټاپي پروژه چې له اوږدو کلونو راهیسې پرې خبرې روانې دي او لومړنۍ چارې یې پیل شوې دي، په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ټکنۍ شوې ده.

په جنوبي وزیرستان کې د پي ټي اېم د یوه محلي مشر پر کور له ډرون څرخکې بم غورځول شوی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په برمل علاقدارۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیمه ییز مسوول شاه حسین پشتین پر کور له ډرون څرخکې نه بم غورځول شوی، خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د سویلي وزیرستان پولیسو ویلي، چې له کواډکاپټر نه د نوموړي پر کور چاودېدونکي توکي غورځول شوي، خو انساني او مالي زیان نه لري.

شاه حسین پشتین تېرکال په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی و.

تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه څرخکې په چا پورې تړاو درلود.

د پاکستان د علماوو شورا: طالبان د اسلام په نامه پر افغانانو د جهالت د پېر قوانین پلي کوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰
100%

د پاکستان د علماوو شورا د طالبانو پر نوې «جزایي اصولنامې» اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت تر نامه لاندې د ټولنې وېش په «غلام او ازاد» بڼه د منلو وړ نه دی. دوی زیاته کړې چې «طالبان د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین پر افغانانو پلي کوي».

د پاکستان د علماوو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه احکامات «جزایي اصول نامه» چې د طالبانو له لوري صادر شوي، د قران او سنتو له لارښوونو سره سمون نه لري او د اسلامي ښوونو پر ځای د «غیر اسلامي او د جهالت د دورې» له افکارو سره ورته والی لري.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان ځانونه د یوه شرعي اسلامي نظام څښتنان بولي، نو باید د دغو مسایلو په اړه خپل دریځ په روښانه او عاجله توګه د نړۍ له ولسونو سره شریک کړي او د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین او دودونه بیا ځلې پلي نه کړي.

د پاکستان د علماوو شورا زیاته کړې، «هغه تګلاره او چلند چې د طالبانو له لوري غوره شوی، د انسانیت د سپکاوي او توهین څرګندونه کوي او دا ډول احکامات شرعي بڼه نه لري، بلکې د جهالت د نوې دورې نښې ګڼل کېږي».

تر دې وړاندې هم د سیمې او نړۍ بېلابېلو دیني او سیاسي بنسټونو د طالبانو پر ځینو تګلارو نیوکې کړې او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسلامي اصولو، بشري کرامت او ټولنیز عدالت درناوی وکړي.

د پاکستان د عالمانو شورا په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته هڅه کوي چې د طالبانو تګلارې او اداره له شرعي پلوه وننګوي. طالبانو تر اوسه ددې شورا څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اسټرالیا په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې «د نه منلو وړ» وبللې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰
100%

د اسټرالیا لومړی وزیر انتوني البانېز وايي، د ډونالډ ټرمپ څرګندونې، چې په افغانستان کې یې د غیر امریکایي سرتېرو هڅې لږې وښودې، «بیخي د نه منلو وړ» دي. البانیز وویل چې د اسټرالیايي سرتېرو زړورتیا، چې په افغانستان کې یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره جګړه وکړه، د ستاینې وړ ده.

ټرمپ فاکس نیوز ته په یوه مرکه کې ویلي و چې ناټو افغانستان ته «ځینې سرتېري» واستول، خو « له لومړۍ کرښې یو څه شاته پاتې شول».

د اروپایي متحدینو او اوس د اسټرالیا له غبرګونونو وروسته، ټرمپ د جنورۍ پر۲۴مه خپلې څرګندونې جزوي تعدیل کړې.

البانېز داې بي سي انسایډرز پروګرام ته وویل چې د ټرمپ څرګندونې به د هغو ۴۷اسټرالیايي کورنیو لپاره دردناکې وي چې خپل سرتېري یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه، « دغه کورنۍ زموږ د بشپړ درناوی او ستاینې وړ دي».

البانیز وویل چې د ۴۰زره اسټرالیايي سرتېرو زړورتیا، چې په افغانستان کې یې له خپلو متحدینو سره یوځای د ډیموکراسۍ، ازادۍ او ملي ګټو د دفاع لپاره جګړه وکړه، د ستاینې وړ ده.

البانېز د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د اسټرالیا د هڅو ستاینه یې هم پکې کړې، خو ټینګار یې وکړ چې د ټرمپ مخکېنۍ څرګندونې «بیخي د نه منلو وړ» وې.