• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوړپوړی چینایي جنرال 'امریکا ته د اټومي رازونو په افشا کولو' تورن شو

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د چین تر ټولو لوړپوړی جنرال ژانګ یوشیا د دغه هېواد د اټومي وسلو د پروګرام په اړه د معلوماتو په خپرولو او د بډو په اخیستلو تورن شوی دی.

دغه چیني جنرال د ولسمشر شي جېن‌پېنګ له نږدې کسانو شمېرل کېده او د نړۍوالو لوړپوړو چارواکو سره یې هم لیدنې ترسره کړې وې. د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ ژانګ یوشیا د چین د پوځ یو له لوړپوړو چارواکو څخه و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هېواد د دفاع وزیر سره یې د کار په اوږدو کې لیدنې کړې وې.

د چین د دفاع وزارت د شنبې په ورځ تایید کړه، چې نوموړی اوس د جدي سرغړونو په اړه تر څېړنې لاندې دی. د یاد وزارت د بیان له مخې؛ دغه اقدام د ولسمشر شي جېن‌پېنګ د فساد ضد کمپاین برخه ده، چې له ۲۰۱۲کال راهیسې یې د ۲۰۰زره لوړپوړو چارواکو په ګډون له بېلابېلو کسانو څېړنې کړې دي.

د خبرونو ارزوونکو په باور؛ دغه څېړنه د چین د کورني امنیت او د لوړپوړو پوځي چارواکو د روڼتیا په موخه ترسره کېږي او د نړۍوالو اړیکو لپاره هم پراخې اغېزې لرلای شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ابراهام لېنکن الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته ورسېده

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

د اسراییل ۱۳ شبکې راپور ورکړی، چې د «یو‌،اېس،اېس» ابراهام لېنکن الوتکه وړونکې بېړۍ د یکشنبې په ماښام منځني ختیځ ته ورسېده او ایران ته نږدې ځای پر ځای شوې ده. د راپور له مخې؛ یوه بله بېړۍ چې د توغندیو ځانګړي دفاعي سیسټمونه لري، د اسراییل په لور روانه ده.

تر دې وړاندې د اسراییل پوځ لوړپوړو چارواکو راتلونکې اونۍ د امریکا له‌‌خوا پر ایران د احتمالي برید «يوه مهمه اونۍ» بللې وه. د رویټرز د راپور له‌ مخې؛ د ایران او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو سره هم‌‌مهاله په منځني ختیځ کې ګڼو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې ځنډولې او یا یې هم خپلې لارې بدلې کړې دي.

د لوفتټ هانزا او فین‌ اېر په څېر شرکتونو اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا پورې به د ایران او عراق له هوايي حریم څخه له تېرېدو ډډه وکړي. برېټېش اېرویز هم د جنورۍ له ۱۶مې نېټې څخه بحرین ته خپلې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډولې دي.

ورته مهال د اسراییل پوځ د شمالي قوماندې قوماندان رافي میلو د امریکایي ځواکونو پیاوړتیا ته په اشاره سره ویلي: «که چېرې امریکا د ایران د برید پرېکړه وکړي، د اسراییل پوځ د هر ډول تاوتریخوالي د زیاتوالي لپاره په لوړه کچه د تیارسئ په حال کې دی». هغه زیاته کړه، اسراییل دا هم له نږدې څاري چې ایا حزب‌الله به په پراخه جګړه کې برخه واخلي که نه.

فیفا ته د ایران د فوټبال ټولنې لیک: د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوئ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د ایران د فوټبال یوشمېر لوبغاړو، لوبڅارانو او ورزشي خبریالانو په یوه لیک کې د فیفا له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د ایران د خلکو پر وړاندې روان ظلم وغندي او ترڅنګ یې د ایران فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوي.

په لیک کې «د فیفا د قوانینو هغو مادو ته اشاره شوې، چې د بشري حقونو درناوی او د انساني کرامت د سرغړونو پر ردولو ټینګار کوي» راغلي، چې په وروستیو لاریونونو کې د فوټبال ټولنې لږترلږه شپږ غړي وژل شوي دي.

لاسلیک کوونکو همدارنګه لیکلي، چې د سپاهان لوبډلې یو لوبغاړی د سوله‌‌ییزو لاریونونو له امله د اعدام له ګواښ سره مخ دی او یوشمېر نور لوبغاړي د خپلو دریځونو له امله احضار شوي، نیول شوي او پوښتنو ګروېږنو ته وړل شوي دي.

لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې، د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه باید هغه مهال عادي حالت ته راوګرځي چې د تایید وړ تضمین ورکړل شي؛ څو د فوټبال فعالین به نور د سوله‌ییزو نظرونو څرګندولو له امله له څار، نیونې یا اعدام سره مخ نه‌شي.

علي کریمي، محمد تقوا، سوشا مکاني، بختیار رحماني، میلاد زانیدپور، علي‌رضا مرزبان او محمدرضا فغاني د دغه لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي. دغه لیک د فیفا ټولو غړو فدراسیونونو ته هم استول شوی دی.

زېلېنسکي وايي د اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه په بشپړ ډول تیار دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) په ابو ظبي کې له روسیې سره په مذاکراتو کې پرمختګ ته په اشارې وویل، د اوکراین د امنیتي تضمین لپاره د امریکا سند سل په سلو کې تیار دی او کېیف د هغه د لاسلیک لپاره د نېټې او ځای روښانه کېدو ته په تمه دی.

