• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران انټرنشنل: د ایران په لاریونونو کې ۳۶ زره او ۵۰۰ ایراني وګړي وژل شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰

ایران‌ انټرنشنل د ایډیټوریل بورډ په یوه اعلامیه کې د نویو اسنادو او روایتونو په استناد اعلان کړی چې د ایران د لاریونونو پر مهال ایراني ځواکونو تر لومړنیو اټکلونو ډېر پراخ او له ۳۶زره او ۵۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي.

ایران‌ انټرنشنل ته رسېدلي معلومات د ځپنې د څرنګوالي، د نښتو د جغرافیایي پراختیا او د امنیتي ځواکونو د چلند په اړه لا روښانه انځور وړاندې کوي او له محاکمې پرته اعدامونه، په ډزو د ټپیانو ویشتل او په روغتیایي مرکزونو کې د امنیتي ځواکونو مستقیمه مداخله افشا کوي.

د دغو موندنو ټولګه ښيي هغه څه چې د ایران د ملي انقلاب پر مهال پېښ شوي، یو پراخ او له مخکې طرحه شوی جنایت دی چې ثبت، مستندسازي او نړیوال تعقیب ته اړتیا لري.

لاندې د دغو پېښو بشپړ متن او مستند جزییات وړاندې کېږي:

د مرغومي پر ۱۸ او ۱۹مه له مخکې پر طرحه شوي جنایت له دوو اوونیو تېرېدو ، او د ایران‌ انټرنشنل د ایډیټوریل بورډ د لومړۍ اعلامیې تر خپرېدو وروسته، دغه رسنۍ ته د اسنادو، محرمو او میداني راپورونو نوې څپه، او همداراز د روغتیايي کارکوونکو، عیني شاهدانو او د وژل شویو د کورنیو روایتونه رسېدلي دي، چې د اسلامي جمهوریت له لوري د څه باندې ۳۶زره او ۵۰۰ایراني وګړو د وژل کېدو کیسه کوي.

نوي معلومات د وژنو د بڼې او د جنایت د ابعادو لا دقیق انځور وړاندې کوي؛ داسې جنایت چې اوس په ډاډ سره ویل کېدای شي، د نړۍ په تاریخ کې د دوو ورځو په موده کې پر سړکونو د خلکو تر ټولو لوی او خونړی قتل‌عام دی.

په همدې حال کې، داسې ټکان ورکوونکي راپورونه او شواهد هم ترلاسه شوي چې په تهران او ولایتونو کې د یو شمېر نیول شویو کسانو له محاکمې پرته د اعدام خبر ورکوي.

له مړستونونو خپاره شوي انځورونه هېڅ شک نه پرېږدي چې یو شمېر ټپیان، په داسې حال کې چې په روغتونونو کې بستر او تر درملنې لاندې وو، ټول په ډزو ویشتل شوي دي.

دا روښانه ده چې که دغه کسان په کوڅو کې پر سر په ډزو لګېدلي وای او سرونه یې ټوټه ټوټه شوي وای، نو اساساً به د هغوی روغتون ته د لېږد او د درملنې د پیل هېڅ دلیل نه و موجود.

ترلاسه شوي انځورونه په ښکاره ډول ښيي چې د ځینو جسدونو سره لا هم د ناروغ د څارنې پایپونه او طبي وسایل نښتي پاتې دي.

همداراز، د ځینو نورو جسدونو پر سینه د زړه د څارنې الکترودونه ښکاري؛ هغه شواهد چې ښيي دا کسان پرسر له ویشتل کېدو مخکې تر طبي څارنې لاندې وو.

ایران انټرنشنل سره یو شمېر ډاکټرانو او نرسانو هم په خپلو خبرو کې د ټپیانو په ډزو ویشتل تایید کړي دي.

100%

د امنیتي ادارو د راپورونو له مخې د وژل شویو شمېر:

د ایران‌ انټرنشنل ایډیټوریل بورډ مخکې، د لسمې میاشتې په ۲۳مه، اعلان کړی و چې د اسلامي جمهوریت امنیتي سرچینو په خپلو داخلي راپورونو کې د وژل شویو لومړنی شمېر لږ تر لږه ۱۲زره کسان ښودلی و.

دا شمېر په مشخص ډول د مرغومي میاشتې له ۱۹ تر ۲۱مې نېټې د قتل‌عام دوه ورځې وروسته، د سپاه پاسداران د استخباراتو د سازمان له لوري د ملي امنیت عالي شورا او د ولسمشرۍ دفتر ته په سپارل شوي راپور کې یاد شوی و.

