• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف درانی: دا اندېښمنوونکې ده چې طالبانو ملایان له محاکمې خوندي بللي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی د ملا هبت‌الله «جزایي اصول‌نامې» ته په اشارې ویلي، دا خورا د اندېښنې وړ ده، چې ملایان له هر ډول محاکمې خوندي وي. هغه وایي، د ملا هبت‌الله اصول‌نامه کې اشرافو ته قانون نشته، خو د ټولنې عام وګړي په‌کې «غلامان» ښودل شوي.

دې مخکېني پاکستاني چارواکي نیوکه کړې، چې د طالبانو دغه «جزایي اصول‌نامه» به افغان ټولنه د تیارو پر لور ور برابره کړي او عدالتي بهیر به لا نور ټکنی کړي. نوموړي همداراز اندېښنه څرګنده کړې، چې په دې اصول‌نامه کې کم عمره نجونې د واده وړ بلل شوې دي.

اصف درانی د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د کم عمره نجونو ودول د افغاني ټولنې یو پخوانی دود دی او باید مخه یې په دې قانون کې نیول شوی وی. هغه همدا راز ادعا کړې: «په دودیز ډول افغاني ټولنه کې چې کله نجلۍ په یوې کورنۍ کې زېږي، خلک ورته د‌ پیسو د سرچینې په سترګه ګوري. ځکه د نجلۍ ورونه یا پلار د واده پر مهال پیسې چې ولور بلل کېږي، ترلاسه کوي».

د افغانستان لپاره د پاکستان دې پخواني استازي تر دې دمخه هم د طالبانو پر یو شمېر کړنو جدي نیوکې کړي او ان پر افغانستان یې دا واکمنه ډله استبدادي هم بللې ده. د طالبانو د «جزایي اصول‌نامې» په تړاو ګڼو افغان حقوق پوهانو او پخوانیو حکومتي چارواکو هم سختې نیوکې کړي او دا یې د افغانانو پر وړاندې د محدودیتونو او بندیزونو نوې هڅه بللې ده.

ملا هبت الله تېره اونۍ یاده اصول‌نامه توشېح کړې، چې له‌مخې یې د ټولنې وګړي په بېلابېلو طبقو وېشل شوي او د طالبانو په ګډون په کې ملایانو ته د جرمونو پر وړاندې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د ماشومانو خوندیتوب اداره: د سړې هوا له امله د خیمه مېشتو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویلي، چې په افغانستان کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونو ماشومانو روغتیايي خطرونه زیاته کړي، چې په خیمو کې اوسېږي. په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او د سرپناه د نه‌لرلو له امله یو شمېر کورنۍ لا هم په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ویلي، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی، چې په خیمو کې اوسېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب ادارې رییس بوجار هوکسا وايي: «د افغانستان په ختیځو زلزله ځپلو برخو کې تر صفر ټېټه تودوخه او واوره د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي. پنځه میاشتې وروسته له هغه چې زلزلې په کونړ کې ژوند او معیشت له خلکو واخیست، ډیری ماشومان او د هغوی کورنۍ لا هم خیمې د خپل کور په توګه کاروي. یوازې ترپالونه هغوی له درنې واورې، سړو بادونو او ټیټې تودوخې څخه ساتي».

نوموړي ویلي، چې سړې هوا پر ماشومان اغېزه کړې او ماشومان یې د تنفسي ناروغیو په ځانګړې توګه د سینه و بغل پر وړاندې خورا کمزوري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د درنو واورو له امله څه بادې ۷۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

په برېتانیا کې پر جنسي تېري د تورنو دوو افغانانو محاکمه وځنډول شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د برېتانیا په نونیتون ښار کې پر یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ پر جنسي تېري د تورنو دوو افغانانو د محاکمې بهیر ځنډېدلی دی. ټاکل شوې وه، چې دغه قضیه د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۶مه د سلواغې ۶مه) د واروېک شاهي محکمې (Warwick Crown Court) کې وڅېړل شي.

د محکمې د رسمي معلوماتو له‌مخې، دا قضیه تر ماسپښین ۲ بجو پورې د محکمې د اورېدنو په نوملړ کې شامله نه‌شوه او د هغې رسمي پیل هم تر ۴ بجو لږ مخکې وځنډېد. د دې ځنډ لامل دا ښودل شوی چې په همدې محکمه کې د یوې بلې، خو له دې قضیې سره بې‌اړیکې دوسیې اورېدنه اوږده شوې وه.

