• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په نورستان کې د ښځو پر درنو کارونو بندیز ولګاوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

په نورستان کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په وانټ ولسوالۍ کې د دوی ځايي ولسوال او امنیتي مسوولینو د ښځو پر شاقه یا درنو کارونو بندیز لګولی دی. په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، که هره ښځه له پېټۍ یا کجاوې سره ولیدل شوه، نو ور ماتوي به یې.

د طالبانو خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) خپره شوې راغلي، چې د وانټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مصباح‌الدین حیدري د ملا هبت‌الله د ۱۷ ګڼه فرمان پر بنسټ د ناوړه رواجونو او د منکراتو مخنیوي په برخه کې یو شمېر عملي‌ اقدامات هم ترسره کړي دي. نورستان چې غرنی ولایت دی او ښځې یې غرونو ته د لرګیو راټولولو لپاره ځي، اوس یې دا چاره د طالبانو له بندیز سره مخ شوې ده.

په یاده ولسوالۍ کې طالب چارواکو پرېکړه کړې، چې هېڅ ښځې ته به د درنو کارونو ترسره کولو اجازه نه‌ورکوي. د خبرپاڼې په یوې برخه کې لیکل شوي: «که چیرې کومه ښځه د پېټۍ یا کجاوې سره د وانټ ولسوالۍ پر عمومي سړک وګرځي او ولیدل شي، نو پېتۍ او کجاوه به یې له‌منځه یووړل شي».

همدا راز ځايي طالبانو د سیمې پر ځوانانو هم تازه محدودیتونه وضعه کړي او ظاهرا یې د دوی پر سینګار بندیز لګولی دی. طالبانو په دې تړاو هم ویلي، هر هغه ځوان چې «سیرت او صورت» یې له ټاکل شويو اصولو سره سم نه وي، نو له هغوی سره به اصولي او شرعي چلند تر سره شي.

ځايي طالبانو دا بندیزونه او محدودیتونه د ټولنې د اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې برخه ګڼلې ده. پر افغانستان واکمنې ډلې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر ښځو او نارینه‌وو سخت بندیزونه لګولي، چې ان ځوانان یې د ږیرو خرېلو یا لنډولو له امله هم ځورولي او دا لړۍ لا دوام لري.

هم‌مهاله راپورونه څرګندوي، چې د‌ طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل واک له پیل راهیسې تر اوسه د ښځو په تړاو د محدودیتونو او بندیزونو اړوند له ۱۰۰ څخه ډېر فرمانونه صادر کړي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو او له محدودیتونو ډک هېواد بللی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

افغان اېواک ډله: د افغان متحدینو د برخلیک روښانولو لپاره مو «نړۍوال اتحاد» جوړ کړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

افغان اېواک ډلې ویلي، چې د نړۍوالو سیمه‌ییزو کارکوونکو ډلې سره یې په ګډه د «نړۍوال اتحاد» په نوم یو نوی نړۍوال اېتلاف جوړ کړی او موخه یې د هغو ژمنو پوره کول دي، چې متحدو هېوادونو له خپلو افغان همکارانو سره کړې وې.

د افغان اېواک ډلې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد اېتلاف په رامنځته کولو سره غواړي حکومتونه د خپلو هغو افغان همکارانو پر وړاندې مسوولیت منلو ته اړ کړي، چې په افغانستان کې یې ورسره کار کړی دی.

یاد اېتلاف ټینګار کوي، چې د افغانانو د لېږد او ځای پر ځای کولو ماموریت تر هغه وخته پای ته نه‌دی رسېدلی، څو چې ټولې شوې ژمنې په بشپړ ډول نه‌وي پوره شوې.

افغان اېواک ډلې ویلي، چې د «نړۍوال اتحاد» بنسټ په نړۍواله کچه د سیمه ییزو همکارانو د خوندیتوب لپاره پنځه اساسي اصول تعقیبوي.

افغان اېواک ډلې په خبرپاڼه کې د پنځو اساسي اصولو د تعقیب په اړه ویلي: «د پاتې ماموریت بشپړول او د متحدینو لېږدول، د قانوني لارو چارو ساتنه او پیاوړتیا، د قانوني وضعیت، د کار جواز او د کورنیو یو ځای کېدو تضمین. د راتلونکي لپاره د داسې معیارونو ټاکل چې محلي همکاران بیا هېڅکله یوازې پرېنښودل شي».

