• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان حکومت اپوزېسیون د فبرورۍ پر ۸مه د ټول هېواد د بندېدو اعلان وکړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د پاکستان حکومت اپوزېسیون او د سیاسي ګوندونو ګډ خوځښت اعلان کړی، چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر ۸مه به دې هېواد کې ټول کاروبارونه بند وي. د شهباز شریف حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر دې ورځ به ټول پاکستان بند وي او هر ډول چارې به په ټپه ولاړې وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وایي، دا پرېکړه د سیاسي ګوندونو ګډ خوځښت له دې امله کړې،‌ څو په تېرو ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره شوی «ظلم» وغندي. هغه زیاتوي، چې د عمران خان ګوند تېرې ټاکنې ګټلې وې، خو پایلې برعکس شوې او جمهوري حقونه تر پښو لاندې شول.

هغه د پاکستان له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې په دې سراسري لاریون کې ورسره په سوله‌ییزه توګه ونډه واخلي او په پوره جرأت دې خپل دوکانونه هم بند کړي. اڅکزی زیاتوي: «د پاکستان هر هغه اوسېدونکی چې له دې هېواد سره مینه لري، جمهوریت یې خوښېږي او غواړي چې هېواد یې د انصاف لرونکی وي؛ نو باید خپل دوکانونه وتړي او سوله‌ییزو احتجاجونو کې برخه واخلي».

نوموړي ویلي، د پاکستان له پوځ او څارګرو ادارو سره هېڅ ډول ستونزه نه‌لري او نه هم ورسره کومه دښمني لري. محمود خان اڅکزی وایي: «ټولې ادارې باید په خپل چوکاټ کې واوسي، هر هغه څه چې د پاکستان قانون وایي، باید ځانونه یې تابع کړي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. ګڼو سیاسي خوځښتونو پر اسلام اباد واکمن ملکي حکومت خلاف سره لاسونه یو کړي‌ او تېره اوونۍ یې محمود خان اڅکزی د اپوزېسیون د مشر په توګه هم وټاکه.

د عمران خان ګوند او د سیاسي ګوندونو خوځښت وايي، د شهباز شریف حکومت په درغلیو واک ته رسېدلی او د پاکستان پوځ په دې کار کې لوی لاس لري. پخواني لومړي وزیر عمران خان څو ځله نیوکه کړې، چې د پاکستان پوځ سیاسي شوی او په نا اعلان شوې توګه دغه هېواد د نظامیانو له لوري اداره کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

تېره میاشت د پاکستان له زندانونو خوشې شوي تر ۱۸۰۰ ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو اداره وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیله تر دې مهاله د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۱۸۵۳ افغان بندیان افغانستان ته ستانه شوي‌ دي. د یادې ادارې په وینا؛ په همدې موده کې ۸۶۲۵ کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو ادارې مرستیال نعمت الله الفت ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پيل راهیسې تر دامهاله ۱۸۰۰ بندیان او ۱۷۲۵ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶۲۵ ته رسېږي؛ له پاکستان نه د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د یوې ورځې په لړ کې د کراچۍ له زندانونو تازه ۳۰۰ خوشې شوي بندیان له همدې لارې دوی ته سپارل شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د ستانه شویو کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال په پاکستان کې د پولیسو له ظلم، وهلو، زنداني کولو او له دوی څخه د پیسو اخیستلو اړوند شکایتونه کوي. تېره اونۍ یوشمېر ستانه شویو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د کورنۍ ځینې غړي یې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او لاتراوسه لادرکه دي.

دغه کورنیو ویلي‌ و، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي. ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان نه ۱۸زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په زور یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳کال له سپټمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵زره او ۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.

په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.

د پنجاب پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات ګړندي کړي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۱ GMT+۰

پاکستاني پولیسو د پنجاب په جهلم ښار کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات چټک کړي دي. د راپورونو له مخې؛ پولیسو د شنبې په ورځ درې افغان کډوال نیولي او یو پاکستانی وګړی یې هغوی ته د پناه ورکولو په تور نیولی دی.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) راپور ورکړی، چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات پراخ کړي دي او د حکومت له‌خوا ټاکل شویو پنډغالو ته د هغوی د لېږد لړۍ لاهم روانه ده.

