• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو وژل شویو عسکرو قبرونو ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۰

د فرانسې رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د دفاع وزارت مرستیالې الیس روفو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د خپلو هغو عسکرو درناوي لپاره قبرونو ته ورغلې چې افغانستان کې وژل شوي وو. نوموړې ویلي، د دغو عسکرو قرباني باید د ټرمپ د ناسمو ادعاو له کبله تر پوښتنې لاندې رانه‌شي.

نوموړې چې د وژل شویو عسکرو پر قبرونو یې ګلونه اېښودل خبریالانو ته وویل: «موږ دا نه‌منو چې د هغوی قربانیو او خاطرو ته څوک سپکاوی وکړي».

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو شاوخوا یوه میاشت وروسته، متحده ایالاتو په افغانستان کې د نړۍوال اېتلاف مشري پر غاړه واخیسته. د دې پوځي عملیاتو موخه دا وه، چې د القاعده شبکه له‌منځه یوسي؛ هغه ډله چې له افغانستانه یې د خپل فعالیت د مرکز په توګه کار اخیست او همدارنګه طالبان، چې د دغې شبکې کوربه وو، نسکور کړي.

د امریکا تر څنګ، د لسګونو نورو هېوادونو ځواکونه، په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې ځای پر ځای شول. ناټو هغه پوځي تړون دی، چې د ګډې دفاع ماموریت یې د نیویارک او واشنګټن له بریدونو وروسته د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره فعال شو. خو ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د سویس په داووس ښار کې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د ناټو غیرامریکايي ځواکونه «دجګړې له لومړۍ کرښې لږ څه لرې او شاته پراته وو».

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د دې جګړې پر مهال، ټولټال ۹۰ فرانسوي عسکر ووژل شول.

آلیس روفو وویل: «په داسې شېبو کې، دا له سمبولیک پلوه ډېر مهمه ده، چې د هغوی د کورنیو لپاره، د هغوی د یاد لپاره دلته حاضر شو او ټولو ته یادونه وکړو، چې هغوی په لومړۍ کرښه کې څومره سترې قربانۍ ورکړې دي».

وروسته له هغې چې د ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه او اعتراضونه راوپارول، هغه له خپلې ادعا شاته شو او د هغو برېتانوي عسکرو ستاینه یې وکړه، چې په افغانستان کې یې جګړه کړې وه، خو د نورو هېوادونو د ځواکونو په اړه یې څه ونه ویل.

روفو وویل: «ما دا غبرګونونه لیدلي دي، په ځانګړي ډول د پخوانیو عسکرو د ټولنو له لوري، چې پهکې غوسه، قهر او ژور خپګان څرګند شوی دی».هغې زیاته کړه، چې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ یووالی باید پر داسې لانجو برلاسی شي.

هغې زیاته کړه: «تاسو پوهېږئ، کله چې جګړې ته ځو، د امریکايي، برېتانوي او فرانسوي عسکرو ترمنځ یوه پوځي ورورولي موجوده وي».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ګوترېش: هېڅ ایتلاف نه‌شي کولای چې د سولې او امنیت په اړه خپلې پرېکړې پر نورو هېوادونو ومني

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ټرمپ «د سولې نړۍوال بورډ» ته په اشارې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ټولو غړو هېوادونو استازیتوب د سولې او امنیت په مسایلو کې د عمل کولو ځانګړی واک لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) پر خپلې اېکس‌پانې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سولې او امنیت په مسایلو کې د ټولو غړو هېوادونو په استازیتوب د عمل کولو په برخه کې ځانګړی صلاحیت لري.

نوموړي زیاته کړې: «دا یوازنۍ اداره ده، چې پرېکړې یې پر ټولو غړو هېوادونو لازمي دي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا پرته بله هېڅ اداره یا ځانګړی اېتلاف نه‌شي کولای چې په قانوني ډول ټول هېوادونه د سولې او امنیت په اړه د خپلو پرېکړو منلو ته اړ کړي.

ګوترېش ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسوولیت بې سارې دی او مکلفیت یې نړۍوال دی.

ګوترېش زیاته کړې:«له همدې امله موږ باید پرته له ځنډه د امنیت شورا د استازولۍ پر اغېزناکتوب لا ډېر کار وکړو».

