• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیاف له طالبانو وغوښتل چې «دیني ارزښتونه مه سرچپه کوئ»

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی، چې « له خدایه ووېریږئ او ددین لارښوونې سرچپه مه ښیئ». سیاف وايي، چې که «په اسلام کې کوم امتیاز موجود وي، هغه د بې‌وزلو او بې‌وسه خلکو لپاره دی، نه د شتمنو، پانګوالو او خانانو لپاره».

عبدالرب رسول سیاف، چې د طالبانو د سیاستونو تر ټولو سخت منتقد ګڼل کیږي، د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر پنځمه پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، چې « د کابل واکمنانو، له خدایه وویریږئ او دیني لارښوونې سرچپه مه ښیئ».

سیاف وايي، چې اسلام د عدالت او انصاف دین دی او زیاته کړې یې ده، چې که په کوم ځای کې امتیاز هم مطرح شوی وي، هغه د بې وزله او بې وسه خلکو لپاره دی، خو د پانګوالو، خانانو او بډایو لپاره نه دی.

د طالبانو د محاکمو د اصول‌نامې پر اساس، طالبانو د «باغي» ګڼل شویو کسانو د وژلو حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې اصول‌نامه کې ویلي چې د «باغي» زیان عام دی او پرته له وژنې نه اصلاح کیږي.

طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله کارولې او په څو مواردو کې یې ددې اړوند حقوق په رسمیت پېژندلي دي. په ۱۵مه او ۴مه ماده کې دې ته اشاره شوې ده.

په نړیوالو حقوقو کې غلامي په هر ډول او بشپړ ډول منع ده.

په اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام».

د شنونکو او منتقدانو په باور، طالبانو ټولنه پر علماوو، اشرافو، منځنۍ او ټېټې طبقې ویشلې ده.

په اصولنامه کې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.

دې اصولنامې د ګڼو کونیو او بهرنیو بنسټونو و د حقونو د فعالانو نیوکې را پارولې دي.

دغه اصولنامه د طالبانو مشر توشیح کړې ده او ددې ډلې په قضايي ادارو او محاکمو کې پلې کیږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اوچا: سخت ژمي د کونړ زلزله‌ځپلې کورنۍ له نوي ناورین سره مخ کړې دي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورنیو خیمې د درنې واورې ورېدو له کبله ویجاړې شوې دي. اوچا زیاتوي، چې ساړه ژمي او سختو واورو زلزله ځپلې کورنۍ له شدیدو ستونزو او نوي ناورین سره مخ کړې دي.

اوچا نن د یکشنبې په ورځ ویلي چې د ژمي سختو شرایطو تر ټولو زیات زیانمن وګړي اغېزمن کړي دي. د یاد دفتر په وینا، سړې هوا، واورې او د سرپناه نشتوالي د زرګونو بې‌ځایه شویو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

په پیغام کې راغلي چې واورې ورېدو ګڼې مواصلاتي لارې بندې کړې دي، چې له امله یې ماشومانو او لويانو ته ګڼ امنیتي او روغتیایي ګواښونه پېښ شوي دي. همدارنګه، روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی هم محدود شوی او دې چارې د ناروغانو او ټپیانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

اوچا ټینګار کړی چې د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او له مرستندویو بنسټونو یې غوښتي چې د ژمي له لا سختېدو مخکې خپلې مرستې چټکې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې له دوو زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه یې په بشپړه یا نیمه توګه ویجاړ کړي دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ بې‌سرپناه پاتې شوې دي.

ملا تاجمیر وايي د طالبانو فرهنګیانو «د خلکو د ارادې په مدیریت» کې مهم رول لوبولی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ددې ډلې د رسنیو او فرهنګي چارو د فعالانو په نمانځغونډه کې ویلي، چې دوی « د خلکو د ارادې په مدیریت»، د طالبانو د جګړې په مشروعیت او د بریدونو په برجسته کولو کې ټاکونکی رول لوبولی دی.

د طالبانو ادارې د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر پنځمه په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلې ډلې فرهنګي او رسنیز فعالان د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل.

په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، چې شرعي نظام او د طالبانو مشرتابه «قلمي او فرهنګي مبارزې» ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دده په باور، دې طبقې د طالبانو د جګړې په مشروعیت، د خلکو ارادې مدیریت او ددښمن د کړنو د بربنډولو په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی دی.