ایران‌ انټرنشنل وایي چې اوس یې لا مفصلو معلوماتو ته لاسرسی موندلی چې د سپاه پاسداران د استخباراتو له خوا د ملي امنیت عالي شورا ته وړاندې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې نورو حکومتي ادارو هم له بېلابېلو امنیتي بنسټونو څخه بېلابېلې شمېرې ترلاسه کړې دي، خو د پراخ قتل‌عام، قصدي پټولو، د جسدونو د ثبت او سپارلو په بهیر کې د ګډوډۍ، پر کورنیو د امنیتي فشارونو او په ځینو مواردو کې د وژل شویو د پټ ښخولو له امله، داسې ښکاري چې حتا امنیتي ادارې هم تر اوسه د وژل شویو له دقیق او وروستي شمېر څخه خبرې نه دي.

په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ته وړاندې شوی، د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۷زره او ۵۰۰کسان ښودل شوی دی.

د هغو باوري معلوماتو له مخې چې د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت له سرچینو څخه ایران‌ انټرنشنل ته رسېدلي، د ولایتونو د امنیتي شوراګانو د معلوماتو تر راټولولو وروسته، د مرغومي میاشتي۳۰مې نېټې پورې د وژل شویو شمېر له ۳۰زرو اوښتی دی.

همداراز، د ایران د ملي امنیت عالي شورا دوو باخبره سرچینو ایران‌انټرنشنل ته ویلي چې د سپاه پاسداران د استخباراتو په وروستیو دوو راپورونو کې د وژل شویو شمېر په ترتیب سره له ۳۳زرو او له ۳۶زره او ۵۰۰څخه زیات یاد شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په راپورونو کې راغلي چې امنیتي ځواکونو په څه باندې ۴۰۰ښارونو او ولسوالیو کې له لاریون کوونکو سره نښتې کړې او په ټول هېواد کې د نښتو سیمې له ۴زرو څخه زیاتې ثبت شوې دي.

سره له ټولو ګډوډیو او پټولو، په محرمو حکومتي راپورونو کې د وژل شویو د شمېر چټک زیاتوالی دا اندېښنه پیاوړې کوي چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

د مخابراتي محدودیتونو او امنیتي فشارونو له امله لا هم کره او خپلواک شمېر ته لاسرسی ممکن نه دی، خو د روغتونونو د سرچینو او عیني شاهدانو پر بنسټ، د ځینو لویو ښارونو د وژل شویو شمېر ټکان ورکوونکی او وېروونکی دی.

د روغتیایي سرچینو د محتاطانه راټولو شوو معلوماتو له مخې، چې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د سپارل شویو جسدونو پر شمېر ولاړ دي، رشت ښار کې له ۲۵۰۰زیات، په مشهد کې لږ تر لږه ۱۸۰۰، په اصفهان، نجف‌ اباد او خوراسګان کې له ۲۰۰۰زیات، په کرج، شهریار او شهرک اندیشه کې لږ تر لږه ۳۰۰۰، په کرمانشاه کې ۷۰۰او په ګرګان کې ۴۰۰کسان وژل شوي دي.

تر اوسه په تهران کې د ټولو وژل شویو کره شمېر نه دی ترلاسه شوی، خو د کهریزک او د تهران د روغتونونو خپاره شوي انځورونه ښيي چې په پلازمېنه کې زرګونه کسان وژل شوي، چې ډېری یې د تهران په جنوب کې وو.

100%

د یوه تاریخي جنایت وېرونکي جزییات:

۱: درې ډاکټران او څلور نرسان، چې په تهران کې یې له ایران‌ انټرنشنل سره خبرې کړې، وايي امنیتي ځواکونو روغتونونو ته په ورتګ سره یو شمېر هغه ټپیان له ځان سره وړي چې تر درملنې لاندې وو.

ترلاسه شوي انځورونه او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ځینو هغو جسدونو پر کوپړیو د مرمیو نښې شته چې په روغتون کې د بستر کېدو څرګندې نښې لري.

دوو نورو نرسانو ویلي، کله چې یو ټپي ځوان د تهران په لوېدیځ کې د یوې نښتې له سیمې امبولانس ته ولېږدول شو، یو امنیتي مامور امبولانس ته ننوت او د دوی د سترګو پر وړاندې یې په پرله‌پسې دوو ډزو د هغه ژوند پای ته ورساوه.

