د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو دوه طالبان وژلي دي

ازادۍ جبهې د یکشنبې په ماښام (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې د دوی په یو برید کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.