• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ: په پاکستان کې د ښځینه فعالانو نیول او سزاوې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، چې په پاکستان کې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو نیول او د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له امله تر لسو کلونو زیات بند باندې محکومول د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي.

ملاله یوسفزۍ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي: «دا راته ژور اندېښمنوونکې ده چې په پاکستان کې ښځې او د مدني ټولنې فعالان یوازې د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له امله نیول کېږي او تر لسو کلونو زیات بند سزاوې ورکول کېږي. دا د بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه او زموږ د بنسټ‌ګرو له لیدلوري څخه څرګند واټن دی.»

نوموړې ټینګار کړی چې د پاکستان له ښځینه فعالانو او مدني ټولنې سره ولاړه ده او له قوانینو، بنسټونو او واکمنو جوړښتونو څخه د عدالت غوښتنه کوي.

هغې لیکلي: «عدالت باید خلکو ته ورسېږي، په ځانګړي ډول هغو تر ټولو زیانمنو کسانو ته او هغو ته چې د دوی تر څنګ درېږي.»

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت: پوځ د تیرا د اوسېدونکو په جبري بې‌ځایه کولو کې لاس نه لري

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د یاد هېواد پوځ د تیرا اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې خلک له سیمې څخه په خپله خوښه وځي.

د پښتونخوا له تیرا درې څخه د پوځ په امر د سلګونو کورنیو د جبري اېستلو د راپورونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پوځ له خوا د تیرا د خلکو د جبري اېستلو په اړه ادعاوي بې‌بنسټه بللي او وايي، دا ډول اوازې یې د امنیتي بنسټونو د بدنامولو په موخه سیاسي کمپاین بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ له تیرا څخه د ملکي وګړو د اېستلو په اړه هېڅ ډول لارښورد نه دی صادر کړی. د دوی په خبره، پاکستاني پوځ د تیرا په دره کې د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي او د ملکي خلکو ژوند ته په‌کې پوره پاملرنه کېږي.

په اعلامیه کې ادعا شوې ده، چې د تیرا اوسېدونکي په خپله خوښه له سیمې څخه وځي او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د یادو کسانو لپاره د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ۴ میلیارده کالدارو بودیجه هم ځاکړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د تیرا اوسېدونکي په سیمه کې د «خوارجو» او «وسله‌والو توندلارو» له شتون څخه په تنګ راغلي او په خپله سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکي دي.

په اعلامیه کې د تیرا د اوسېدونکو د جبري بې‌ځایه کېدو په اړه د صوبايي حکومت د چارواکو څرګندونې پارونکې او د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو نامه هڅه بلل شوې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا غبرګون پر داسې مهال ښودلی، چې په پښتونخوا کې د سختو واورو او اورښتونو پرمهال د بې‌سرپناه بې‌ځایه شویو کسانو سخت وضعیت ته پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو سخت غبرګونونه ښودلي او د یادو کسانو په جبري بې‌ځایه کولو کې یې د پاکستان پوځ ګرم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د تیرا سلګونه کورنۍ په سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو له امله په جبري توګه له خپلو سیمو څخه اېستل شوي دي او د پښتونخوا صوبايي حکومت هم په وار وار پر مرکزي حکومت په نیوکه کولو سره ویلي، چې د تیرا خلک د پاکستان د پوځ په امر په زور له خپلې سیمې څخه بې‌ځایه کولو ته مجبوره کړای شوي دي.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د مهمو سیمه‌ییزو او نړۍوالو موضوعات په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سید عباس عراقچي د بشري حقونو په شورا کې د ایران پر ضد د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړه‌لیک پروړاندې د پاکستان له منفي رایې مننه کړې ده. هغه ویلي، چې د بشري حقونو موضوع باید د خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسحاق ډار د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلي او د ملي حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي همکارۍ پر لا پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

ایمل ولي خان: افغانستان سره ټولې لارې تړل شوي خو بیا هم د پېښو پړه پر افغانستان اچول کیږي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، چې د پاکستان له لوري له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې لارې د ترهګرۍ تر پلمې لاندې تړل شوې دي، خو بیا هم د پېښو پړه پر افغانستان اچول کېږي. هغه زیاتوي، چې له هند سره سوداګري لا هم روانه ده.

ایمل ولي خان، نن د شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې له افغانستان سره ټولې لارې تړل شوي دي، خو په پاکستان کې د هرې پېښې مسوولیت پر افغانستان ور اچول کېږي.