د جهلم ښار پولیسو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې کورونه، هټۍ یا موټرونه هغه کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري په کرایه ورنه‌کړي. پولیسو ټینګار کړی، بې‌اسناده کډوالو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په پاکستان کې کاروبار وکړي، څه وپېري یا وپلوري.

د جهلم د پولیسو مشر طارق عزیز سندهو وویل، د پنجاب حکومت امرونه د بې‌اسناده کډوالو پر وړاندې پلي کېږي او د هر هغه چا پر وړاندې به قانوني اقدام وشي چې له دغه امرونو سرغړونه کوي.

پاکستاني پولیسو د نومبر په میاشت کې د پنجاب په جهلم ښار کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو. د دغه هېواد چارواکو مخکې په یاد ښار کې د سلګونه افغان کډوالو د نیولو راپور ورکړی و.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترېنګلتیا وروسته اسلام‌اباد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې او زرګونه کسان یې له هېواده اېستلي دي.

دغه بهير د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې هم راپارولې دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د کډوالو د جبري اېستلو زیانمنو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له اسلام‌اباد يې غوښتنه کړې، چې نړۍوالو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ايران او پاکستان نه تر دوه مېليونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې ګڼ یې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

واشنګټن پوسټ: د افغانستان او پاکستان سوداګري د ډیپلوماټیک کړکېچ قرباني شوې ده

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۰

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت په دواړو غاړو کې اقتصادي فعالیتونه فلج کړي، بازارونه یې اغېزمن کړي او زرګونه کسان یې له بې‌کارۍ سره مخ کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په پېښور کې د مېوو ستر مارکېټ له تېرو څو میاشتو راهیسې تش ښکاري. په دغه مارکېټ کې اوس هغه افغاني غوزان، الوګان او انار نه تر سترګو کېږي چې وړاندې به له افغانستان څخه دغه مارکېټ ته صادرېدل.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې زیاته کړې: «دا هر څه له ګاونډي افغانستان سره د لارو د تړلو په اړه د پاکستان د پرېکړې قرباني شوي دي».

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او د تګ‌راتګ لارې وتړلې. ځايي خلک وايي، چې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې لپاره لارې تړل کېږي.

۴۰ کلن عمران له تېرو شلو کلونو راهیسې د پېښور د مېوې په مارکېټ کې کار کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې یې تر دې بد حالت نه دی لیدلی.

عمران واشنګټن پوسټ ته ویلي: «دا زما د کورنۍ د مړولو وسیله وه. اوس هره ورځ خالي مارکېټ ته ځم، ځکه دا راته سخته ده چې په کور کېنم او خپلو ماشومانو ته دا نه‌شم تشریح کولی چې ولې کار پسې نه ځم».

په راپور کې راغلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پېښور په څېر مارکېټونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د وضعیت معلومولو لپاره د یوې الې په څېر دي؛ خو که پخوا سوداګریزې لارې د څو ورځو یا اوونیو لپاره تړل کېدې، نو بېرته د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانېستل کېدې، خو اوسني کړکېچ د اسیا دا یو له تر ټولو حساسو لارو څخه دواړو غاړو ته د اقتصادي زیان او سیاسي ناهیلۍ پر سرچینه بدله کړې ده».

پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره د افغان طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو په تور یادې لارې تړلې دي؛ خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي، چې دا لارې به تر هغو تړلې پاتې وي، څو پاکستان ډاډ نه وي ورکړی چې له سوداګریزو لارو څخه به د سیاسي موخو لپاره کار نه اخلي.

ورته مهال، په پېښور کې یو شمېر سوداګر وايي چې د لارو له تړل کېدو وړاندې به هره ورځ یوازې د تورخم له لارې له ۷۰۰ تر ۹۰۰ لاریو تګ راتګ کاوه، خو اوس په پاکستان کې د ځینو مېوو او سبزیو بیې تر ۴۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.

دا زیان یوازې تر کرنې پورې محدود نه دی، بلکې افغانستان ته د سمنټو او درملو صادرات او منځنۍ اسیا ته د مېوو لېږد هم په ټپه درېدلی دی.

په تورخم کې د ګمرکي کارکوونکو د ټولنې مشر مجیب‌الرحمان واشنګټن پوسټ ته ویلي: «شاوخوا ۳۰۰۰ ځايي کارګر او ۱۰۰۰ تنه ګمرکي کمېشنکاران وزګار شوي دي».