د برېتانیا رسنۍ وایي، چې څېړونکي پلاوي د وخت پای ته رسېدو له امله لوړه ونه‌کړه او له همدې کبله د احمد ملاخېل او محمد کبیر پر وړاندې د قضیې رسمي څېړنه هم پیل نه‌شوه. محکمې اعلان کړی، چې د دې قضیې دوام سې‌شنبې ورځې ته ځنډول شوی او په هماغه ورځ به منصفه پلاوی هم ورته وټاکل شي.

دغه دواړه تورن کسان د تېر کال د جولای میاشت کې په نونیتون ښار کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور نیول شوي دي. رسنۍ وایي، د قانوني محدودیتونو له‌مخې، د دغې نجلۍ هویت نه‌شي افشا کېدای.

په محکمه کې د ثبت شوې قضیې پر بنسټ، ۲۳ کلن احمد ملاخېل د جولای په ۲۲مه د نونیتون ښار د «چِوِرِل سټریټ» په سیمه کې یوه ماشومه تښتولې وه. پر نوموړي له ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشوم پر وړاندې د جنسي تعرض دوه تورونه او همدارنګه د جنسي تېري درې تورونه لګېدلي دي. هغه د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د محکمې په ناسته کې د جنسي تېري له یوې مادې سره سم اعتراف کړی، خو نور ټول ورپورې لګېدلي تورونه یې رد کړي وو.

بل تورن کس محمد کبیر نومېږي، چې ۲۴ کاله عمر لري او پر هغه تور دی، چې له۱۳ کلونو څخه د کم عمرې نجلۍ پر وړاندې د تښتونې او جنسي تېري کې مرسته کړې ده.

د برېتانیاپولیسو تر دې وړاندې تایید کړې وه، چې دواړه تورن کسان افغانان دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو ملاتړو سازمانونو د جوازونو لغوه کول غیرقانوني دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له‌خوا د رسنیو ملاتړو یو شمېر بنسټونو د جوازونو لغوه کولو ته سخت غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو یاد اقدام غیر قانوني دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له‌خوا د رسنیو او خبریالي بنسټونو د کاري جوازونو د لغوه کولو اقدام غندلی دی.

د خبریالانو د ملاتړ یادې ادارې د طالبانو یاد اقدام د بیان او رسنیزې ازادۍ د ځپلو ترڅنګ د انحصار سیاست دوام بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «طالبان هڅه کوي، هر هغه غږ چې د واکمنانو له سیاستونو سره همغږی نه‌وي، غلی کړي او د پروپاګند او د واکمنې ادارې له روایتونو سره د همغږو کیسو په دودولو سره د هر ډول رسنیزو فعالیتونو پر بهیر څارنه ولري او هغه تر خپل کنټرول لاندې راولي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ویلي، چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یوازې د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې لغوه کړي. د طالبانو دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هر اړخیزه ارزونه کړې ده.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ملاتړو یوشمېر سازمانونو جوازونه لغوه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بنسټونو ډېروالي او د یوشمېر ادارو د مسوولانو نامسلکيتوب، د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې رامنځته کړې وې او په نړۍواله کچه یې د افغانستان د رسنیو ملاتړو بنسټونو باور ته زیان اړولی وو.

اصف درانی: امریکا پاکستان ته خیرات نه ورکاوه بلکې د «خدماتو» په بدل کې یې پیسې ورکولې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د پاکستان پخواني استازي اصف دراني افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې که طالبانو ته څوک پیسې ور کوي، په پیسو هرڅه کولای شي او ادعا یې وکړه چې افغان چارواکو وړاندې هم پیسې اخېستې. خو له امریکا د پاکستان د میلیاردونو ډالرو اخېستو په تړاو یې وویل چې اسلام اباد «خدمات» وړاندې کول.

اصف دراني له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دی په افغانستان کې د هوايي بریدونو مخالف دی، خو د استخباراتو پر بنسټ عملیات باید وي، ځکه طالبان چې اقدام نه کوي، نو پاکستان مجبور دی، چې خلاف یې استخباراتي عملیات وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پښتنو په سیمه کې ترهګري د پښتنو جهالت وباله، خو په دې برخه کې یې د پاکستان د استخباراتي ادارو د رول په اړه څه ونه ویل.

