• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف په افغان ماشومانو ژمني مرستې ویشلي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونیسف) استازي ډاکټر تاج‌الدین ویلي،چې د یونیسف افغانستان دفتر او د دې ادارې شریکانو تر سختې واورې ورېدو مخکې ماشومانو ته د ژمي مرستندوی توکي رسولي.

د هغه په وینا، دا ډول وختي اقدام کولی شي د ماشومانو ژوند وژغوري. په دغو مرستو کې، د ژمي بوټان، کورتۍ او جاکټونه شامل دي.

د یونیسف مشر ټینګار کړی چې له دې سره سره چې ژمی لا سختېږي، اړتیا ده څو مرستې دوام ومومي، تر څو د افغانستان هر ماشوم ته لازم ژمني توکي ورسېږي او له سختې یخنۍ خوندي پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې وختي او پر وخت مرستې د بشري ناورینونو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پاکستاني زیږون کارتونه لغوه کېږي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۰

له خیبر پښتونخوا څخه په خپرو شوو راپورونو کې ویل شوي چې په دغه ایالت کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي د زیږون کارتونه به لغوه اعلان شي. چاوراکي وایي، له دغه کارتونو ناوړه ګټه اخیستل شوې.

د راپورونو له مخې، د هغو افغان کډوالو نوملړونه چې پخوا د پاکستان د نادرا ادارې کې ثبت شوي وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوي اوډېر ژر به دغه ثبت شوي کارتونه لغوه شي.

پاکستاني چارواکي وایي، دا اقدام د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره شوی، ځکه د هغوی په وینا یو شمېر افغان کډوالو له دغو اسنادو ناوړه ګټه اخیستې، ان تر دې چې ځینو کسانو د همدې اسنادو پر بنسټ سوداګریز فعالیتونه کړي او له چین سره یې هم تجارتي معاملې ترسره کړې دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ سختې کړې دي. د راپورونو له مخې، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ویزو د ورکړې او تمدید بهیر هم درول شوی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستنول کېږي.

یوازې پرون شاوخوا یو نیم زر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

طالبان: په څو ولایتونو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په شپږو ولایتونو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي، او په بلخ کې یې لس غلا شوي موبایلونه بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې په جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ کې نهه تنه د قمار کولو پر مهال نیول شوي دي. دغه راز، درې تنه د غلا په تور په هرات ولایت، دوه تنه په نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ کې او یو بل تن په ننګرهار ولایت کې د د دوی له لوري نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دایکندي ولایت په پاټو ولسوالۍ کې هم یو کس د تاریخي اثارو د غیرقانوني کیندنو په تړاو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ځواکونو نیولی دی.

بل لور ته، د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تېره یوه میاشت کې لس غلا شوي موبایلونه کشف کړي او بېرته یې خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.

وزارت وایي، د جنايي فعالیتونو پر ضد مبارزه به دوام لري او د قانون ماتونکو پر وړاندې به جدي چلند کېږي.

یونسیف: ښځینه ښوونکې د افغانستان د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې اساسي رول لري

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې د درېیم ټولګي د تعلیمي ارزونو پایلې ښيي چې د لوړو زده‌کړو او پیاوړې مسلکي پوهې لرونکو ښځینه ښوونکو حضور د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه په څرګند ډول لوړوي.

د راپور له مخې، هغه زده‌کوونکي چې د مضمون له پلوه د مسلکي وړتیا او پوهنتوني تحصیلاتو لرونکو ښوونکو له‌خوا تدریس کېږي، د زده‌کړې په پایلو کې ښه پرمختګ لري.

دا موندنې د یونسکو لخوا خپرې شو، د درېیم ټولګي د ارزونې پایلې دي او څرګندوي چې د ښځینه ښوونکو حضور په مستقیم ډول د زده‌کوونکو له غوره تعلیمي پایلو سره تړاو لري. د راپور په ټکیو، ښځینه ښوونکې د ښوونې د کیفیت په ښه کولو کې مهم او اغېزمن رول لري.

یونیسف ټینګار کوي چې د وړتیا لرونکو ښځینه ښوونکو ملاتړ او پر هغوی پانګونه کولی شي د زده‌کړې کیفیت په اغېزمن ډول لوړ کړي، هغه څه چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړې لپاره، حیاتي ارزښت لري.

یاد سازمان ښوونه او روزنه د دوامدار پرمختګ له بنسټیزو وسیلو څخه ګڼي او په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو د روزنې او پیاوړتیا لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان کونړ کې ۷۵۰ کسانو ته ژمنۍ مرستې ویشلي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۷ GMT+۰

په کونړ ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ورکړي، څو د هغوی بېړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ یې د نورګل، خاص کونړ، وټه‌پور، چپه‌دره، شیګل، مروره او اسعداباد ولسوالیو کې ۷۵۰ اړمنو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل.

د یاد ریاست په وینا، دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره برابرې شوې دي چې د طبیعي پېښو، بې‌وزلۍ او نورو ستونزو له امله له جدي اړتیاوو سره مخ دي، او موخه یې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول دي.

چارواکي زیاتوي، چې د مرستو د وېش بهیر په شفاف ډول ترسره شوی او هڅه روانه ده چې دا ډول بشري مرستې د کونړ نورو سیمو ته هم وغځول شي، څو زیانمنو کورنیو ته پر وخت لاسرسی ومومي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۶۰۱ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۳۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۶۰۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۶۳ کورنۍ چې ۱۴۷۶تنه وو د تورخم له لارې، ۱۲کورنۍ چې ۵۹تنه وو د سپین بولدک له لارې،۷ کورنۍچې ۴۶تنه وو د بهرامچې له لارې ،۳ کورنۍ چې ۱۱تنه وو د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ چې ۹تنه وو د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.