اصف دراني له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دی په افغانستان کې د هوايي بریدونو مخالف دی، خو د استخباراتو پر بنسټ عملیات باید وي، ځکه طالبان چې اقدام نه کوي، نو پاکستان مجبور دی، چې خلاف یې استخباراتي عملیات وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د پښتنو په سیمه کې ترهګري د پښتنو جهالت وباله، خو په دې برخه کې یې د پاکستان د استخباراتي ادارو د رول په اړه څه ونه ویل.
درانی چې کله وپوښتل شو، چې په ایبټ اباد کې د بن لادن حضور خو د پښتنو په خوښه نه و، نوموړي وویل چې د بن لادن خلاف عملیات کې پاکستان همکاري درلوده او په دې اړه زرداري یوه لیکنه کې دې مسالې ته اشاره کړې وه.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي وویل، چې پاکستان په افغانستان کې ځکه د طالبانو د جګړو ملاتړ وکړ، چې د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني له هند سره اړیکې پیل کړې او هندي ډیپلوماټان د عامو افغانانو په توګه په افغانستان کې ګرځېدل، خو کله چې وپوښتل شو، چې ایا افغانستان حق نه لري، چې له هېوادونو سره خپلې اړیکې خپله تنظیم کړي، نوموړي وویل، چې اسلام اباد یې مخه نه ده نیولې.
اصف دراني د افغانستان انټرنشنل - پښتو له خبریال رحمان بونیري سره په مرکه کې وویل چې دی د پاکستان د پخوانیو چارواکو د سیاستونو دفاع نه کوي، خو له ټي ټي پي سره په پاکستان کې ملاتړ او خواخوږي نشته. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د القاعدې په شته والي کې اسلام اباد له افغانستان سره مرسته کړې، خو د طالبانو په مساله کې، چې کابل نوي ډیلي ته په افغانستان کې لاس ورکړی و، نو پاکستان هم د طالبانو ملاتړ کاوه.
اصف دراني په خپلو خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره د پاکستان د ستونزو اصلي ټکی ټي ټي پي دی او دا ستونزه چې اواره شي، بله ستونزه نه ویني.
دراني د لطیف الله مسید نیول کېدو ته اشاره وکړه، چې امریکایانو له دوه میلیونه ډالرو سره ونیوه، خو د افغانستان د هغه وخت د امنیتي چارواکو څرګندونې ښيي چې لطیف الله مسید له خوست نه کابل ته روان و، چې په لوګر کې امریکايي ځواکونو ونیوه.