هغه زیاته کړه، ټول پوهېږي چې دا لارې یوازې د عامو خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړل شوي دي، نه د نورو ګټو د مخنیوي لپاره.

د عوامي نشنل ګوند مشر د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې له باجوړه تر چمن پورې ټولې سوداګریزې لارې دې سملاسي پرانیستل شي، څو د سیمې خلک له اقتصادي ستونزو وژغورل شي.

ایمل ولي خان ټینګار وکړ چې د کرښې تړل د پښتنو پر ژوند، اقتصاد او روزګار ناوړه اغېز کړی او حکومت باید په دې برخه کې خپلې تګلارې بیا وارزوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي، چې پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ له افغانستان څخه سرچینه اخلي. نوموړي همدا راز ویلي چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن ندي پاتې شوي.

شیرپاو دغه څرګندونې یوه پاکستاني خبریال طاهر خان ته کړي، نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې په تیراه او د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات ترسره شول، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي د ډيورنډ هغې غاړې ته واوښتل. د هغه په وینا، دغه ډلې اوس له افغانستان څخه د امریکا او ناټو پاتې وسلې د پاکستان پر وړاندې کاروي.

افتاب احمد خان شیرپاو: پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ له افغانستان څخه دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۱ GMT+۰
100%

د پاکستان کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي، چې پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ له افغانستان څخه سرچینه اخلي. نوموړي همدا راز ویلي چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن ندي پاتې شوي.

شیرپاو دغه څرګندونې یو پاکستاني خبریال طاهر خان ته کړي، نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې په تیراه او د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات ترسره شول، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي د ډيورنډ هغې غاړې ته واوښتل. د هغه په وینا، دغه ډلې اوس له افغانستان څخه د امریکا او ناټو پاتې وسلې د پاکستان پر وړاندې کاروي.

شیرپاو طالبان د دوحې د هوکړې پر نه عملي کولو هم تورن کړي او ویلي دي چې طالبانو هغه ژمنه نده پوره کړې چې د دوی خاوره به د بل هیواد پر ضد نه کارول کیږي.

خو طالبان بیا برعکس دغه ډول ادعاوې تور ګڼي او وایي ټي ټي پي په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې ده او دغلته مرکزونه لري.

شیرپاو همدارنګه د تیراه د خلکو د بې‌ځایه کېدو په تړاو ویلي، چې دا بهیر د خلکو په مشوره او رضایت ترسره شوی دی.

خو بلخوا، د تیراه اوسېدونکو په وار وار ویلي چې د ژمي په سړه هوا کې بې‌سرپناه او په ناوړه وضعیت کې پاتې دي او تر اوسه ورسره کومه جدي مرسته نه ده شوې.

بې‌ځایه شوي کسان وایي، له تیراه څخه تر باړې بازار پورې له سلو کیلومترو څخه زیات اوږده او ستړي سفرونه کوي، چې په دې لاره کې ښځې، ماشومان او زاړه کسان تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ کېږي.

په تورخم کې ۲۰۰ پاکستاني زده کړیالان پاکستان ته د تګ اجازه غواړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰
100%

افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پاکستاني محصلین، د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي او له دواړو هېوادونو غواړي چې د هغوی د تګ راتګ ستونزه ژر حل کړي.

د محصلینو استازي وايي، د طالبانو چارواکو ورته ویلي چې د پاکستان سفارت یا قونسلګري باید په رسمي ډول له هغوی سره اړیکه ونیسي او د محصلینو نوملړ د رسمي مهر له لارې تایید کړي. خو د محصلینو په وینا، پاکستاني چارواکي تر اوسه دې غوښتنې ته عملي ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د جنوري په ۱۲مه لومړۍ ډله چې ۲۶ محصلین پکې شامل وو، له تورخم څخه د تېرېدو اجازه ورکړه او پاکستان هم په ځانګړي ډول پوله ورته خلاصه کړه. خو هغه محصلین چې د جنوري په ۱۳مه تورخم ته رسېدلي، لا هم د اوښتو اجازه نه لري، ځکه طالبان ټینګار کوي چې د پاکستان سفارت په کابل یا د ننګرهار په جلال‌اباد کې قونسلګري باید د نوملړ رسمي تصدیق وکړي.

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د پاکستان سفارت په کابل کې له خپلو وګړو سره په تماس کې دی. هغه زیاته کړې، چې حکومت به دا موضوع وڅېړي او هڅه به وکړي د شاوخوا ۲۰۰ محصلینو د تګ اسانتیا برابره کړي.