• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰

افغان کرېکټ بورډ اعلان وکړ، چې د ننګرهار لوبډلې د «وزیر اکبر خان» ولایتي لومړۍ درجه کرېکټ سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړ. دا سیالۍ د مرغومي په ۱۵مه په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیل شوې وې او په ننګرهار کې د نجیب‌الله تره‌کي کرېکټ لوبغالي کې د پایلوبې په ترسره کېدو پای ته ورسېدې.

په پایلوبه کې د ننګرهار لوبډلې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره، د ننګرهار-ب لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دې پړاو سیالیو د اتلولۍ جام یې پورته کړ.
د دغو سیالیو په پای کې د پکتیکا لوبډلې توپ وهونکي کرامت‌الله چې ۳۹۳ منډې یې کړې وې، د سیالیو د غوره توپ وهونکي لقب وګاټه. د لوګر لوبډلې توپ اچوونکی محمدالله لوګری د ۱۲ وېکټو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو غوره توپ اچوونکی وپېژندل شو. همداراز د ننګرهار-ب لوبډلې لوبډلمشر نصیرخان د ۱۳ وېکټو او ۴۵ منډو په لرلو سره د غوره الراونډر جایزه ترلاسه کړه او د ننګرهار لوبډلې لوبغاړی عثمان یونس د ۱۳ وېکټو او ۶۴ منډو په کولو سره، د دغو سیالیو د غوره ځوان لوبغاړي په توګه معرفي شو.
په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو په دوو ګروپونو کې لوبې وکړې، چې هرې لوبډلې پنځه لوبې ترسره کړې او هر لوبغاړي لږترلږه په درېیو سیالیو کې ګډون درلود. د افغانستان کرېکټ بورډ د خبرتیا له‌مخې، د دې سیالیو غوره لوبغاړي به د «میرویس نیکه» درې ورځنیو سیالیو او د «غازی امان‌الله خان» یو ورځنیو یا لېسټ «اې»سیالیو ته لاره ومومي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

•
•
•

نور کیسې

بنګله‌دېش له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه واېستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته لاره ورکړل شوه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۰
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې بنګله‌دېش به د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې ګډون ونه‌کړي او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن شنبه په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۶ کال له شل اوریز نړۍوال جام څخه یې د بنګله‌دېش لوبډله اېستلې او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله ګډون وکړي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا دا تاریخي پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له امله هند ته د خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: «د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په مرسته مو په هندوستان کې امنیتي وضعیت په بشپړ ډول وڅېړه. د دغو څېړنو پایله دا وه چې د بنګله‌دېش لوبډلې او مینه‌والو ته هېڅ ډول «د اعتبار وړ یا ثابت شوی» امنیتي ګواښ شتون نه‌لري».

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د سکاټلنډ لوبډله د بنګله‌دېش پر ځای د نړۍوال جام په C ګروپ کې ځای پر ځای کړل.

له همدې سره بنګله‌دېش غواړي، چې دا موضوع د شخړو د حل کمېټې (DRC) له لوري حل کړي، خو د کرېکټ د نړۍوالې شورا د قوانینو له مخې یاده کمېټه نه‌شي کولای چې د بورډ د هغه پرېکړې خلاف پرېکړه وکړي، چې د غړو په اکثریت رایه تایید شوې وي.

افغانستان د فوټبال فدراسیون د میدانونو د رغونې او پراختیا لپاره نوې پروژې ترلاسه کړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د هرات، غزني او لوګر ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د کندهار او بلخ د فوټبال پروژو قراردادونه ترلاسه شوي، چې د هېواد د فوټبال د پرمختګ او ځوانو لوبغاړو د استعدادونو د ودې لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کېراغلي، ددغه فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، چې د فیفا د تخنیکي او پرمختیایي کمېټې غړی هم دی، د مالیزیا په رسمي غونډه کې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) او د فیفا استازو سره وکتل.

یوسف کاګر ویلي: «موږ د افغانستان د فوټبال لپاره لومړني سترې پرمختیایي پروژې ترلاسه کړې. دا پروژې به زموږ ځوانانو ته د لوبې مناسب چاپېریال برابر کړي او د فوټبال کچه په هېواد کې لوړه کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د لوګر ولایت د سپورتي میدان د جوړولو قراردادونه لاسلیک ته چمتو شوي، او د کندهار او بلخ ولایتونو فوټبال پروژې هم نهایي شوې.

