• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کرنې وزیر کډوالو ته؛ ملا هبت‌الله شپه او ورځ ستاسو په غم کې غمجن دی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په سرپل ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال ویلي، چې د دوی مشر ملا هبت‌الله شپه او ورځ د کډوالو په غم کې غمجن دی.

د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاءالله عمري د یکشنبې په ورځ (د سلواغي ۵مه) په سرپل ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېش پرمهال ویلي، چې ملا هبت‌الله ټوله ورځ په دې فکر کې وي، چې د کډوالو لپاره څه ډول ښه خدمات وړاندې کړي.

عطاءالله عمري زیاته کړې: «دا د خدای فضل دی چې افغانستان کې داسې نظام حاکم دی، چې شېخ هبت‌الله یې مشر دی. هغه شپه او ورځ ستاسو په غم کې غمجن دی. ټوله شپه او ورځ په دې فکر کې دی چې ستاسو لپاره په څه ډول ښه خدمات وړاندې کړي».

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړي، چې د ملګرو ملتونو ځینو سازمانونو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د افغانستان څه د پاسه لس میلیونه وګړي، د فکر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

یادو سازمانونو پر نړۍوالو غږ کړی، چې د افغانستان د خلکو لپاره د خپلو مرستو کچه ډېره کړي.

په ورته مهال د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د افغانستان لپاره خپلې مرستې کمې کړي او یا هم صفر ته رسولي دي او د طالبانو د سختو بندیزونو له امله سلګونه زرو ښځو او مسلکي کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ګڼ ځوانان بیا د بېکارۍ د کچې د زیاتوالي له امله پر غېرقانوني لارو له هېواد څخه د وتلو لارې چارې لټوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو نږدې ۱۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په مرغومي میاشت کې له پاکستان او ایران څخه نږدې ۱۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي؛ خو راستانه شوي کډوال د ژمي په سړه هوا کې د زیاتو مرستو او خوندي سرپناه غوښتنه کوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په تېره میاشت کې ۱۴۰۷۵۱ تنه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «له دغو کډوالو سره د خوراک، څښاک، روغتیايي خدماتو، وړیا سیمکارتونو، نغدي مرستو او نورو بېړنیو مرستو سربېره د ټرانسپورټ زمینه برابره شوې ده».

د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې له نږدې ۳۹زره راستنو شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کړې ده.

پر همدغه مهال د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په ننګرهار، لغمان، میدان وردک، کندهار، کندوز، بلخ او بامیان ولایتونو کې یې ۳۱۷۸ کسانو ته د سرپناه لپاره ځمکې وېشلي دي.

پر همدغه مهال یو شمېر تازه راستنو شویو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ژمي په سړه هوا کې د سرپناه د نه‌شتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

عبدالخالق چې تازه د پاکستان له کوټې ښار څخه کندهار ته ستون شوی، وايي: «موږ ته په تخته پل ولسوالۍ کې په یو پنډغالي کې ځای راکړل شوی دی، دلته ټول خیمه کې ژوند کوو، کله اوبه نه وي، کله خواړه نه وي او کله هم ډاکټر نه ‍وي. دا هفته سخت یخ راباندې تېر شو، اوس مې هم اولادونه ټول سینه و بغل شوي دي».

له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي کډوال پر داسې مهال د زیاتو مرستو غوښتنه کوي، چې د تېرو دوو ورځو په لړ کې د سختو اورښتونو او واورو اورېدو له امله د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۶۱ کسان مړه او له سلو څخه زیات ټپیان شوي دي.

طالبان: په درېیو ولایتونو کې مو لسګونه کسان له واورو وژغورل

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د بادغیس په جوند، د پروان په جبل السراج او سالنګونو او د فاریاب په لولاش ولسوالیو کې یې لسګونه هغه کسان د چورلکو په وسیله ژغورلي، چې د درنو واورو له امله په لارو کې بند پاتې وو.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې په واورو کې بنند پاتې کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

په یادو کسانو کې ناروغه ښځې هم شاملې وې.