د «نړۍوال اتحاد» مسوولین وايي، چې یاد اتحاد له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه جوړ شوی، څو په راتلونکو نړۍوالو ماموریتونو کې سیمه‌ییز همکاران له ورته برخلیک سره مخ نه‌شي.

په نورستان کې د واورې ښوېدنې له امله ۲ کسان مړه او ۴ نور ژوبل شوي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د نورستان واما ولسوالۍ اړوند د کوردر درې په کوز کلي کې د واورې ښوېدنې له امله ۴ کسان ژوبل شوي او ۲ نور لا هم تر واورو لاندې دي. ځايي مسوولین وايي، دغه تر واورو لاندې کسان ښايي مړه شوي وي.

د نورستان ولایت لپاره طالب مسوولین وايي، دغه پېښه نن (دوشنبه د سلواغې ۶مه) په داسې سیمه کې رامنځته شوې چې د ژمي په موسم کې د سختو طبیعي شرایطو له امله هلته تګ‌راتګ ستونزمن وي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو والي زین‌العابدین عابد پر یادې پېښې د خواشینۍ له څرګندولو سربېره اړوندو ادارو ته یې د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي او د لټون په چارو کې د همکاریو لارښوونه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو واورې ورېدونو کې تر اوسه څه باندې ۷۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

د پلخمري - کابل برېښنا لېږد مزي دویم سرکټ د بیا نښلولو هڅې ناکامې شوې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې هڅې کوي د برېښنا پایه ژر تر ژره جوړه کړي او دویم سرکټ هم ونښلوي. د سلواغې میاشتې پر دویمه نېټه، د واورې ورښت له امله د شمالي سالنګ کې د پلخمري - کابل ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي یوه پایه چپه شوې او برېښنا پرې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۶مه ویلي، چې د یادې پایې د ترمیم او د دویم سرکټ د بیا نښلولو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په بیړنۍ توګه اقدامات وشول، خو د واورې ښویېدو (برف کوچونو) او په سالنګونو کې د شدیدو توپانونو او لارې بندوالي له امله، تګ راتګ هلته ستونزمن دی.

دوی زیاتوي، چې په په سیمه کې د طبیعي پېښو خطرونه، لکه درنې واورې او توپانونه موجود دي، نو لازم اجراات به د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ پیاوړي ټیم له خوا، د سیمې وضعیت مناسبېدو په صورت کې په چټک ډول ترسره شي.

دوی زیاتوي که هڅې پایلې ورکړي نو د کابل ښار او برېښنا شبکې په مسیر کې اړوندو ولایتونو برېښنا به بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

د افغانستان برېښنا شرکت په اعلامیه کې لیکلي، چې اوس مهال د کابل ښار او نوموړي مسیر کې اړوندو ولایتونو ته د پلخمري- کابل برېښنا لېږد مزي یو سرکټ، اوبو برېښنا تولیدي فابریکو، حرارتي دستګاه او لمریزې برېښنا دستګاه له لارې د تخنیکي امکاناتو سره سم برېښنا برابروي.

د ناامنیو ډېرېدل؛ په هرات کې یوازې په یوه اونۍ کې اووه تنه وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

په هرات ښار کې یوازې په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي. وروستۍ دوه پېښې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې وشوې، چې دوه تنه پکې ووژل شول. د یوه په اړه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو ته یې کار کاوه او بل، طالبانو وویل چې غل و.

په هرات ښار کې د تېرو څو ورځو وژنو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې او داسې ښکاري چې ښار د امنیت له نظره ورځ تر بلې ناامنه کېږي.

یوازې په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه اووه کسان بېلابېلو سیمو کې وژل شوي، چې د ډېری پېښو عاملان تراوسه نه دي په ګوته شوي.

د یکشنبې د مازیګر پر مهال، د سلواغې پر پنځمه، یو تن د هرات په ښار کې ترور شو.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې د نوموړي مړی پر سړک پروت دی او د طالبانو غړي ترې راټول شوي دي. تر اوسه د دې پېښې د عاملینو هویت نه دی څرګند شوی.

