• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پلخمري - کابل برېښنا لېږد مزي دویم سرکټ د بیا نښلولو هڅې ناکامې شوې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې هڅې کوي د برېښنا پایه ژر تر ژره جوړه کړي او دویم سرکټ هم ونښلوي. د سلواغې میاشتې پر دویمه نېټه، د واورې ورښت له امله د شمالي سالنګ کې د پلخمري - کابل ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي یوه پایه چپه شوې او برېښنا پرې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۶مه ویلي، چې د یادې پایې د ترمیم او د دویم سرکټ د بیا نښلولو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په بیړنۍ توګه اقدامات وشول، خو د واورې ښویېدو (برف کوچونو) او په سالنګونو کې د شدیدو توپانونو او لارې بندوالي له امله، تګ راتګ هلته ستونزمن دی.

دوی زیاتوي، چې په په سیمه کې د طبیعي پېښو خطرونه، لکه درنې واورې او توپانونه موجود دي، نو لازم اجراات به د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ پیاوړي ټیم له خوا، د سیمې وضعیت مناسبېدو په صورت کې په چټک ډول ترسره شي.

دوی زیاتوي که هڅې پایلې ورکړي نو د کابل ښار او برېښنا شبکې په مسیر کې اړوندو ولایتونو برېښنا به بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

د افغانستان برېښنا شرکت په اعلامیه کې لیکلي، چې اوس مهال د کابل ښار او نوموړي مسیر کې اړوندو ولایتونو ته د پلخمري- کابل برېښنا لېږد مزي یو سرکټ، اوبو برېښنا تولیدي فابریکو، حرارتي دستګاه او لمریزې برېښنا دستګاه له لارې د تخنیکي امکاناتو سره سم برېښنا برابروي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د ناامنیو ډېرېدل؛ په هرات کې یوازې په یوه اونۍ کې اووه تنه وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

په هرات ښار کې یوازې په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي. وروستۍ دوه پېښې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې وشوې، چې دوه تنه پکې ووژل شول. د یوه په اړه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو ته یې کار کاوه او بل، طالبانو وویل چې غل و.

په هرات ښار کې د تېرو څو ورځو وژنو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې او داسې ښکاري چې ښار د امنیت له نظره ورځ تر بلې ناامنه کېږي.

یوازې په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه اووه کسان بېلابېلو سیمو کې وژل شوي، چې د ډېری پېښو عاملان تراوسه نه دي په ګوته شوي.

د یکشنبې د مازیګر پر مهال، د سلواغې پر پنځمه، یو تن د هرات په ښار کې ترور شو.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې د نوموړي مړی پر سړک پروت دی او د طالبانو غړي ترې راټول شوي دي. تر اوسه د دې پېښې د عاملینو هویت نه دی څرګند شوی.

له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۹مه، د قدیر په نوم د یوه ځوان مړی وموندل شو، چې د وژل کېدو څرنګوالی یې لا هم ناڅرګند دی.

همداراز، د جمعې په ورځ، د سلواغې پر ۳مه، د فیض‌احمد افضلي په نوم یو ځوان د هرات-کرخ پر لار ووژل شو.

د چارشنبې په ورځ، د سلواغې پر لومړۍ نېټه، د نقیب‌الله په نوم د یوه ځوان صراف مړی د هرات ښار په جبریل سیمه کې وموندل شو. افغانستان انټرنشنل ته د امنیتي کمرو رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې موټرسایکل‌سپرو کسانو هغه د امام شش نور کلي پر لور لېږداوه. نوموړي هڅه وکړه چې له موټرسایکل څخه ځان وغورځوي او وتښتي، خو وسله‌والو هغه په دریو مرمیو وویشت او و یې واژه.

د شنبې په ورځ، د سلواغې پر ۴مه، د هرات ښار په «لیلامیو» سړک کې د یوه ځوان لاس‌پلورونکي ځړول شوی مړی وموندل شو، چې دغې پېښې د خلکو ترمنځ پراخې اندېښنې راوپارولې دي.

پر همدې ورځ، یو بل کس د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې ووژل شو. طالبانو اعلان وکړ چې وژل شوی کس «وسله‌وال غل» و او خلکو وژلی دی.

سربېره پر دې، د یکشنبې مازیګر، د سلواغې پر ۵مه، د مستري اسماعیل په نامه یو تن د هرات ښار په مرکز کې د «سابقه فرقې» په نوم سړک کې ووژل شو. دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړي د طالبانو استخباراتو ته کار کاوه، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات ښار اوسېدونکي وايي، د دغو پرله‌پسې پېښو له امله هرات «لا ناامنه» شوی او د امنیتي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کندز ښاریانو شکایت: طالبان د صفايي په نامه د یوه کال شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ غواړي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د کندز مرکز ځینو اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ۱۴۰۴ کال د صفايي په نامه له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زرو افغانۍ اخلي. دوی زیاتوي، چې طالبانو ځینې کورونه د پیسو نه ورکولو له امله مهراو لاک کړي دي. ښاریان وايي، چې دوی یو خصوصي شرکت ته هره میاشت ۱۰۰ افغانۍ ورکوي.