زېلېنسکي په همدې تړاو په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، دغه سند به له لاسلیک کېدو ورسته د تصویب لپاره د امریکا کانګرس او د اوکراین پارلمان ته وسپارل شي.

د تېرې جمعې او شنبې په ورځو اوکرایني او روسي مرکچیانو د امریکايي منځګړو په حضور سره خپله لومړنۍ غونډه په ابو ظبي کې ترسره کړه. په دې غونډه کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د واشنګټن وړاندیزونه وارزول شول، خو دغه غونډه له هوکړې پرته پایته ورسېده.

له دې سره سم، مسکو او کېیف اعلان کړی، چې د مذاکراتو دوام ته چمتووالی لري. یوه امریکايي چارواکي هم په ابو ظبي کې د مذاکراتو له پایته رسېدو وویل، ښايي په دې تړاو نورې خبرې راتلونکې یکشنبه په ابوظبي کې ترسره شي.

ولادیمیر زېلېنسکي وویل: «پخوا ډېرې نا حل شوې خبرې وې، خو اوس یې شمېر راکم شوی دی». هغه زیاته کړه، مسکو هڅې کوي په هر ډول چې وي اوکراین دې ته اړ کړي چې د دغه هېواد له ختیځو برخو لاس په سر شي.

نوموړي یو ځل بیا په ډاګه کړه چې، د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې یې له خپل دریځه شاتګ نه‌دی کړی او همدراز یې وویل، امریکا هڅې کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ یوه حل لاره ومومي او په وینا یې ټولې ښکېلې خواوې باید یوه جوړجاړي ته چمتووالی ولري.

نوموړي د روان کال په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې له روسیې سره د جګړې د پایته رسېدو په موخه له ناټو سره له یو ځای کېدو لاس په سر شوی او په بدل کې یې له لویدیځوالو امنیتي تضمین غوښتی وو.

په امریکا کې واورو او توپانونو ۱ میلیون کسان له برېښنا بې برخې او زرګونه الوتنې لغوه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۰

د امریکا په ختیځ او سویلي ایالتونو کې درنو وارو او توپانونو ۱ میلیون کسان له برېښنايي خدماتو بې برخې کړي او په هوايي ټرانسپورټ کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) له غرمې وروسته په امریکا کې تر یو میلیون ډېرو کسانو برېښنا نه لرله او د برېښنا د نشتوالي له امله تر ټولو ډېر د ټینسي، مسیسپي او لویزیانا ایالتونه اغېزمن شوي دي.

د راپور له‌مخې، په نیویارک، فیلاډیلفیا، شارلوټ او واشنګټن کې بیا د یکشنبې په ورځ تر ۱۰۸۰۰ ډیرې الوتنې لغوه شوې دي.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د توپاني وارې ورېدنې له امله د امریکا ولسمشر په ۱۲ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د امریکا د هوا پوهنې ادارو راپور ورکړی، چې راتلونکو ورځو کې به هم د امریکا په ځینو ایالتونو کې د واورو ورښت دوام ولري او له هغې وروسته به د سړې هوا سخته څپه هم پیل شي.

ټایم مجلې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو په اړه د ایران انټرنشنل راپور تایید کړ

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰

ټایم مجلې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په ایران کې د لاریونونو پرمهال یوازې په دوو ورځو کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي له ۳۰ زره ډېر وي. تر دې مخکې ایران انټرنشنل هم راپور ورکړی وو، چې په ایران کې د لاریونونو پر مهال ۳۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت دوو لوړ پوړو چارواکو ټایم مجلې ته ویلي، چې د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه د ایران په سړکونو کې د قربانیانو شمېر دومره ډېر و،و چې حکومت د جسدونو د راټولولو او ښخولو ظرفیت یې فلج کړی وو.

یادو سرچینو ویلي، چې په هغو دوو ورځو کې د جسدونو د کڅوړو زیرمې ختمې شوې وې او جسدونه د امبولانسونو پر ځای په لاریو کې انتقالېدل، خو د ایران حکومت د لاریونونو پر مهال یوازې د ۳۰۰۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.

په امریکا کې مېشت د بشري حقونونو یو سازمان بیا یوازې د ۵۴۵۹ کسانو مړینه تاييد کړې او وايي، چې له ۱۷۰۰۰ څخه د ډېرو وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوي.

ټایم مجلې لیکلي، چې د ایران د روغتیا وزارت شمېرې د ډاکټرانو او د ژغورنې د کارکوونکو له‌خوا له راټولو شویو شمېرو سره سمون لري.

د امیر پرستا په نوم جرمن ـ ایراني جراح چې یاد راپور یې چمتو کړی، ټایم مجلې ته ویلي، چې په یادو شمېرو کې هغه کسان نه‌دي شامل چې په نظامي روغتونونو کې مړه شوي او یايي جسدونه نېغ په نېغه سړوخونو ته لېږدل شوي دي.

د ټایم مجلې په راپور کې راغلي، چې د انټرنېټ او مخابراتي اړیکو د پرې کېدو له امله په خپلواک ډول د وژل شویو کسانو د شمېر تاییدول شونې نه‌دي او د قربانیانو شمېرنه له خنډ سره مخ ده.

له دې سره سم، عیني شاهدانو ویلي، چې د نظامیانو له‌خوا د ودانیو له بامونو او موټرو څخه پر لاریون کوونکو ډزې شوې دي.

په ورته مهال بیا کارپوهان پر دې باور دي، چې د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه داسې عام وژنه ترسره شوې، چې په تاریخي لحاظ یوازې د هولوکاسټ پر مهال د «بابي یار» درې له وژنو سره د مقایسې وړ ده.