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د اقتصاد نړۍوال فورم د غونډې پر مهال «د سولې نړۍوال بورډ» اعلان کړ او ګڼو هېوادونو ته یې په‌کې د غړیتوب بلنه ورکړه.

په برېتانیا کې پر جنسي تېري د تورنو دوو افغانانو محاکمه وځنډول شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د برېتانیا په نونیتون ښار کې پر یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ پر جنسي تېري د تورنو دوو افغانانو د محاکمې بهیر ځنډېدلی دی. ټاکل شوې وه، چې دغه قضیه د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۶مه د سلواغې ۶مه) د واروېک شاهي محکمې (Warwick Crown Court) کې وڅېړل شي.

د محکمې د رسمي معلوماتو له‌مخې، دا قضیه تر ماسپښین ۲ بجو پورې د محکمې د اورېدنو په نوملړ کې شامله نه‌شوه او د هغې رسمي پیل هم تر ۴ بجو لږ مخکې وځنډېد. د دې ځنډ لامل دا ښودل شوی چې په همدې محکمه کې د یوې بلې، خو له دې قضیې سره بې‌اړیکې دوسیې اورېدنه اوږده شوې وه.

د برېتانیا رسنۍ وایي، چې څېړونکي پلاوي د وخت پای ته رسېدو له امله لوړه ونه‌کړه او له همدې کبله د احمد ملاخېل او محمد کبیر پر وړاندې د قضیې رسمي څېړنه هم پیل نه‌شوه. محکمې اعلان کړی، چې د دې قضیې دوام سې‌شنبې ورځې ته ځنډول شوی او په هماغه ورځ به منصفه پلاوی هم ورته وټاکل شي.

دغه دواړه تورن کسان د تېر کال د جولای میاشت کې په نونیتون ښار کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور نیول شوي دي. رسنۍ وایي، د قانوني محدودیتونو له‌مخې، د دغې نجلۍ هویت نه‌شي افشا کېدای.

په محکمه کې د ثبت شوې قضیې پر بنسټ، ۲۳ کلن احمد ملاخېل د جولای په ۲۲مه د نونیتون ښار د «چِوِرِل سټریټ» په سیمه کې یوه ماشومه تښتولې وه. پر نوموړي له ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشوم پر وړاندې د جنسي تعرض دوه تورونه او همدارنګه د جنسي تېري درې تورونه لګېدلي دي. هغه د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د محکمې په ناسته کې د جنسي تېري له یوې مادې سره سم اعتراف کړی، خو نور ټول ورپورې لګېدلي تورونه یې رد کړي وو.

بل تورن کس محمد کبیر نومېږي، چې ۲۴ کاله عمر لري او پر هغه تور دی، چې له۱۳ کلونو څخه د کم عمرې نجلۍ پر وړاندې د تښتونې او جنسي تېري کې مرسته کړې ده.

د برېتانیاپولیسو تر دې وړاندې تایید کړې وه، چې دواړه تورن کسان افغانان دي.

په مکسیکو کې د فوټبال په لوبغالي کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د مکسیکو په سالامانکا ښار کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د وسله والو ډزو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۲نور یې ټپیان کړي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، قربانیان د فوټبال لوبې له پای ته رسېدو وروسته سره راټول شوي وو.

د سالامانکا ښاروال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، «مافیايي ډلې هڅه کوي حکومت په ګونډو کړي، خو هغوی به هیڅکله په دې کې بریالي نه شي.»

سالامانکا ښار د مکسیکو یو سرحدي ښار دی چې د تیلو یوه مهمه تصفیه‌خونه هم پکې ده.

دلته دوه واکمنې مافیايي ډلې هڅه کوي د ښار کنټرول ترلاسه کړي څو د مخدره توکو قاچاق او د تیلو غلا فعالیتونه پیاوړي کړي.

بېل کلنټن: امریکایان دې له اوسنیو شیبو د ډیموکراسۍ د بیا را ګرځېدو لپاره کار واخلي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن د ټرمپ ادارې د نوم له یادولو پرته د دغه هېواد له وګړو غوښتي چې د امریکايي ډموکراسۍ د ژغورنې لپاره مبارزه وکړي او له خپلو ازادیو ګټه واخلي.

بېل کلنټن د کډوالۍ ادارې د پولیسو له لوري پر امریکايي وګړو د ډزو وروستیو پېښو ته په اشارې سره، په یوه اعلامیه کې ویلي چې واکمنو کسانو خلکو ته دروغ ویلي او خلک باید هغه څه و نه مني چې په خپلو سترګو یې ونه ویني.

هغه، پرته له دې چې په څرګنده د ډونالډ ټرمپ نوم واخلي، ټینګار کړی چې دا د امریکايي ډموکراسۍ لپاره «تاریخي شېبه» ده او ټول وګړي باید د هغې د بیا راژوندي کېدو لپاره ودرېږي او غږ پورته کړي.

بېل کلنټن ویلي: «په ټول ژوند کې ډېرې کمې داسې شېبې راځي چې زموږ پرېکړې او کړنې د کلونو لپاره زموږ راتلونکی ټاکي. دا له همغو شېبو څخه ده. که موږ د ۲۵۰ کلونو ازادي له لاسه ورکړو، ښايي بیا یې هېڅکله ترلاسه نه کړو.»

د نوموړي په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا د امریکا د ټولو وګړو مسوولیت دی چې د ډموکراسۍ پر ژمنو باور ولري، ودرېږي، خبرې وکړي او خپل دریځ څرګند کړي.

کلنټن په خپلو څرګندونو کې د مینه‌سوټا ایالت د مینیاپولیس ښار او د امریکا د نورو سیمو وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، داسې صحنې لیدل شوې چې ده هېڅکله فکر نه کاوه په امریکا کې به رامنځته شي. د هغه په وینا، فدرالي مخ پټو ځواکونو خلک، ان ماشومان، له کورونو، کارځایونو او حتا له سړکونو نیولي، سوله‌ییز لاریونوال او هغه وګړي چې د پولیسو د کړنو د څار او ثبت قانوني حق یې کاراوه، نیول شوي، وهل شوي، اوښلن ګاز ورباندې کارول شوی او په ځینو پېښو کې حتا په ډزو وژل شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې تېره ورځ د امریکا د کډوالۍ ادارې پولیسو د مینه‌سوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې پر یوه امریکايي وګړي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

دا په روانه میاشت کې دویم کس دی چې په دغه ایالت کې د یادو ځواکونو له لوري په ډزو وژل کېږي.

په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د کډوالۍ ادارې پولیسو له ځان څخه د دفاع په موخه ډزې کړې دي، خو د بشري حقونو فعالان او د ټولنې ګڼ شمېر وګړي دا توجیه نه مني او د یادو پېښو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کوي.

لوړپوړی چینایي جنرال 'امریکا ته د اټومي رازونو په افشا کولو' تورن شو

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د چین تر ټولو لوړپوړی جنرال ژانګ یوشیا د دغه هېواد د اټومي وسلو د پروګرام په اړه د معلوماتو په خپرولو او د بډو په اخیستلو تورن شوی دی.

دغه چیني جنرال د ولسمشر شي جېن‌پېنګ له نږدې کسانو شمېرل کېده او د نړۍوالو لوړپوړو چارواکو سره یې هم لیدنې ترسره کړې وې. د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ ژانګ یوشیا د چین د پوځ یو له لوړپوړو چارواکو څخه و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هېواد د دفاع وزیر سره یې د کار په اوږدو کې لیدنې کړې وې.

د چین د دفاع وزارت د شنبې په ورځ تایید کړه، چې نوموړی اوس د جدي سرغړونو په اړه تر څېړنې لاندې دی. د یاد وزارت د بیان له مخې؛ دغه اقدام د ولسمشر شي جېن‌پېنګ د فساد ضد کمپاین برخه ده، چې له ۲۰۱۲کال راهیسې یې د ۲۰۰زره لوړپوړو چارواکو په ګډون له بېلابېلو کسانو څېړنې کړې دي.

د خبرونو ارزوونکو په باور؛ دغه څېړنه د چین د کورني امنیت او د لوړپوړو پوځي چارواکو د روڼتیا په موخه ترسره کېږي او د نړۍوالو اړیکو لپاره هم پراخې اغېزې لرلای شي.