له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۹مه، د قدیر په نوم د یوه ځوان مړی وموندل شو، چې د وژل کېدو څرنګوالی یې لا هم ناڅرګند دی.

همداراز، د جمعې په ورځ، د سلواغې پر ۳مه، د فیض‌احمد افضلي په نوم یو ځوان د هرات-کرخ پر لار ووژل شو.

د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر لومړۍ نېټه، د نقیب‌الله په نوم د یوه ځوان صراف مړی د هرات ښار په جبریل سیمه کې وموندل شو. افغانستان انټرنشنل ته د امنیتي کمرو رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې موټرسایکل‌سپرو کسانو هغه د امام شش نور کلي پر لور لېږداوه. نوموړي هڅه وکړه چې له موټرسایکل څخه ځان وغورځوي او وتښتي، خو وسله‌والو هغه په دریو مرمیو وویشت او و یې واژه.

د شنبې په ورځ، د سلواغې پر ۴مه، د هرات ښار په «لیلامیو» سړک کې د یوه ځوان لاس‌پلورونکي ځړول شوی مړی وموندل شو، چې دغې پېښې د خلکو ترمنځ پراخې اندېښنې راوپارولې دي.

پر همدې ورځ، یو بل کس د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې ووژل شو. طالبانو اعلان وکړ چې وژل شوی کس «وسله‌وال غل» و او خلکو وژلی دی.

سربېره پر دې، د یکشنبې مازیګر، د سلواغې پر ۵مه، د مستري اسماعیل په نامه یو تن د هرات ښار په مرکز کې د «سابقه فرقې» په نوم سړک کې ووژل شو. دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړي د طالبانو استخباراتو ته کار کاوه، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات ښار اوسېدونکي وايي، د دغو پرله‌پسې پېښو له امله هرات «لا ناامنه» شوی او د امنیتي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کندز ښاریانو شکایت: طالبان د صفايي په نامه د یوه کال شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ غواړي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د کندز مرکز ځینو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ۱۴۰۴ کال د صفايي په نامه له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زرو افغانۍ اخلي. دوی زیاتوي، چې طالبانو ځینې کورونه د پیسو نه ورکولو له امله مهراو لاک کړي دي. ښاریان وايي، چې دوی یو خصوصي شرکت ته هره میاشت ۱۰۰ افغانۍ ورکوي.

100%

د کندز ښار ځینو اوسیدونکو نن دوشنبه، د سلواغې ۶مه وویل، چې د طالبانو د کندز ښاروالۍ ټولو ښاریانو ته د ۱۴۰۴ کال د صفايي په نامه بېلونه لېږلي دي خو ښاروالۍ د صفايي چارې پر غاړه نه لري او هره میاشت یو خصوصي شرکت ته د صفايي لپاره ۱۰۰ افغانۍ ورکوي.

د کندز ښار یوه اوسیدونکي وویل:« کندز ښاروالۍ هر کور ته د ښاري او صفايې په نامه له ۲۰ زرو افغانیو څخه نیولې تر ۳۰ افغانیو پورې بېلونه رالېږلي او څوک چې یې نه ورکوي د هغوي کورونه مهر او لاک کوي.»

100%

د ښار یو بل اوسیدونکی، چې د کور مساحت یې کم او کورنۍ کوچنۍ ده، وویل چې په ۱۴۰۴ کال کې یې ۱۱ زره ۸۰۴ افغانۍ بېل ورلېږلی. نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت سم نه دی او ددې پیسو د ورکولو توان نه لري.

د ښار یو بل اوسیدونکي وویل:« چاته ورشو او چاته شکایت وکړو، هېڅوک مو خبرې نه اوري ښاروالي پاک کاري نه کوي، خو راځي په زور پیسې غواړي.»

د ښار اوسیدونکو د هغو کورونو انځورونه هم راولېږل، چې د طالبانو د کندز د ښاروالۍ له لوري مهر او لاک شوي، چې ولې د صفايي په نامه لېږل شوي بېلونه یې نه دي تحویل کړي.

دوی همدراز وايي، چې طالبانو ځینو کورونو ته د تېرو کالونو د صفايي بقایا هم لېږلې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.