• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالسلام حنفي: ګاونډیانو افغان کډوال د خدای لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره ساتلي وو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې ګاونډیو هېوادونو افغان کډوال د خدای لپاره نه، بلکې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره منلي وو. هغه زیاته کړې، چې که ګاونډیانو د خدای د رضا لپاره دا کار کړی و، نو اوس به یې له کډوالو سره داسې ناوړه چلند نه کاوه.

مولوي حنفي دا څرګندونې په سرپل ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د وېش د پیل په مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل، چې د ګاونډیانو له خوا د افغان کډوالو اوسنی جبري ایستل د اسلامي ارزښتونو، د ګاونډیتوب د اصولو او همدارنګه د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د حنفي په وینا، افغان کډوال له کلونو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې له بېلابېلو ستونزو، تبعیض او محدودیتونو سره مخ وو، خو سره له دې بیا هم د کوربه هېوادونو له لوري د هغوی له شته والي څخه د بېلابېلو ګټو لپاره استفاده کېده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، د هغوی د بیا مېشتېدو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې له راستنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له نړیوالو بنسټونو او مرستندویو ادارو وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره بشري مرستې زیاتې کړي او د هغوی د انساني کرامت درناوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له ځینو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه له نشتوالي او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې یو طالب د خپل ورور له خوا وژل شوی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۰

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې د سلواغې پر ۴ نېټه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «۲۵ ویالې» سیمه کې یو طالب وسله وال د خپل ورور له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، وژل شوی طالب وسله وال عبدالوهاب نومېده او د کورني اختلاف له امله د خپل ورور له خوا وژل شوی دی.

دوی زیاتوي، د پېښې له کېدو وروسته د عبدالوهاب ورور له سیمې تښتېدلی او تر اوسه یې د نیول کېدو په اړه څرګند معلومات نشته.

په ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکو تر دې مهاله د یادې پېښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د نږدې کسانو او خپلوانو له خوا د طالبانو د ځینو غړو د وژل کېدو پېښې راپور شوې دي.

طالبانو په څو ولایتونو کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۶۲ کسان نیولي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال۶۲ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان په کابل، بلخ، پنجشېر، جوزجان، فراه، نیمروز، خوست، سمنګان، کاپیسا، غزني، پروان، سرپل او زابل ولایتونو کې د شویو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو کسانو سره نږدې دوه زره نشه‌يي ټابلیټونه، همدارنګه یوه اندازه شیشه، چرس، الکولي مشروبات او تیزاب هم نیول شوي دي.

د طالبانو په وینا، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او امنیتي ځواکونه به د قاچاق او پلور پر ضد خپلې هڅې لا پسې چټکې کړي.

تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت، د قضیو د څرنګوالي او د هغوی د احتمالي محاکمې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

سیاف له طالبانو وغوښتل چې «دیني ارزښتونه مه سرچپه کوئ»

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی، چې « له خدایه ووېریږئ او ددین لارښوونې سرچپه مه ښیئ». سیاف وايي، چې که «په اسلام کې کوم امتیاز موجود وي، هغه د بې‌وزلو او بې‌وسه خلکو لپاره دی، نه د شتمنو، پانګوالو او خانانو لپاره».

عبدالرب رسول سیاف، چې د طالبانو د سیاستونو تر ټولو سخت منتقد ګڼل کیږي، د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر پنځمه پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، چې « د کابل واکمنانو، له خدایه وویریږئ او دیني لارښوونې سرچپه مه ښیئ».

سیاف وايي، چې اسلام د عدالت او انصاف دین دی او زیاته کړې یې ده، چې که په کوم ځای کې امتیاز هم مطرح شوی وي، هغه د بې وزله او بې وسه خلکو لپاره دی، خو د پانګوالو، خانانو او بډایو لپاره نه دی.

د طالبانو د محاکمو د اصول‌نامې پر اساس، طالبانو د «باغي» ګڼل شویو کسانو د وژلو حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې اصول‌نامه کې ویلي چې د «باغي» زیان عام دی او پرته له وژنې نه اصلاح کیږي.

طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله کارولې او په څو مواردو کې یې ددې اړوند حقوق په رسمیت پېژندلي دي. په ۱۵مه او ۴مه ماده کې دې ته اشاره شوې ده.

په نړیوالو حقوقو کې غلامي په هر ډول او بشپړ ډول منع ده.

په اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام».

د شنونکو او منتقدانو په باور، طالبانو ټولنه پر علماوو، اشرافو، منځنۍ او ټېټې طبقې ویشلې ده.

په اصولنامه کې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.

دې اصولنامې د ګڼو کونیو او بهرنیو بنسټونو و د حقونو د فعالانو نیوکې را پارولې دي.

دغه اصولنامه د طالبانو مشر توشیح کړې ده او ددې ډلې په قضايي ادارو او محاکمو کې پلې کیږي.

اوچا: سخت ژمي د کونړ زلزله‌ځپلې کورنۍ له نوي ناورین سره مخ کړې دي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورنیو خیمې د درنې واورې ورېدو له کبله ویجاړې شوې دي. اوچا زیاتوي، چې ساړه ژمي او سختو واورو زلزله ځپلې کورنۍ له شدیدو ستونزو او نوي ناورین سره مخ کړې دي.

اوچا نن د یکشنبې په ورځ ویلي چې د ژمي سختو شرایطو تر ټولو زیات زیانمن وګړي اغېزمن کړي دي. د یاد دفتر په وینا، سړې هوا، واورې او د سرپناه نشتوالي د زرګونو بې‌ځایه شویو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

په پیغام کې راغلي چې واورې ورېدو ګڼې مواصلاتي لارې بندې کړې دي، چې له امله یې ماشومانو او لويانو ته ګڼ امنیتي او روغتیایي ګواښونه پېښ شوي دي. همدارنګه، روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی هم محدود شوی او دې چارې د ناروغانو او ټپیانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

اوچا ټینګار کړی چې د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او له مرستندویو بنسټونو یې غوښتي چې د ژمي له لا سختېدو مخکې خپلې مرستې چټکې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې له دوو زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه یې په بشپړه یا نیمه توګه ویجاړ کړي دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ بې‌سرپناه پاتې شوې دي.

ملا تاجمیر وايي د طالبانو فرهنګیانو «د خلکو د ارادې په مدیریت» کې مهم رول لوبولی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ددې ډلې د رسنیو او فرهنګي چارو د فعالانو په نمانځغونډه کې ویلي، چې دوی « د خلکو د ارادې په مدیریت»، د طالبانو د جګړې په مشروعیت او د بریدونو په برجسته کولو کې ټاکونکی رول لوبولی دی.

د طالبانو ادارې د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر پنځمه په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلې ډلې فرهنګي او رسنیز فعالان د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل.

په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، چې شرعي نظام او د طالبانو مشرتابه «قلمي او فرهنګي مبارزې» ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دده په باور، دې طبقې د طالبانو د جګړې په مشروعیت، د خلکو ارادې مدیریت او ددښمن د کړنو د بربنډولو په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی دی.

تاجمیر جواد د طالبانو د ادارې پر قلموالو غږ کړی، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ په پیاوړي ډول ګټه واخلي.

په دې ناسته کې د طالبانو د کابینې وزیرانو او نورو جګپوړو کسانو هم ګډون درلود.

په ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم خبرې کړې دي.

متقي په خپلو خبرو کې ویلي، چې قلمي او فرهنګي مبارزه په لږو امکاناتو سره پیل شوې، خو اوس یې دده په وینا، لویه پایله لیدل کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د خلکو باور ساتل، د ژبې او قلم عفت او د اسلام سپیڅلي اصول مراعتول اړین دي.

د طالبانو د فرهنګي حلقاتو د ستاینې دا غونډه داسې مهال ده، چې ددې ډلې ډېری رسنیز فعالان د خپلو منتقدانو پر وړاندې پر ناسمه ژبه او د قلم د عفت پر نه رعایتولو تورن دي.