100%

د کندز ښار ځینو اوسیدونکو نن دوشنبه، د سلواغې ۶مه وویل، چې د طالبانو د کندز ښاروالۍ ټولو ښاریانو ته د ۱۴۰۴ کال د صفايي په نامه بېلونه لېږلي دي خو ښاروالۍ د صفايي چارې پر غاړه نه لري او هره میاشت یو خصوصي شرکت ته د صفايي لپاره ۱۰۰ افغانۍ ورکوي.

د کندز ښار یوه اوسیدونکي وویل:« کندز ښاروالۍ هر کور ته د ښاري او صفايې په نامه له ۲۰ زرو افغانیو څخه نیولې تر ۳۰ افغانیو پورې بېلونه رالېږلي او څوک چې یې نه ورکوي د هغوي کورونه مهر او لاک کوي.»

100%

د ښار یو بل اوسیدونکی، چې د کور مساحت یې کم او کورنۍ کوچنۍ ده، وویل چې په ۱۴۰۴ کال کې یې ۱۱ زره ۸۰۴ افغانۍ بېل ورلېږلی. نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت سم نه دی او ددې پیسو د ورکولو توان نه لري.

د ښار یو بل اوسیدونکي وویل:« چاته ورشو او چاته شکایت وکړو، هېڅوک مو خبرې نه اوري ښاروالي پاک کاري نه کوي، خو راځي په زور پیسې غواړي.»

د ښار اوسیدونکو د هغو کورونو انځورونه هم راولېږل، چې د طالبانو د کندز د ښاروالۍ له لوري مهر او لاک شوي، چې ولې د صفايي په نامه لېږل شوي بېلونه یې نه دي تحویل کړي.

دوی همدراز وايي، چې طالبانو ځینو کورونو ته د تېرو کالونو د صفايي بقایا هم لېږلې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملا محمد حسن اخوند مډال ګټونکي افغان ورزشکاران په ډالیو وستایل

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزرا د بحرين د نويو ځوانانو اسيايي سياليو او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو څخه مډال ګټونکي افغان ورزشکاران د ځانګړې غونډې پر مهال په ډالیو وستایل. په دې ډالیو کې موټر او موټرسایکلونه شامل وو.

د طالبانو د رياست الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع خادم نن دوشنبه، د سلواغې ۶مه وویل، چې نوموړي مډال راوړونکو ورزشکارانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د ورته نورو برياوو هیله هم کړې ده.
عبدالواسع خادم وايي، چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې د جګړو او بېلابېلو بحرانونو له امله په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې درانه زيانونه ليدلې دي.

نوموړي له افغان سوداګرو، صنعتکارانو او هېوادوالو غوښتي، چې د افغانستان د ځان‌بسياینې لپاره جدي هڅې وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې په بهير کې فعاله ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو ویاند په کابل کې د افغان ورزشکارانو ستاینغونډه کې ویلي چې په نړيواله کچه د افغان ورزشکارانو ځلېدل د ټول افغان ولس ګډ وياړ دی.

نوموړي اعتراف وکړ، چې ددې ډلې اوسنی نظام له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دی او خصوصي سکتور او سوداګر دې له افغان ورزشکارانو سره مرسته وکړي.

یوې اماراتي کمپنۍ په افغانستان کې د ګازي برېښنا برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د متحده عربي اماراتو د «ایچ ایچ ایم» په نوم کمپنۍ په افغانستان کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت اجرایوي مشر ملا عبدالحق همکار نن په کابل کې د «ایچ ایچ ایم» کمپنۍ له مشر تانکوت داشد میر سره لیدلي او د ګازو پر بنسټ د برېښنا تولید پروژو، د پانګونې شرایطو، او د راتلونکي لپاره د تخنیکي همکاریو په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا همکار د «ایچ ایچ ایم» کمپنۍ مشر ته داډ ورکړی چې اوس د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او پانګوال کولای شي په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې خپلې پانګونې وکړي.

دوی ویلي چې د « ایچ ایچ ایم» کمپنۍ استازو په لومړي پړاو کې د ۱۰۰۰مېګاواټه برېښنا تولید لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او له طالب اړخ سره د ګډو تخنیکي بحثونو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

د طالبانو په ولکه کې افغانستان برېښنا شرکت له لوري ویل شوي چې دا ډول پانګونې د هېواد د انرژۍ سکتور پرمختګ او د برېښنا په برخه کې ځان بساینې لپاره مهم ګامونه بلل کېږي.

سلام حنفي له سوداګرو غوښتي چې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له یو شمېر تاجرانو او پانګوالو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې افغان سوداګر دې په دې سړه هوا کې له را ستنو شویو افغانانو سره د خپل توان په کچه مرستې وکړي.

د طالبانو ریاست الوزرا خبر ورکړی، چې ددې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ښو فرصتونو رامنځته کېدل د زیاتو داخلي او بهرنیو تاجرانو او پانګوالو د هڅونې لامل بللی.

حنفي ویلي، چې دوی اقتصادي ودې او په هیواد کې د پرمختګ د زمینو رامنځته کېدو ته ژمن دي او کوښښ کوي په دې برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړي.

عبدالسلام حنفي همدارنګه د راستنو شویو کډوالو موضوع ته اشاره کړې او له تاجرانو او پانګوالو یې غوښتي چې د خپل توان په اندازه له کډوالو سره مرسته وکړي څو سوړ ژمی له ستونزو پرته تېر کړي.

په دې وروستیو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستلو پروسه چټکه شوې ده او د سختې سړې هوا له امله راستانه شوي کډوال له سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي.