د دې ادارې د تازه راپور له مخې، د یادې مودې په ترڅ کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت ۲۱۹میلیونه او ۴۸۹زره ډالرو ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه تېر کال د همدې مودې پر مهال ۵۰۵میلیونه او ۸۱۸زره ډالر وه.
په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تېر کال تلې په میاشت کې د خونړیو نښتو له رامنځته کېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
پاکستان د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې چارې، د صادراتو په ګډون، ځنډولې دي.
د پاکستان مرکزي بانک همداراز ویلي چې د دغه هېواد سوداګریز کسر له خپلو نهو ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۴سلنه زیات شوی او ۷میلیارده او ۶۸۳میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د پاکستان مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۶میلیونه او ۳۲۱زره ډالر ثبت شوي، چې د ۲۰۲۵مالي کال پرتله کموالی ښيي.
د پاکستان مالي کال د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه پیلېږي او د ۲۰۲۶ کال د جونپر۳۰مه پای ته رسېږي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له څو میاشتو راهیسې پر کابل او ډیورڼډ کرښې ته په نږدې پرتو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، لا ډېرې ترینګلې شوې دي.
د دواړو هېوادونو سوداګرو، په ځانګړي ډول د پاکستان سوداګرو، په وار وار له چارواکو غوښتي چې لارې د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانیزي خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د سوداګریزو لارو بېرته پرانیستل د امنیتي اندېښنو له حل کېدو سره تړاو لري او طالبان د درېیمګړي هېواد تضمین غواړي.