• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د علماوو شورا: طالبان د اسلام په نامه پر افغانانو د جهالت د پېر قوانین پلي کوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د پاکستان د علماوو شورا د طالبانو پر نوې «جزایي اصولنامې» اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت تر نامه لاندې د ټولنې وېش په «غلام او ازاد» بڼه د منلو وړ نه دی. دوی زیاته کړې چې «طالبان د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین پر افغانانو پلي کوي».

د پاکستان د علماوو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه احکامات «جزایي اصول نامه» چې د طالبانو له لوري صادر شوي، د قران او سنتو له لارښوونو سره سمون نه لري او د اسلامي ښوونو پر ځای د «غیر اسلامي او د جهالت د دورې» له افکارو سره ورته والی لري.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان ځانونه د یوه شرعي اسلامي نظام څښتنان بولي، نو باید د دغو مسایلو په اړه خپل دریځ په روښانه او عاجله توګه د نړۍ له ولسونو سره شریک کړي او د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین او دودونه بیا ځلې پلي نه کړي.

د پاکستان د علماوو شورا زیاته کړې، «هغه تګلاره او چلند چې د طالبانو له لوري غوره شوی، د انسانیت د سپکاوي او توهین څرګندونه کوي او دا ډول احکامات شرعي بڼه نه لري، بلکې د جهالت د نوې دورې نښې ګڼل کېږي».

تر دې وړاندې هم د سیمې او نړۍ بېلابېلو دیني او سیاسي بنسټونو د طالبانو پر ځینو تګلارو نیوکې کړې او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسلامي اصولو، بشري کرامت او ټولنیز عدالت درناوی وکړي.

د پاکستان د عالمانو شورا په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته هڅه کوي چې د طالبانو تګلارې او اداره له شرعي پلوه وننګوي. طالبانو تر اوسه ددې شورا څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې «د نه منلو وړ» وبللې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د اسټرالیا لومړی وزیر انتوني البانېز وايي، د ډونالډ ټرمپ څرګندونې، چې په افغانستان کې یې د غیر امریکایي سرتېرو هڅې لږې وښودې، «بیخي د نه منلو وړ» دي. البانیز وویل چې د اسټرالیايي سرتېرو زړورتیا، چې په افغانستان کې یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره جګړه وکړه، د ستاینې وړ ده.

ټرمپ فاکس نیوز ته په یوه مرکه کې ویلي و چې ناټو افغانستان ته «ځینې سرتېري» واستول، خو « له لومړۍ کرښې یو څه شاته پاتې شول».

د اروپایي متحدینو او اوس د اسټرالیا له غبرګونونو وروسته، ټرمپ د جنورۍ پر۲۴مه خپلې څرګندونې جزوي تعدیل کړې.

البانېز داې بي سي انسایډرز پروګرام ته وویل چې د ټرمپ څرګندونې به د هغو ۴۷اسټرالیايي کورنیو لپاره دردناکې وي چې خپل سرتېري یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه، « دغه کورنۍ زموږ د بشپړ درناوی او ستاینې وړ دي».

البانیز وویل چې د ۴۰زره اسټرالیايي سرتېرو زړورتیا، چې په افغانستان کې یې له خپلو متحدینو سره یوځای د ډیموکراسۍ، ازادۍ او ملي ګټو د دفاع لپاره جګړه وکړه، د ستاینې وړ ده.

البانېز د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د اسټرالیا د هڅو ستاینه یې هم پکې کړې، خو ټینګار یې وکړ چې د ټرمپ مخکېنۍ څرګندونې «بیخي د نه منلو وړ» وې.

د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۶ سلنه کم شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا ۵۶ سلنه راټیټ شوي دي. بانک وايي، له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریز کسر د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۴سلنه زیات شوی او ۷میلیارده او ۶۸۳میلیونه ډالرو ته رسېدلی.

د دې ادارې د تازه راپور له مخې، د یادې مودې په ترڅ کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت ۲۱۹میلیونه او ۴۸۹زره ډالرو ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه تېر کال د همدې مودې پر مهال ۵۰۵میلیونه او ۸۱۸زره ډالر وه.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تېر کال تلې په میاشت کې د خونړیو نښتو له رامنځته کېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.

پاکستان د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې چارې، د صادراتو په ګډون، ځنډولې دي.

د پاکستان مرکزي بانک همداراز ویلي چې د دغه هېواد سوداګریز کسر له خپلو نهو ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۴سلنه زیات شوی او ۷میلیارده او ۶۸۳میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستان مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۶میلیونه او ۳۲۱زره ډالر ثبت شوي، چې د ۲۰۲۵مالي کال پرتله کموالی ښيي.

د پاکستان مالي کال د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه پیلېږي او د ۲۰۲۶ کال د جونپر۳۰مه پای ته رسېږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له څو میاشتو راهیسې پر کابل او ډیورڼډ کرښې ته په نږدې پرتو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، لا ډېرې ترینګلې شوې دي.

د دواړو هېوادونو سوداګرو، په ځانګړي ډول د پاکستان سوداګرو، په وار وار له چارواکو غوښتي چې لارې د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانیزي خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د سوداګریزو لارو بېرته پرانیستل د امنیتي اندېښنو له حل کېدو سره تړاو لري او طالبان د درېیمګړي هېواد تضمین غواړي.