طالبانو زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې یې په واورو کې بند پاتې څاروي هم ژغورلي دي.

د ناروې کمېټه: روان کال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې څلور کلنې ستراتېژۍ وروستی کال دی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رييس د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس سره په کتنه کې وویل، روان کال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د ۴ کلنې ستراتېژۍ وروستی کال دی. د طالبانو دغه چارواکي هم وویل، په هېواد کې د موسساتو لپاره د هر ډول فعالیت زمینه برابره ده.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رييس تاریا مګنوسن واټرډال او مل پلاوي یې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې له رییس نورالدین ترابي سره په کتنه کې وویل، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه تر ډېره پر اوږد مهالو پروګرامونو کار کوي او خپله ستراتېژي هم د څلورو کلونو لپاره جوړوي. هغه زیاته کړه، چې روان کال د دې کمېټې د اوسنۍ ستراتېژۍ وروستی کال دی.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي رييس په دې کتنه کې وویل، چې دې ادارې له زیانمنو کسانو لپاره د مرستو د همغږۍ د مسوولیت له‌مخې، د پېښو د مدیریت او زیانمنو ته د مرستې په برخه کې د لومړیتوبونو او اړتیاوو لړلیک ترتیب کړی، څو هغو مؤسسو ته چې غواړي په دې برخه کې فعالیت وکړي، د تمویل کوونکو لپاره د پروپوزلونو په برابرولو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رييس وویل، د راتلونکې ستراتېژۍ د تدوین پر مهال به له دې ادارې سره د همغږۍ ناستې ترسره شي.

نورالدین ترابي همداراز په ډاګه کړه، چې د بشري مرستو او همدارنګه د بنسټیزو پروژو د پلي کولو او د پېښو د خطرونو د کمولو په برخو کې، د مرکز او ولایتونو په کچه د ټولو بنسټونو لپاره د هر ډول فعالیت زمینه برابره ده.

عبدالسلام حنفي: ګاونډیانو افغان کډوال د خدای لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره ساتلي وو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې ګاونډیو هېوادونو افغان کډوال د خدای لپاره نه، بلکې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره منلي وو. هغه زیاته کړې، چې که ګاونډیانو د خدای د رضا لپاره دا کار کړی و، نو اوس به یې له کډوالو سره داسې ناوړه چلند نه کاوه.

مولوي حنفي دا څرګندونې په سرپل ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د وېش د پیل په مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل، چې د ګاونډیانو له خوا د افغان کډوالو اوسنی جبري ایستل د اسلامي ارزښتونو، د ګاونډیتوب د اصولو او همدارنګه د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د حنفي په وینا، افغان کډوال له کلونو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې له بېلابېلو ستونزو، تبعیض او محدودیتونو سره مخ وو، خو سره له دې بیا هم د کوربه هېوادونو له لوري د هغوی له شته والي څخه د بېلابېلو ګټو لپاره استفاده کېده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، د هغوی د بیا مېشتېدو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې له راستنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له نړیوالو بنسټونو او مرستندویو ادارو وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره بشري مرستې زیاتې کړي او د هغوی د انساني کرامت درناوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له ځینو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه له نشتوالي او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې یو طالب د خپل ورور له خوا وژل شوی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۰

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې د سلواغې پر ۴ نېټه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «۲۵ ویالې» سیمه کې یو طالب وسله وال د خپل ورور له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، وژل شوی طالب وسله وال عبدالوهاب نومېده او د کورني اختلاف له امله د خپل ورور له خوا وژل شوی دی.

دوی زیاتوي، د پېښې له کېدو وروسته د عبدالوهاب ورور له سیمې تښتېدلی او تر اوسه یې د نیول کېدو په اړه څرګند معلومات نشته.

په ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکو تر دې مهاله د یادې پېښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د نږدې کسانو او خپلوانو له خوا د طالبانو د ځینو غړو د وژل کېدو پېښې راپور شوې دي.