کارګر ویلي: «دغه پروژې به ژر د رسمي قرارداد له لارې پیل شي او موږ هیله لرو چې په دې سره د افغانستان فوټبال په نوي پړاو کې وده وکړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د بدخشان ولایت د فوټبال سټېډیم د جوړولو او د کابل سټېډیم د رغونې موضوع هم د فیفا او AFC استازو سره وڅېړل شوه، او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې عملي شي.

د فدراسیون د خبرپاڼې په وینا، محمد یوسف کارګر د دې لاسته راوړنو په اړه وویل: «دا پروژې نه یوازې د لوبغاړو د روزنې او میدانونو د رغونې لپاره مهمې دي، بلکې د افغانستان د فوټبال راتلونکی هم تضمینوي او ځوانو لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي.»

په کابل کې د اسنوبورډ لومړنی ورزشي پروګرام د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د اسنوبورډ فدراسیون اعلان وکړ، چې په هېواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې د وروستیو واورو له ورېدو وروسته د اسنوبورډ لومړنی پروګرام د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د غونډیو او غرونو پر لمنو ترسره شو. د فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، په دې پروګرام کې ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

یاد فدراسیون وايي، چې د دې پروګرام موخه د ځوانانو ترمنځ د ژمنیو ورزشونو په ځانګړې توګه د اسنوبورډ معرفي او ترویج او په ټولنه کې د خوښۍ او لېوالتیا رامنځته کول وو.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې د ژمنیو ورزشونو د ودې لپاره په ځانګړې توګه په سړو او واوره لرونکو ولایتونو لکه بامیان کې د ځینو سیالیو د ترسره کېدو هڅو سره سره، دغه رشتې لکه اسنوبورډ، سکي او نورو څانګو یې تر اوسه کافي وده نه ده کړې او له محدودو امکاناتو سره مخ دي.

د نړۍوال جام شپږو غوره لوبډلو پړاو کې د افغانستان ۱۹کلنو لوبډله له کومو لوبډلو سره لوبېږي؟

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۶ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام ډله‌ییزو لوبو پړاو به په راتلونکو دوو ورځو کې پای ته ورسېږي او د څلورو ګروپونو د غوره لوبډلو برخلیک به وټاکل شي. تر دې دمه د افغانستان، هند او انګلستان لوبډلو د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.

د دغه سیالیو ډله‌ییزې لوبې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شوې. تر دې دمه یوازې د څلورم ګروپ لوبې بشپړې شوې دي؛ هغه ګروپ چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په‌کې برخه اخیستې وه او د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او تنزانیا په وړاندې یې د درېیو پرله‌پسې بریاوو وروسته شپږ نمرې ترلاسه کړې.

اوس‌مهال یوازینۍ لوبډلې چې د شپږو نمرو ترلاسه کولو سره د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته رسېدلې، له څلور ګروپ څخه افغان لوبډله او له درېیم ګروپ څخه د انګلستان لوبډله ده. خو د لومړي ګروپ څخه سریلانکا او اسټرالیا او د دویم ګروپ څخه هندوستان لوبډله هم د دې چانس لري، چې د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ د غوره لوبډلې په توګه بل پړاو ته ولاړه شي.

د شپږو غوره لوبډلو پړاو لپاره د افغانستان د لوبو مهالوېش:

افغانستان – د لومړي ګروپ دویمه لوبډله |د جنورۍ ۲۶مه |د وینډویک لوبغالی، نامیبیا

افغانستان – د درېیم ګروپ لومړۍ لوبډله |د جنورۍ ۳۰مه |د هرارې لوبغالی، زیمبابوې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له وېسټ انډیز څخه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۰
100%

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ ۲ـ۱ د افغان لوبډلې په بریا پایته ورسېده او ورسره یې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې وېسټ انډیز لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه، خو دوه مخکینۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې.

د نن لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې په لومړۍ برخه کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې په ګټه راشدخان، عبدالله احمدزي او ضیاء شریفي ۲ـ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه برخه کې د افغان لوبډلې توپ وهنه د تېرو دوو لوبو پرتله د پام وړ نه‌وه او یوازې رحمان الله ګربز په‌کې ۷۱ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ونه توانېدل چې د ۱۵۲ منډو هدف پوره کړي او لوبه یې د ۱۵ منډو په توپیر وېسټ انډیز ته پرېښوده، خو د مخکنیو دوو لوبو د ګټلو له امله یې د لوبلړۍ جام په خپل نوم کړ.