• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۰

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته برابروي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له لوري پلي کېږي او د افغان ښځو د ژوند دلګښتونو، اقتصادي خپلواکۍ او ونډې د ملاتړ برخه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام راپور زیاتوي چې دا پروژه د هغو خنډونو پر لیرې کولو تمرکز کوي چې د ښځو اقتصادي ګډون محدودوي، لکه مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، بازارونه، مسلکي مهارتونه او د عاید دوامدار فرصتونه.

د پراختیایي پروګرام په راپور کې راغلي چې د پروګرام په چوکاټ کې به د شریعت له اصولو سره سم مالي میکانېزمونه، د سوداګرۍ پراختیایي خدمتونه، لارښوونه او د بازارونو سره نښلول شامل وي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي: «اروپايي ټولنه ویاړي چې د WE-LEAD د نوي پړاو له لارې له پراختیایی پروګرام سره خپله ملګرتیا دوامداره ساتي. دا پروژه د ښځو او نارینه‌وو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي، هغوی له بازارونو سره نښلوي او د ټولنې پر بنسټ مالي میکانېزمونه پیاوړي کوي.»

همداراز، افغانستان کې د پراختیایی پروګرام استازي، سټیفن رودریګز، ویلي چې دا پړاو به زرګونو ښځو او د ښځو په مشرۍ کاروبارونو ته د مالي پوهاوي، مالي سرچینو او ځانګړو سوداګریزو خدمتونو له لارې ملاتړ برابر کړي او د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

سوریې او کرد ځواکونو اوربند د ۱۵ ورځو لپاره وغځوه ترڅو د داعش بندیان عراق ته ولېږدول شي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د سوریې حکومت او د کرد ځواکونو ترمنځ اوربند د شنبې په ورځ د ۱۵ ورځو لپاره وغځول شو. دمشق وایي دا پرېکړه د امریکا په ملاتړ د داعش بندیانو د سوریې له زندانونو څخه عراق ته د لېږد لپاره شوې ده.

د سوریې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د اوربند تایید شوی. د کرد ځواکونو مشر پلاوی هم د اوربند د غځولو تصدیق کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د نړیوال منځګړیتوب له لارې شوې، او د دمشق سره خبرې لا هم روانې دي.

د کرد ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې «زموږ ځواکونه د اوربند د رعایت ژمنه کوي، چې له دې لارې د شخړې کمول، د ملکي وګړو ساتنه او د ثبات لپاره اړین شرایط رامنځته کېږي».

امریکا پلان لري شاوخوا ۷۰۰۰ داعش بندیان عراق ته ولېږدوي. د داعش لومړني لوړپوړي ۱۵۰ بندیان چې اروپایان هم پکې شامل وو، تېره چهارشنبه انتقال شوي، او د راپورونو له مخې د دویمې ډلې تر ۱۰۰۰ بندیانو پورې انتقالات د شنبې په ورځ پیل شوي.

سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د بشري مرستو پر دوام خبري کړي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د سولې او سیاسي چارو د مرستیالې روزمیري دي‌کارلو په مشرۍ له پلاوي سره په لیدنه کې، د امنیتي حالت ښه والي، د نشه یي توکو پر ضد مبارزې او د بشري مرستو د دوام پر ټینګار هوکړه کړې.

د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو پلاوي په کابل کې له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پرمختګونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې بشري مرستې به دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، پلاوي همداراز د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د دوحې درېیم بهیر له مخې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې طالبان هڅه کوي له نړیوالو بنسټونو سره اړیکې پیاوړې کړي او د سیاسي تعامل له لارې د افغانستان په اړه د باور فضا پراخه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: د امریکا پرېکړه د ټولو خلکو امنیت کمزوری کوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د امریکا له‌خوا د دې سازمان د پرېښودو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ امنیت کمزوری کوي.

دغه سازمان ویلي، امریکا د دې سازمان له بنسټ‌ګرو غړو څخه ده او په تېرو لسیزو کې یې د ګڼو مهمو روغتیايي بریاوو په ترلاسه کولو کې اساسي رول لوبولی، چې له ډلې یې د چیچک ناروغۍ بشپړه له منځه وړل او د پولیو، ایچ‌اې‌وي، ایبولا، انفلوینزا، نري رنځ، ملاریا او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه یادولی شو.

