واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په پېښور کې د مېوو ستر مارکېټ له تېرو څو میاشتو راهیسې تش ښکاري. په دغه مارکېټ کې اوس هغه افغاني غوزان، الوګان او انار نه تر سترګو کېږي چې وړاندې به له افغانستان څخه دغه مارکېټ ته صادرېدل.
واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې زیاته کړې: «دا هر څه له ګاونډي افغانستان سره د لارو د تړلو په اړه د پاکستان د پرېکړې قرباني شوي دي».
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او د تګراتګ لارې وتړلې. ځايي خلک وايي، چې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې لپاره لارې تړل کېږي.
۴۰ کلن عمران له تېرو شلو کلونو راهیسې د پېښور د مېوې په مارکېټ کې کار کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې یې تر دې بد حالت نه دی لیدلی.
عمران واشنګټن پوسټ ته ویلي: «دا زما د کورنۍ د مړولو وسیله وه. اوس هره ورځ خالي مارکېټ ته ځم، ځکه دا راته سخته ده چې په کور کېنم او خپلو ماشومانو ته دا نهشم تشریح کولی چې ولې کار پسې نه ځم».
په راپور کې راغلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پېښور په څېر مارکېټونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د وضعیت معلومولو لپاره د یوې الې په څېر دي؛ خو که پخوا سوداګریزې لارې د څو ورځو یا اوونیو لپاره تړل کېدې، نو بېرته د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانېستل کېدې، خو اوسني کړکېچ د اسیا دا یو له تر ټولو حساسو لارو څخه دواړو غاړو ته د اقتصادي زیان او سیاسي ناهیلۍ پر سرچینه بدله کړې ده».
پاکستان له ټيټيپي سره د افغان طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو په تور یادې لارې تړلې دي؛ خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي، چې دا لارې به تر هغو تړلې پاتې وي، څو پاکستان ډاډ نه وي ورکړی چې له سوداګریزو لارو څخه به د سیاسي موخو لپاره کار نه اخلي.
ورته مهال، په پېښور کې یو شمېر سوداګر وايي چې د لارو له تړل کېدو وړاندې به هره ورځ یوازې د تورخم له لارې له ۷۰۰ تر ۹۰۰ لاریو تګ راتګ کاوه، خو اوس په پاکستان کې د ځینو مېوو او سبزیو بیې تر ۴۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.
دا زیان یوازې تر کرنې پورې محدود نه دی، بلکې افغانستان ته د سمنټو او درملو صادرات او منځنۍ اسیا ته د مېوو لېږد هم په ټپه درېدلی دی.
په تورخم کې د ګمرکي کارکوونکو د ټولنې مشر مجیبالرحمان واشنګټن پوسټ ته ویلي: «شاوخوا ۳۰۰۰ ځايي کارګر او ۱۰۰۰ تنه ګمرکي کمېشنکاران وزګار شوي دي».
نوموړي ویلي، چې سوداګري او سیاست باید سره جلا شي.