• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رومانیا دفاع وزیر د افغانستان او عراق په جګړو کې له معلول شویو سرتېرو سره لیدلي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د رومانیا د ملي دفاع وزیر رادو میروتا د ټرمپ له څرګندونو سره هممهاله د دوشنبې په ورځ له هغو رومانیايي سرتېرو سره وکتل چې په افغانستان او عراق کې ټپیان او معلول شوي دي.

میروتا په خواله رسنۍ فیسبوک کې لیکلي: «نن مې له هغو سرتېرو سره وکتل چې د ازادۍ او ډموکراسۍ لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې. داهغه سرتېري دي چې په افغانستان او عراق کې ټپیان او معلول شوي دي. زه پوهېږم چې د جګړې سیمو تجربه لرونکي سرتېري له اوږدو اداري ستونزو سره مخ دي او له درنو پروسیجرونو تېرېږي».

د رومانیا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې د جګړې ټپیان او تجربه لرونکي سرتېري د هېواد لپاره ځانګړی ارزښت لري او د هغوی ستونزو ته به ژر تر ژره پام وشي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

ملا محمد حسن اخوند مډال ګټونکي افغان ورزشکاران په ډالیو وستایل

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰
100%

د طالبانو رییس الوزرا د بحرين د نويو ځوانانو اسيايي سياليو او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو څخه مډال ګټونکي افغان ورزشکاران د ځانګړې غونډې پر مهال په ډالیو وستایل. په دې ډالیو کې موټر او موټرسایکلونه شامل وو.

د طالبانو د رياست الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع خادم نن دوشنبه، د سلواغې ۶مه وویل، چې نوموړي مډال راوړونکو ورزشکارانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د ورته نورو برياوو هیله هم کړې ده.
عبدالواسع خادم وايي، چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې د جګړو او بېلابېلو بحرانونو له امله په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې درانه زيانونه ليدلې دي.

نوموړي له افغان سوداګرو، صنعتکارانو او هېوادوالو غوښتي، چې د افغانستان د ځان‌بسياینې لپاره جدي هڅې وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې په بهير کې فعاله ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو ویاند په کابل کې د افغان ورزشکارانو ستاینغونډه کې ویلي چې په نړيواله کچه د افغان ورزشکارانو ځلېدل د ټول افغان ولس ګډ وياړ دی.

نوموړي اعتراف وکړ، چې ددې ډلې اوسنی نظام له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دی او خصوصي سکتور او سوداګر دې له افغان ورزشکارانو سره مرسته وکړي.

یوې اماراتي کمپنۍ په افغانستان کې د ګازي برېښنا برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰
100%

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د متحده عربي اماراتو د «ایچ ایچ ایم» په نوم کمپنۍ په افغانستان کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت اجرایوي مشر ملا عبدالحق همکار نن په کابل کې د «ایچ ایچ ایم» کمپنۍ له مشر تانکوت داشد میر سره لیدلي او د ګازو پر بنسټ د برېښنا تولید پروژو، د پانګونې شرایطو، او د راتلونکي لپاره د تخنیکي همکاریو په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا همکار د «ایچ ایچ ایم» کمپنۍ مشر ته داډ ورکړی چې اوس د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او پانګوال کولای شي په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې خپلې پانګونې وکړي.

دوی ویلي چې د « ایچ ایچ ایم» کمپنۍ استازو په لومړي پړاو کې د ۱۰۰۰مېګاواټه برېښنا تولید لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او له طالب اړخ سره د ګډو تخنیکي بحثونو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

د طالبانو په ولکه کې افغانستان برېښنا شرکت له لوري ویل شوي چې دا ډول پانګونې د هېواد د انرژۍ سکتور پرمختګ او د برېښنا په برخه کې ځان بساینې لپاره مهم ګامونه بلل کېږي.

سلام حنفي له سوداګرو غوښتي چې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له یو شمېر تاجرانو او پانګوالو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې افغان سوداګر دې په دې سړه هوا کې له را ستنو شویو افغانانو سره د خپل توان په کچه مرستې وکړي.

د طالبانو ریاست الوزرا خبر ورکړی، چې ددې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ښو فرصتونو رامنځته کېدل د زیاتو داخلي او بهرنیو تاجرانو او پانګوالو د هڅونې لامل بللی.

حنفي ویلي، چې دوی اقتصادي ودې او په هیواد کې د پرمختګ د زمینو رامنځته کېدو ته ژمن دي او کوښښ کوي په دې برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړي.

عبدالسلام حنفي همدارنګه د راستنو شویو کډوالو موضوع ته اشاره کړې او له تاجرانو او پانګوالو یې غوښتي چې د خپل توان په اندازه له کډوالو سره مرسته وکړي څو سوړ ژمی له ستونزو پرته تېر کړي.

په دې وروستیو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستلو پروسه چټکه شوې ده او د سختې سړې هوا له امله راستانه شوي کډوال له سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي.

په مکسیکو کې د فوټبال په لوبغالي کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰
100%

د مکسیکو په سالامانکا ښار کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د وسله والو ډزو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۲نور یې ټپیان کړي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، قربانیان د فوټبال لوبې له پای ته رسېدو وروسته سره راټول شوي وو.

د سالامانکا ښاروال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، «مافیايي ډلې هڅه کوي حکومت په ګونډو کړي، خو هغوی به هیڅکله په دې کې بریالي نه شي.»

سالامانکا ښار د مکسیکو یو سرحدي ښار دی چې د تیلو یوه مهمه تصفیه‌خونه هم پکې ده.

دلته دوه واکمنې مافیايي ډلې هڅه کوي د ښار کنټرول ترلاسه کړي څو د مخدره توکو قاچاق او د تیلو غلا فعالیتونه پیاوړي کړي.

د سالنګونو په ګډون یو شمیر لارې لاهم د واورې ورېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړلې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لارې په ګډون د کندهار ـ ارزګان، د غزني ولایت د ناور او جغتو ولسوالیو لارې او په غور کې یو شمېر نښلوونکي مسیرونه د واورې د ورېدو او شدید توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۶مه په اېکس کې لیکلي، چې د هوا له ښه کېدو سره سم به د یادو مسیرونو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې پیل شي.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتنه کړې چې د واورینو او صعب العبور لارو څخه د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین روغنیات او د وسایطو لپاره ځنځیر له ځان سره ولري.

یاد وزارت وايي، چې د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې لاهم واوره وریږي او د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونه او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې ورېدو په زیاتیدو سره د هېواد لویې لارې او سړکونه له واورو پاک کړي.

په افغانستان کې د د وروستیو واورو د ورېدو په پایله کې شاوخوا ۶۱ افغانان مړه شوی او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.