د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دا سازمان د کووېډ–۱۹ وبا پر مهال ناکام شوی، مهم معلومات یې پټ کړي او یا یې خپلواکۍ ته زیان رسولی دی. د سازمان په وینا، د کرونا وبا پر مهال یې معلومات پر وخت او په شفاف ډول له نړۍ سره شریک کړي.

دغه سازمان وایي، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۳۱مه، کله چې په چین کې د نامعلومې سینه‌بغل پېښې راپور شوې، سمدستي یې بېړنی سیستم فعال کړ او نړۍ ته یې خبرداری ورکړ. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۰مه، هغه مهال چې له چین بهر لا له سلو کمې پېښې ثبت شوې وې، دغه سازمان کووېډ–۱۹ نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.

سازمان همداراز د امریکا دا ادعا هم ناسمه بللې چې ګواکې دا سازمان د امریکا د ګټو پر ضد سیاسي اجنډا تعقیبوي. د سازمان په وینا، د روغتیا نړۍوال سازمان یو بې‌طرفه بنسټ دی چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ۱۹۴ غړو هېوادونو له‌خوا اداره کېږي او د ټولو هېوادونو خدمت ته ژمن دی.

په پای کې، د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښودلې چې امریکا به په راتلونکې کې بېرته دې نړیوال بنسټ ته فعاله ستنېدنه وکړي، او ټینګار یې کړی چې دوی به د ټولو خلکو لپاره د روغتیا د لوړې ممکنه کچې د حق د تحقق لپاره له ټولو هېوادونو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ستانکزی: د طالبانو جزایي اصولنامه د اسلامي عدالت له روحیې سره په ټکر کې ده

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له‌ خوا اعلان شوې جزایي اصولنامه په سختو ټکوغندلې او ویلي یې دي چې دا سند نه یوازې له انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې دی، بلکې له تبعیض ډک جوړ شوی او د اسلام له بنسټیزو اصولو سره هم سمون نه لري.

ستانکزي پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې «په اسلام کې اصل عدالت او تقوا ده، خو دا سند له دغو ارزښتونو سره په ښکاره مغایرت کې قرار لري». نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو په دغه جزایي چوکاټ کې د وخت بدلونونو او د مسلمانانو اجماع ته هېڅ پام نه دی شوی.

هغه ټینګار کړی چې دا اصولنامه د ټولنې د سالمې رهبرۍ لپاره نه، بلکې یوازې د واک د ساتنې په موخه جوړه شوې ده.

ستانکزي لیکلي: «دا سند یوازې د استبدادي قدرت د خوندي کولو لپاره تنظیم شوی، نه د دې لپاره چې ټولنه د اسلامي زرینو اصولو پر بنسټ رهبري کړي.»

د تېر جمهوري نظام دغه پخوانی لوړپوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تازه خپله جزایي اصولنامه خپره کړې، هغه سند چې د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر دیني عالمانو له لوري هم له پراخو نیوکو سره مخ شوی او د خلکو پر بنسټیزو حقونو د محدودیت اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو په امریکا کې د کډوالو پروړاندې د سختو اقداماتو په اړه اندېښه ښودلې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ټورک په امریکا کې د کډوالو ضد پالیسیو او اقداماتو پروړاندې توند غبرګون ښودلی او دا کړنې یې زیانمنونکې او د انساني کرامت خلاف بللې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر ټورک ویلي، چې په امریکا کې د کډوالو پر وړاندې سخت او ځپونکي اقدامات د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو پر ضد د امریکا روان اقدامات او پالیسۍ د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړې: «که څه هم دولتونه دا واک لري چې د کډوالۍ په اړه خپلې ملي پالیسۍ رامنځته کړي، خو دا پروسه باید په بشپړ دول د قانون په چوکاټ او د بشري حقونو اصولو ته په پام سره ترسره شي».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې امریکا د غېرقانوني کډوالو د نیولو او په زور د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده؛ د همدې اقداماتو په ترڅ کې نن هم د امریکا په یوه ایالت کې یو کډوال د کډوالۍ ادارې د کارکوونکو له‌خوا په ډزو ووژل شو.