د دوی په وینا، دغه ځوان امبولانس ته د لېږد مخکې سخت وهل شوی و او نیمه بې‌هوښه و.

یو متخصص او باوري ډاکټر په یوه روغتون کې د دغو دوو نرسانو روایت تایید کړی دی.

همداراز داسې راپورونه هم شته چې ځینې کسان په خپلو کورونو کې نیول شوي او وروسته یې کورنیو ته ویل شوي چې د جسد ترلاسه کولو لپاره کهریزک ته مراجعه وکړي.

ځینې نور راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو کورونو ته د ورتګ او د خلکو د دروازې مخې ته د کسانو له راایستلو وروسته، حتا د پوست د کڅوړې د سپارلو په پلمه، پر هغوی ډزې کړې او وژلي یې دي.

دغه ټول ژور اندېښمنوونکي راپورونه په وروستیو ورځو کې د کورنیو له خوا خپاره شوي او یا د باوري عیني شاهدانو له لوري ایران‌ انټرنشنل ته سپارل شوي دي.

که دا روایتونه د خپلواکو څېړنو له لارې تایید شي، نو دا پېښې په ښکاره ډول «له عدلي بهیره بهر وژنې» بلل کېږي او که پراخې وي، د «بشریت پر ضد جنایت» تر سرلیک لاندې څېړل کېدای شي.

د نیول شویو د شمېر پټ ساتل، د توقیف ځایونو نامعلوم وضعیت او بندیانو ته د طبي مرستو او وکیل ته د لاسرسي نشتوالی، د بشري حقونو ګڼ فعالان ژور اندېښمن کړي دي.

یو پېژندل شوی وکیل، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، روان وضعیت «دبشري حقونو یو نړیوال کړکېچ» وباله.

هغه وویل:«نا رسمي راپورونه د لسګونو زرو کسانو د نیول کېدو کیسه کوي، او سپاه یا هر هغه امنیتي بنسټ چې دا کسان ورسره دي، کولای شي هر څو کسان چې وغواړي ووژني او جسدونه یې کهریزک یا نورو مړستونونو ته ولېږي او ادعا وکړي چې دا کسان په کوڅو کې وژل شوي دي.»

۲: په ټول ایران کې له مخکې پلان شوی قتل‌عام ښيي چې دا بې‌رحمانه ځپنه د ټولو حکومتي بنسټونو په همغږۍ او د اسلامي جمهوریت د لوړپوړو چارواکو په امر ترسره شوې ده.

د ایران‌ انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د علي خامنه‌ یي د ۱۹مې نېټې له وینا وروسته، د سپاه پاسداران د لوړپوړو قوماندانانو په غونډو کې د «النصر بالرعب» او «وقاتلو هم حتی لا تکون فتنه» اصطلاحات کارول شوي؛ هغه اصطلاحات چې په همدې ورځ د موسومو «ارزشي» ډلو په ټیلیګرامي کانالونو کې هم خپاره شول.

۳: ګڼ راپورونه ښيي چې په ډېرو ښارونو کې د وژل شویو له کورنیو څخه د خپلو عزیزانو د جسدونو د ورسپارلو په بدل کې، د حق التیر(د مرمۍ قیمت)تر نوم لاندې لوړې پیسې اخیستل شوې دي.

په ځینو مواردو کې، د کورنیو له مخالفت سره سره، وژل شوي کسان د بسیج د غړو په توګه ثبت شوي دي.

۴: که څه هم د قتل‌عام ډېره برخه د سپاه پاسداران او بسیج له لوري شوې، خو ایران‌انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي چې د عراق او سوریې د اسلامي جمهوریت نیابتي ځواکونه هم په دې ځپنه کې کارول شوي دي.

د غیر بومي ځواکونو کارول ښيي چې د ځپنې د ظرفیت د چټک زیاتولو پرېکړه شوې وه.

ایران‌ انټرنشنل وایي چې که نويو معلوماتو ته لاسرسی ومومي، په راتلونکو اعلامیو کې به یې له خپلو مخاطبانو سره شریک کړي.

100%

د اسنادو د ورلېږلو غوښتنه:

ایران‌انټرنشنل په خپل راپور کې یو ځل بیا له ټولو ایرانیانو، د هېواد دننه او بهر، غوښتي چې هر ډول اسناد، ویډیوګانې، انځورونه، غږیز روایتونه، د وژل شویو او ټپیانو معلومات، روغتیايي مرکزونه، د نښتو ځایونه، د پېښو وخت او ځای، او هر هغه جزییات چې د تایید وړ وي، له دوی سره شریک ګړي.

