د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله سبا له سريلانکا سره مخامخ کېږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبې (د سلواغې ۶مه) د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام د «شپږو غوره» پړاو په خپله لومړۍ لوبه کې د سريلانکا پر وړاندې میدان ته وځي. دا لوبه د سیالیو د دویم پړاو له لومړۍ ډلې څخه د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲:۰۰ بجې ترسره کېږي.






