• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ژمي په سړې هوا کې د مرستو وېش پيل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.

یادې ادارې په خپل تازه بیان کې څرګنده کړې، چې ژمی د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د شته ستونزو د لا پراخېدو لامل شوی او د ژمي سړه هوا کولای شي د ماشومانو، ښځو او نورو وګړو ژوند ته جدي ګواښونه پېښ کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ په سیمه کې د مرستو په وېش بوخت یو؛ څو د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ژمي د سړې هوا پر وړاندې د مقاومت امکانات برابر شي».

د کډوالو چارو دغه ادرې ټینګار کړی، چې د مرستو رسولو چارې به دوام وکړي او د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره به د سرپناه، تودوخې، خوراکي توکو او نورو اړتیاوو زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال راهیسې ۲.۲ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال راهیسې پر ښوونیز سیسټم د بندیزونو له کبله ۲.۲ مېلیونه نجونې له منځنۍ زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دغه ادارې اندېښنه ښودلې، چې د ښوونیز سیسټم دغه ناورین ټول نسل له ګواښ سره مخ کړی دی.

یونېسف د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو له امله د هلکانو د نوم لیکنې لړۍ هم په ټپه درېدلې ده. دغه ادارې ټينګار کړی، چې زده‌کړې د هر ماشوم حق دی.

په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړلې. یونېسف وړاندې هم ویلي و، که پر زده‌کړو دغه بندیز تر ۲۰۳۰کال پورې دوام وکړي؛ نو تر ۴ مېلیونه ډېرې له شپږم ټولګي پورته نجونې به له زده‌کړو بې‌برخې شي.

افغانستان دامهال د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې د نجونو لپاره یې منځنۍ او لوړې زده‌کړې بندې کړې دي.

تېره میاشت د پاکستان له زندانونو خوشې شوي تر ۱۸۰۰ ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو اداره وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیله تر دې مهاله د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۱۸۵۳ افغان بندیان افغانستان ته ستانه شوي‌ دي. د یادې ادارې په وینا؛ په همدې موده کې ۸۶۲۵ کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو ادارې مرستیال نعمت الله الفت ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پيل راهیسې تر دامهاله ۱۸۰۰ بندیان او ۱۷۲۵ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶۲۵ ته رسېږي؛ له پاکستان نه د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د یوې ورځې په لړ کې د کراچۍ له زندانونو تازه ۳۰۰ خوشې شوي بندیان له همدې لارې دوی ته سپارل شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د ستانه شویو کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال په پاکستان کې د پولیسو له ظلم، وهلو، زنداني کولو او له دوی څخه د پیسو اخیستلو اړوند شکایتونه کوي. تېره اونۍ یوشمېر ستانه شویو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د کورنۍ ځینې غړي یې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او لاتراوسه لادرکه دي.

دغه کورنیو ویلي‌ و، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي. ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان نه ۱۸زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په زور یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳کال له سپټمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵زره او ۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.

په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ: د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ د زده‌کړې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، طالبانو نږدې پنځه کاله د نجونو او ښځو پرمخ د زده‌کړو دروازې تړلې چې دغه کړنه له بشري حقونو، دیني اصولو او نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې برخه کې دې عملي ګامونه پورته کړي.

د دغه غورځنګ په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکې تګلارې نه یوازې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې موضوع ده؛ بلکې د ملي پرمختګ او د یوې ټولنې د راتلونکې له‌منځه وړلو لامل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز له نړۍوالو تړونونو لکه د بشري حقونو، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC) ښکاره سرغړونه ده.

د افغان ښځو د همت غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان نه یوازې د دین له اساسي پیغام سترګې پټوي؛ بلکې د نجونو تعلیم جرم ګڼي. دغه سیاستونه نه دیني او نه هم اخلاقي مشروعیت لري».

خبرپاڼه زیاتوي، د زده‌کړو پر ضد د طالبانو دغه تګلاره د یو نسل پر وړاندې جنایت بلل کېږي چې پایله یې د مېلیونونه نجونو د راتلونکې له‌منځه وړل، د ټولنیزو چارو ګډوډېدل، فقر او دوامداره تاوتریخوالی دی.

یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، یونسکو، د بشري حقوقو شورا او نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې له لفظي غبرګون څخه وړاندې عملي ګام واخلي او طالبان دې ته اړ باسي چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو لپاره بې قید او شرط پرانیزي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «نړۍ نه‌شي کولای سترګې پټې کړي او نه د دغه ظلم پر وړاندې خاموش پاتې شي». نوموړي غورځنګ ټینګار کړی، زده‌کړې یو الهي، بشري او قانوني حق دی چې نه یې طالبان لغوه کولای شي او نه نړۍ حق لري چې د دغه سرغړونې پر وړاندې غلې پاتې شي.

د جرمني دفاع وزیر د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونې له «بې‌احترامۍ ډکې» وبللې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۰

د جرمني دفاع وزیر د افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې له «بې‌احترامۍ ډکې» وبللې. بورېس پیسټوریوس ویلي، چې ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول کم‌ارزښته بللی دی.

بورېس پیسټوریوس په یوه مرکه کې د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ دې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو بښنه وغواړي وویل: «دا به د شرافت او احترام نښه وي».

هغه د جرمني د اې‌.ار.ډي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، ټرمپ د امریکا د متحدینو (ناټو) رول د افغانستان په جګړه کې کم‌ارزښته ښودلی دی. هغه ویلي، له ټرمپ څخه د بښنې تمه نه‌کېږي. هغه زیاته کړه: «موږ ټول پوهېږو، چې د امریکا ولسمشر څنګه چلند کوي».

د جرمني دفاع وزیر همدارنګه زیاته کړې: «زه د امریکا د خلکو او د متحده ایالاتو لاسه راوړنو لپاره چې له ۷۰ کلونو راهیسې زموږ متحد پاتې شوی، ډېر درناوی لرم. خو درناوی باید متقابل وي».

کله چې له بوریس پیسټوریس څخه پوښتنه وشوه، چې ایا هغه به د امریکا د جګړې له وزیر پېټ هېګسټ سره په دې اړه خبرې وکړي، هغه ځواب ورکړ: «البته، هرڅومره ژر چې یې وګورم».

ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو ځواکونو رول په اړه مبالغه شوې او دغه ځواکونه د امریکايي سرتېرو پرتله شاته او له «لومړۍ کرښې» لرې پاتې شوي وو.

د امریکا د ولسمشر څرګندونې د ناټو غړو هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او ډېره غوسه یې راپارولې ده. د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د ډونالډ ټرمپ خبرې «توهینوونکې او ټکان ورکوونکې» وبللې. هغه له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو ځواکونو رول ته د کم ارزښت ورکولو له امله بښنه وغواړي.

ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول له بښنې غوښتنې ډډه وکړه؛ خو په برېتانیا کې یې د راپورته شویو غبرګونونو او نیوکو په ځواب کې خپلې خبرې سمې کړې او ویې ویل، چې برېتانوي ځواکونه «بې ساري» دي.

په ترکیه کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي نیول شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د ترکیې ساحلي ګارد اعلان کړی، چې په چاناک‌ کلا ښار کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي نیولي دي. د دغه هېواد د چارواکو په وینا؛ په یادو عملیاتو کې یو بل کس د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

د ترکیې د ساحلي ګارد د قاچاق او سازمان‌ شویو جرمونو پر ضد د مبارزې ډلې ویلي، چې دغه کسان د چاناک‌ کلا ښار په ایواجیک ولسوالۍ کې د یولړ عملیاتو پر مهال پېژندل شوي او نیول شوي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې نیول شوي افغان پناه‌غوښتونکو د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لرل او وروسته د ایواجیک د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د هغو پناه‌غوښتونکو د نیولو او اېستلو بهیر ګړندی کړی، چې دغه هېواد ته په قاچاقي لارو ورغلي.

د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په ټولې ترکیه کې ۴۴زره او ۱۵۷ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي دي. د یادې ادارې شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړیو دوو اونیو کې تر ۱۵۰۰ ډېر افغان پناه‌غوښتونکي نیول شوي دي. د دغه معلوماتو پر بنسټ؛ افغانان د ترکیې د نیول شویو پناه‌غوښتونکو په سر کې ځای لري.