نوموړي ویلي، چې سوداګري او سیاست باید سره جلا شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته هم زیانونه اوښتي دي.

په کابل کې د فاروق په نوم یو سوداګر وايي:«د ایران یا منځنۍ اسیا له لارې د توکو لېږل خورا ګران او وخت نیوونکي دي».

پاکستاني سوداګرو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ دایمي پرېکون به د پاکستان صنعت ته یو «سخت ګوزار» وي، ځکه په دې برخه کې میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده.

د پاکستان د علماوو شورا: طالبان د اسلام په نامه پر افغانانو د جهالت د پېر قوانین پلي کوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د علماوو شورا د طالبانو پر نوې «جزایي اصولنامې» اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت تر نامه لاندې د ټولنې وېش په «غلام او ازاد» بڼه د منلو وړ نه دی. دوی زیاته کړې چې «طالبان د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین پر افغانانو پلي کوي».

د پاکستان د علماوو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه احکامات «جزایي اصول نامه» چې د طالبانو له لوري صادر شوي، د قران او سنتو له لارښوونو سره سمون نه لري او د اسلامي ښوونو پر ځای د «غیر اسلامي او د جهالت د دورې» له افکارو سره ورته والی لري.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان ځانونه د یوه شرعي اسلامي نظام څښتنان بولي، نو باید د دغو مسایلو په اړه خپل دریځ په روښانه او عاجله توګه د نړۍ له ولسونو سره شریک کړي او د اسلام تر نامه لاندې د جهالت د دورې قوانین او دودونه بیا ځلې پلي نه کړي.

د پاکستان د علماوو شورا زیاته کړې، «هغه تګلاره او چلند چې د طالبانو له لوري غوره شوی، د انسانیت د سپکاوي او توهین څرګندونه کوي او دا ډول احکامات شرعي بڼه نه لري، بلکې د جهالت د نوې دورې نښې ګڼل کېږي».

تر دې وړاندې هم د سیمې او نړۍ بېلابېلو دیني او سیاسي بنسټونو د طالبانو پر ځینو تګلارو نیوکې کړې او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسلامي اصولو، بشري کرامت او ټولنیز عدالت درناوی وکړي.

د پاکستان د عالمانو شورا په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته هڅه کوي چې د طالبانو تګلارې او اداره له شرعي پلوه وننګوي. طالبانو تر اوسه ددې شورا څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۶ سلنه کم شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا ۵۶ سلنه راټیټ شوي دي. بانک وايي، له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریز کسر د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۴سلنه زیات شوی او ۷میلیارده او ۶۸۳میلیونه ډالرو ته رسېدلی.

د دې ادارې د تازه راپور له مخې، د یادې مودې په ترڅ کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت ۲۱۹میلیونه او ۴۸۹زره ډالرو ته رسېدلی، حال دا چې دا کچه تېر کال د همدې مودې پر مهال ۵۰۵میلیونه او ۸۱۸زره ډالر وه.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تېر کال تلې په میاشت کې د خونړیو نښتو له رامنځته کېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.

پاکستان د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې چارې، د صادراتو په ګډون، ځنډولې دي.

د پاکستان مرکزي بانک همداراز ویلي چې د دغه هېواد سوداګریز کسر له خپلو نهو ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۰۲۶مالي کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۴سلنه زیات شوی او ۷میلیارده او ۶۸۳میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستان مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۶میلیونه او ۳۲۱زره ډالر ثبت شوي، چې د ۲۰۲۵مالي کال پرتله کموالی ښيي.

د پاکستان مالي کال د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه پیلېږي او د ۲۰۲۶ کال د جونپر۳۰مه پای ته رسېږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له څو میاشتو راهیسې پر کابل او ډیورڼډ کرښې ته په نږدې پرتو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، لا ډېرې ترینګلې شوې دي.

د دواړو هېوادونو سوداګرو، په ځانګړي ډول د پاکستان سوداګرو، په وار وار له چارواکو غوښتي چې لارې د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانیزي خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د سوداګریزو لارو بېرته پرانیستل د امنیتي اندېښنو له حل کېدو سره تړاو لري او طالبان د درېیمګړي هېواد تضمین غواړي.