اتریش له طالبانو سره په همغږۍ یو افغان کابل ته شړلی

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰

اتریش نن د یکشنبې په ورځ، د جنورۍ پر۲۵مه سهار وختي یو افغان، چې په جرایمو کې ښکیل ګڼل شوی و، کابل ته لېږلی دی. د اتریش د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه افغان د استانبول له لارې کابل ته استول شوی.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر وویل: « د اخراج عملیات دوام لري. حتا سوریې او افغانستان ته به هم د مجرمانو ایستل په تدریجي ډول پلي شي».

دغه ۳۳ کلن افغان د۲۰۱۵ کال په جولای کې اتریش ته تللی و. نوموړی شپږ ځله د جنایي محکمې له خوا محکوم شوی و، چې د جدي تاوتریخوالي څو جرمونه هم پکې شامل وو. په ټولیز ډول پر نوموړي نهه جنایي جرمونه ثبت شوي دي.

هغه شاوخوا پنځه کاله په زندانونو کې تېره کړې ده. هغه په سوننبرګ زندان کې د جنورۍ پر۲۳مه نیول شوی او بې له ځنډه یې د ایستلو پرېکړه پلي شوې ده.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ۳۳ کلن د هغو مجرمانو له ډلې و، چې د طالبانو د ادارې یوه پلاوي په وین کې وپیژندل او طالبانو افغانستان ته د تګ سند ورته صادر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې رزماري ډيکارلو له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدلي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستندویه دفتر (یوناما) د فعالیتونو او له دې ادارې سره د ایران د همکاریو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

یاد سفارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې دا لیدنه په کابل کې د ایران په سفارت کې شوې، خو تر دې دمه د دواړو لوریو ترمنځ د شویو خبرو اترو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

رزماري ډیکارلو د شنبې په ورځ، چې د زده‌کړې له نړیوالې ورځې سره یې سمون درلود، کابل ته رسېدلې وه. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي وو چې مېرمن ډیکارلو د دوحې بهیر د تعقیب په موخه افغانستان ته سفر کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د روان کال د لیندي په میاشت کې د دوحې بهیر په چوکاټ کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې لومړنی کاري ګروپ جوړ کړ. همداراز، د ملګرو ملتونو له لوري د روان کال په مرغومې میاشت کې د «اقتصاد» په نوم بل کاري ګروپ هم رامنځته شو، چې موخه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د اقتصادي مرستو همغږي ده.

ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د دغو دوو کاري ګروپونو تر جوړېدو وروسته به د دوحې څلورمه ناسته وشي. طالبانو هم په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې د دوحې بهیر د کاري ګروپونو راتلونکې ناسته به په کابل کې کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم لیدنې کړې دي.

د استونیا ولسمشر: د ناټو سرتېري د افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې حاضر ول

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د استونیا ولسمشر الار کاریس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې، چې ګني د ناټو متحدینو په افغانستان کې کوم مهم رول نه درلود. کاریس وویل، چې استونیایي سرتېري د افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې حاضر وو.

ولسمشر الار کاریس د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې ولیکل: «موږ به تل د جاکو کاروکس، کاله تورن، ایوار بروک، الاین ټیکو، ایریک سالموس، رایویس کانګ، کریستیان یالاکاس، هېردیس سیک، اګریس هوترف او د هغو ټولو استونیایي سرتېرو یاد ساتو، چې په افغانستان کې ټپیان شول».

هغه زیاته کړې، چې «استونیایان د جګړې په لومړۍ کرښه کې وو، له خپلو متحدینو سره یې اوږه په اوږه مبارزه کوله او د ناټو د پنځمې مادې دفاع یې کوله».

د استونیا پخواني ولسمشر توماس هېندریک ایلویس هم د ټرمپ دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې وغندلې.

تر دې وړاندې هم د نړۍ ګڼو مشرانو د ټرمپ پر خبرو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د دوی سرتېرو په افغانستان کې له متحدینو سره اوږه په اوږه جګړه کړې او د ټرمپ دا څرګندونې سپکوونکې دي.

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې وې.

هغه پوښتنه راپورته کړه چې که امریکا کله له ناټو د مرستې غوښتنه وکړي، ایا متحدین به یې ملاتړ وکړي که نه. ټرمپ وویل، دی ډاډه نه دی چې دغه پوځي تړون به د اړتیا پر مهال د امریکا ملاتړ وکړي.

ټرمپ وویل: «موږ هېڅکله هغوی ته اړتیا نه ده لرلې. موږ هېڅکله له هغوی څه نه دي غوښتي».

هغه افغانستان ته د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې وروسته د استول شویو متحدو ځواکونو په اړه وویل: «دوی وایي چې افغانستان ته یې سرتېري لېږلي وو. دا سمه ده، خو هغوی لږ شاته پاتې شول او د جګړې له لومړۍ کرښې لرې وو».

خو په واقعیت کې، د ناټو متحدین د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د۱۱مې له بریدونو وروسته سملاسي د امریکا ترڅنګ افغانستان ته داخل شول او فعاله ونډه یې درلوده.