تاجمیر جواد د طالبانو د ادارې پر قلموالو غږ کړی، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ په پیاوړي ډول ګټه واخلي.

په دې ناسته کې د طالبانو د کابینې وزیرانو او نورو جګپوړو کسانو هم ګډون درلود.

په ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم خبرې کړې دي.

متقي په خپلو خبرو کې ویلي، چې قلمي او فرهنګي مبارزه په لږو امکاناتو سره پیل شوې، خو اوس یې دده په وینا، لویه پایله لیدل کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې د خلکو باور ساتل، د ژبې او قلم عفت او د اسلام سپیڅلي اصول مراعتول اړین دي.

د طالبانو د فرهنګي حلقاتو د ستاینې دا غونډه داسې مهال ده، چې ددې ډلې ډېری رسنیز فعالان د خپلو منتقدانو پر وړاندې پر ناسمه ژبه او د قلم د عفت پر نه رعایتولو تورن دي.

د طالبانو د کانونو وزیر د ترکمنستان له سفیر سره پر ټاپي پروژې غږېدلی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې پر دې ټینګار کړی، چې د روان میلادي کال تر پایه، تر هرات ولایت پورې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو او اوږدمهاله اړیکو په اړه خبرې وشوې او د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.

د طالبانو د یاد وزارت په وینا، د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د پرمختګونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هدایت الله بدري د پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او د افغانانو لپاره يې د کاري زمینې برابرولو د لازمو او هر اړخیزو همکاریو پردوام ټینګار وکړ.

د ټاپي پروژه چې له اوږدو کلونو راهیسې پرې خبرې روانې دي او لومړنۍ چارې یې پیل شوې دي، په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ټکنۍ شوې ده.

په جنوبي وزیرستان کې د پي ټي اېم د یوه محلي مشر پر کور له ډرون څرخکې بم غورځول شوی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په برمل علاقدارۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیمه ییز مسوول شاه حسین پشتین پر کور له ډرون څرخکې نه بم غورځول شوی، خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د سویلي وزیرستان پولیسو ویلي، چې له کواډکاپټر نه د نوموړي پر کور چاودېدونکي توکي غورځول شوي، خو انساني او مالي زیان نه لري.

شاه حسین پشتین تېرکال په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی و.

تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه څرخکې په چا پورې تړاو درلود.

د پاکستان د علماوو شورا: طالبان د اسلام په نامه پر افغانانو د جهالت د پېر قوانین پلي کوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د علماوو شورا د طالبانو پر نوې «جزایي اصولنامې» اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت تر نامه لاندې د ټولنې وېش په «غلام او ازاد» بڼه د منلو وړ نه دی. دوی زیاته کړې چې «طالبان د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین پر افغانانو پلي کوي».

د پاکستان د علماوو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه احکامات «جزایي اصول نامه» چې د طالبانو له لوري صادر شوي، د قران او سنتو له لارښوونو سره سمون نه لري او د اسلامي ښوونو پر ځای د «غیر اسلامي او د جهالت د دورې» له افکارو سره ورته والی لري.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان ځانونه د یوه شرعي اسلامي نظام څښتنان بولي، نو باید د دغو مسایلو په اړه خپل دریځ په روښانه او عاجله توګه د نړۍ له ولسونو سره شریک کړي او د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین او دودونه بیا ځلې پلي نه کړي.

د پاکستان د علماوو شورا زیاته کړې، «هغه تګلاره او چلند چې د طالبانو له لوري غوره شوی، د انسانیت د سپکاوي او توهین څرګندونه کوي او دا ډول احکامات شرعي بڼه نه لري، بلکې د جهالت د نوې دورې نښې ګڼل کېږي».

تر دې وړاندې هم د سیمې او نړۍ بېلابېلو دیني او سیاسي بنسټونو د طالبانو پر ځینو تګلارو نیوکې کړې او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسلامي اصولو، بشري کرامت او ټولنیز عدالت درناوی وکړي.

د پاکستان د عالمانو شورا په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته هڅه کوي چې د طالبانو تګلارې او اداره له شرعي پلوه وننګوي. طالبانو تر اوسه ددې شورا څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.