ایران انټرنشنل ویلي چې د سرچینو خوندیتوب او د معلوماتو محرمیت د دوی مطلق لومړیتوب دی. که د خپل امنیت په اړه اندېښنه لرئ، د خپل هویت له شریکولو ډډه وکړئ او یوازې عمومي او د تایید وړ معلومات راولېږئ.ایران‌ انټرنشنل به تر کره ارزونې او تایید وروسته خپلې موندنې خپرې کړي او د نړۍ له ټولو اړوندو نړیوالو بنسټونو سره به یې شریکې کړي.

حقیقت به ثبت او مستند شي، د وژل شویو نومونه به خوندي پاتې شي، او دا جنایت به په چوپتیا کې نه ښخېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۰

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته برابروي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له لوري پلي کېږي او د افغان ښځو د ژوند دلګښتونو، اقتصادي خپلواکۍ او ونډې د ملاتړ برخه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام راپور زیاتوي چې دا پروژه د هغو خنډونو پر لیرې کولو تمرکز کوي چې د ښځو اقتصادي ګډون محدودوي، لکه مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، بازارونه، مسلکي مهارتونه او د عاید دوامدار فرصتونه.

د پراختیایي پروګرام په راپور کې راغلي چې د پروګرام په چوکاټ کې به د شریعت له اصولو سره سم مالي میکانېزمونه، د سوداګرۍ پراختیایي خدمتونه، لارښوونه او د بازارونو سره نښلول شامل وي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي: «اروپايي ټولنه ویاړي چې د WE-LEAD د نوي پړاو له لارې له پراختیایی پروګرام سره خپله ملګرتیا دوامداره ساتي. دا پروژه د ښځو او نارینه‌وو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي، هغوی له بازارونو سره نښلوي او د ټولنې پر بنسټ مالي میکانېزمونه پیاوړي کوي.»

همداراز، افغانستان کې د پراختیایی پروګرام استازي، سټیفن رودریګز، ویلي چې دا پړاو به زرګونو ښځو او د ښځو په مشرۍ کاروبارونو ته د مالي پوهاوي، مالي سرچینو او ځانګړو سوداګریزو خدمتونو له لارې ملاتړ برابر کړي او د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.

سوریې او کرد ځواکونو اوربند د ۱۵ ورځو لپاره وغځوه ترڅو د داعش بندیان عراق ته ولېږدول شي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د سوریې حکومت او د کرد ځواکونو ترمنځ اوربند د شنبې په ورځ د ۱۵ ورځو لپاره وغځول شو. دمشق وایي دا پرېکړه د امریکا په ملاتړ د داعش بندیانو د سوریې له زندانونو څخه عراق ته د لېږد لپاره شوې ده.

د سوریې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د اوربند تایید شوی. د کرد ځواکونو مشر پلاوی هم د اوربند د غځولو تصدیق کړی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د نړیوال منځګړیتوب له لارې شوې، او د دمشق سره خبرې لا هم روانې دي.

د کرد ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې «زموږ ځواکونه د اوربند د رعایت ژمنه کوي، چې له دې لارې د شخړې کمول، د ملکي وګړو ساتنه او د ثبات لپاره اړین شرایط رامنځته کېږي».

امریکا پلان لري شاوخوا ۷۰۰۰ داعش بندیان عراق ته ولېږدوي. د داعش لومړني لوړپوړي ۱۵۰ بندیان چې اروپایان هم پکې شامل وو، تېره چهارشنبه انتقال شوي، او د راپورونو له مخې د دویمې ډلې تر ۱۰۰۰ بندیانو پورې انتقالات د شنبې په ورځ پیل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: د امریکا پرېکړه د ټولو خلکو امنیت کمزوری کوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د امریکا له‌خوا د دې سازمان د پرېښودو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ امنیت کمزوری کوي.

دغه سازمان ویلي، امریکا د دې سازمان له بنسټ‌ګرو غړو څخه ده او په تېرو لسیزو کې یې د ګڼو مهمو روغتیايي بریاوو په ترلاسه کولو کې اساسي رول لوبولی، چې له ډلې یې د چیچک ناروغۍ بشپړه له منځه وړل او د پولیو، ایچ‌اې‌وي، ایبولا، انفلوینزا، نري رنځ، ملاریا او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه یادولی شو.