درانی چې کله وپوښتل شو، چې په ایبټ اباد کې د بن لادن حضور خو د پښتنو په خوښه نه و، نوموړي وویل چې د بن لادن خلاف عملیات کې پاکستان همکاري درلوده او په دې اړه زرداري یوه لیکنه کې دې مسالې ته اشاره کړې وه.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي وویل، چې پاکستان په افغانستان کې ځکه د طالبانو د جګړو ملاتړ وکړ، چې د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني له هند سره اړیکې پیل کړې او هندي ډیپلوماټان د عامو افغانانو په توګه په افغانستان کې ګرځېدل، خو کله چې وپوښتل شو، چې ایا افغانستان حق نه لري، چې له هېوادونو سره خپلې اړیکې خپله تنظیم کړي، نوموړي وویل، چې اسلام اباد یې مخه نه ده نیولې.

اصف دراني د افغانستان انټرنشنل - پښتو له خبریال رحمان بونیري سره په مرکه کې وویل چې دی د پاکستان د پخوانیو چارواکو د سیاستونو دفاع نه کوي، خو له ټي ټي پي سره په پاکستان کې ملاتړ او خواخوږي نشته. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د القاعدې په شته والي کې اسلام اباد له افغانستان سره مرسته کړې، خو د طالبانو په مساله کې، چې کابل نوي ډیلي ته په افغانستان کې لاس ورکړی و، نو پاکستان هم د طالبانو ملاتړ کاوه.

اصف دراني په خپلو خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره د پاکستان د ستونزو اصلي ټکی ټي ټي پي دی او دا ستونزه چې اواره شي، بله ستونزه نه ویني.

دراني د لطیف الله مسید نیول کېدو ته اشاره وکړه، چې امریکایانو له دوه میلیونه ډالرو سره ونیوه، خو د افغانستان د هغه وخت د امنیتي چارواکو څرګندونې ښيي چې لطیف الله مسید له خوست نه کابل ته روان و، چې په لوګر کې امریکايي ځواکونو ونیوه.

طالبانو په نورستان کې د ښځو پر درنو کارونو بندیز ولګاوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

په نورستان کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په وانټ ولسوالۍ کې د دوی ځايي ولسوال او امنیتي مسوولینو د ښځو پر شاقه یا درنو کارونو بندیز لګولی دی. په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، که هره ښځه له پېټۍ یا کجاوې سره ولیدل شوه، نو ور ماتوي به یې.

د طالبانو خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) خپره شوې راغلي، چې د وانټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مصباح‌الدین حیدري د ملا هبت‌الله د ۱۷ ګڼه فرمان پر بنسټ د ناوړه رواجونو او د منکراتو مخنیوي په برخه کې یو شمېر عملي‌ اقدامات هم ترسره کړي دي. نورستان چې غرنی ولایت دی او ښځې یې غرونو ته د لرګیو راټولولو لپاره ځي، اوس یې دا چاره د طالبانو له بندیز سره مخ شوې ده.

په یاده ولسوالۍ کې طالب چارواکو پرېکړه کړې، چې هېڅ ښځې ته به د درنو کارونو ترسره کولو اجازه نه‌ورکوي. د خبرپاڼې په یوې برخه کې لیکل شوي: «که چیرې کومه ښځه د پېټۍ یا کجاوې سره د وانټ ولسوالۍ پر عمومي سړک وګرځي او ولیدل شي، نو پېتۍ او کجاوه به یې له‌منځه یووړل شي».

همدا راز ځايي طالبانو د سیمې پر ځوانانو هم تازه محدودیتونه وضعه کړي او ظاهرا یې د دوی پر سینګار بندیز لګولی دی. طالبانو په دې تړاو هم ویلي، هر هغه ځوان چې «سیرت او صورت» یې له ټاکل شويو اصولو سره سم نه وي، نو له هغوی سره به اصولي او شرعي چلند تر سره شي.

ځايي طالبانو دا بندیزونه او محدودیتونه د ټولنې د اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې برخه ګڼلې ده. پر افغانستان واکمنې ډلې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر ښځو او نارینه‌وو سخت بندیزونه لګولي، چې ان ځوانان یې د ږیرو خرېلو یا لنډولو له امله هم ځورولي او دا لړۍ لا دوام لري.

هم‌مهاله راپورونه څرګندوي، چې د‌ طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل واک له پیل راهیسې تر اوسه د ښځو په تړاو د محدودیتونو او بندیزونو اړوند له ۱۰۰ څخه ډېر فرمانونه صادر کړي دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو او له محدودیتونو ډک هېواد بللی دی.