د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دا سازمان د کووېډ–۱۹ وبا پر مهال ناکام شوی، مهم معلومات یې پټ کړي او یا یې خپلواکۍ ته زیان رسولی دی. د سازمان په وینا، د کرونا وبا پر مهال یې معلومات پر وخت او په شفاف ډول له نړۍ سره شریک کړي.

دغه سازمان وایي، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۳۱مه، کله چې په چین کې د نامعلومې سینه‌بغل پېښې راپور شوې، سمدستي یې بېړنی سیستم فعال کړ او نړۍ ته یې خبرداری ورکړ. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۰مه، هغه مهال چې له چین بهر لا له سلو کمې پېښې ثبت شوې وې، دغه سازمان کووېډ–۱۹ نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.

سازمان همداراز د امریکا دا ادعا هم ناسمه بللې چې ګواکې دا سازمان د امریکا د ګټو پر ضد سیاسي اجنډا تعقیبوي. د سازمان په وینا، د روغتیا نړۍوال سازمان یو بې‌طرفه بنسټ دی چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ۱۹۴ غړو هېوادونو له‌خوا اداره کېږي او د ټولو هېوادونو خدمت ته ژمن دی.

په پای کې، د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښودلې چې امریکا به په راتلونکې کې بېرته دې نړیوال بنسټ ته فعاله ستنېدنه وکړي، او ټینګار یې کړی چې دوی به د ټولو خلکو لپاره د روغتیا د لوړې ممکنه کچې د حق د تحقق لپاره له ټولو هېوادونو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو په امریکا کې د کډوالو پروړاندې د سختو اقداماتو په اړه اندېښه ښودلې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ټورک په امریکا کې د کډوالو ضد پالیسیو او اقداماتو پروړاندې توند غبرګون ښودلی او دا کړنې یې زیانمنونکې او د انساني کرامت خلاف بللې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر ټورک ویلي، چې په امریکا کې د کډوالو پر وړاندې سخت او ځپونکي اقدامات د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو پر ضد د امریکا روان اقدامات او پالیسۍ د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړې: «که څه هم دولتونه دا واک لري چې د کډوالۍ په اړه خپلې ملي پالیسۍ رامنځته کړي، خو دا پروسه باید په بشپړ دول د قانون په چوکاټ او د بشري حقونو اصولو ته په پام سره ترسره شي».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې امریکا د غېرقانوني کډوالو د نیولو او په زور د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده؛ د همدې اقداماتو په ترڅ کې نن هم د امریکا په یوه ایالت کې یو کډوال د کډوالۍ ادارې د کارکوونکو له‌خوا په ډزو ووژل شو.

لینډسي ګراهام: که د سنا د قضایي کمېټې مشر شم د پناه‌غوښتونکو ښارونو پالیسي به له‌منځه یوسم

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لینډسي ګراهام ویلي، که یې ګوند په سنا کې خپل اکثریت وساتي، نو په ۲۰۲۷ کال کې به د سنا د قضایې کمېټې د مشر په توګه د پناه‌غوښتونکو ښارونو جنجالي پالیسي د تل لپاره له‌منځه یوسي.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د سنا د قضايې کمېټې د مشرۍ په ترلاسه کولو سره به یې تر ټولو لومړی کار د داسې اساسي قانون تصویب وي، چې په امریکا کې د پناه‌غوښتونکو ښارونو جنجالي پالیسي د تل لپاره له‌منځه یوسي.

د نوموړي په خبره، دا پالیسي نه یوازې د مالیه ورکوونکو د پیسو د سترو ضایعاتو لامل کېږي، بلکې د امریکا لپاره نورې جدي امنیتي او ټولنیزې ستونزې هم پېښوي.

لینډسي ګراهام زیاته کړې: «که څه هم دا زما لومړیتوب دی، خو د هېواد د خیر لپاره هیله‌من یم چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دا موضوع په خپله حل شوې وي او نورې قانوني مداخلې ته اړتیا پاتې نه‌شي».

د امریکا د پناه‌غوښتونکو ښارونو سیمه‌ییز چارواکي له فدرالي حکومت سره د بې‌اسنادو کډوالو په نیولو او ډیپورټ کولو کې بشپړه همکاري نه کوي، چې له امله یې یاده موضوع د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ترمنځ په تر ټولو تاوده سیاسي بحث بدله شوې ده.