• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا محمد حسن اخوند مډال ګټونکي افغان ورزشکاران په ډالیو وستایل

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزرا د بحرين د نويو ځوانانو اسيايي سياليو او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو څخه مډال ګټونکي افغان ورزشکاران د ځانګړې غونډې پر مهال په ډالیو وستایل. په دې ډالیو کې موټر او موټرسایکلونه شامل وو.

د طالبانو د رياست الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع خادم نن دوشنبه، د سلواغې ۶مه وویل، چې نوموړي مډال راوړونکو ورزشکارانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د ورته نورو برياوو هیله هم کړې ده.
عبدالواسع خادم وايي، چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې د جګړو او بېلابېلو بحرانونو له امله په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې درانه زيانونه ليدلې دي.

نوموړي له افغان سوداګرو، صنعتکارانو او هېوادوالو غوښتي، چې د افغانستان د ځان‌بسياینې لپاره جدي هڅې وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې په بهير کې فعاله ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو ویاند په کابل کې د افغان ورزشکارانو ستاینغونډه کې ویلي چې په نړيواله کچه د افغان ورزشکارانو ځلېدل د ټول افغان ولس ګډ وياړ دی.

نوموړي اعتراف وکړ، چې ددې ډلې اوسنی نظام له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دی او خصوصي سکتور او سوداګر دې له افغان ورزشکارانو سره مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

یوې اماراتي کمپنۍ په افغانستان کې د ګازي برېښنا برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د متحده عربي اماراتو د «ایچ ایچ ایم» په نوم کمپنۍ په افغانستان کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت اجرایوي مشر ملا عبدالحق همکار نن په کابل کې د «ایچ ایچ ایم» کمپنۍ له مشر تانکوت داشد میر سره لیدلي او د ګازو پر بنسټ د برېښنا تولید پروژو، د پانګونې شرایطو، او د راتلونکي لپاره د تخنیکي همکاریو په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا همکار د «ایچ ایچ ایم» کمپنۍ مشر ته داډ ورکړی چې اوس د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او پانګوال کولای شي په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې خپلې پانګونې وکړي.

دوی ویلي چې د « ایچ ایچ ایم» کمپنۍ استازو په لومړي پړاو کې د ۱۰۰۰مېګاواټه برېښنا تولید لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او له طالب اړخ سره د ګډو تخنیکي بحثونو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

د طالبانو په ولکه کې افغانستان برېښنا شرکت له لوري ویل شوي چې دا ډول پانګونې د هېواد د انرژۍ سکتور پرمختګ او د برېښنا په برخه کې ځان بساینې لپاره مهم ګامونه بلل کېږي.

سلام حنفي له سوداګرو غوښتي چې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له یو شمېر تاجرانو او پانګوالو سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې افغان سوداګر دې په دې سړه هوا کې له را ستنو شویو افغانانو سره د خپل توان په کچه مرستې وکړي.

د طالبانو ریاست الوزرا خبر ورکړی، چې ددې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ښو فرصتونو رامنځته کېدل د زیاتو داخلي او بهرنیو تاجرانو او پانګوالو د هڅونې لامل بللی.

حنفي ویلي، چې دوی اقتصادي ودې او په هیواد کې د پرمختګ د زمینو رامنځته کېدو ته ژمن دي او کوښښ کوي په دې برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړي.

عبدالسلام حنفي همدارنګه د راستنو شویو کډوالو موضوع ته اشاره کړې او له تاجرانو او پانګوالو یې غوښتي چې د خپل توان په اندازه له کډوالو سره مرسته وکړي څو سوړ ژمی له ستونزو پرته تېر کړي.

په دې وروستیو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستلو پروسه چټکه شوې ده او د سختې سړې هوا له امله راستانه شوي کډوال له سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي.

د سالنګونو په ګډون یو شمیر لارې لاهم د واورې ورېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړلې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لارې په ګډون د کندهار ـ ارزګان، د غزني ولایت د ناور او جغتو ولسوالیو لارې او په غور کې یو شمېر نښلوونکي مسیرونه د واورې د ورېدو او شدید توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۶مه په اېکس کې لیکلي، چې د هوا له ښه کېدو سره سم به د یادو مسیرونو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې پیل شي.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتنه کړې چې د واورینو او صعب العبور لارو څخه د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین روغنیات او د وسایطو لپاره ځنځیر له ځان سره ولري.

یاد وزارت وايي، چې د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې لاهم واوره وریږي او د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونه او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې ورېدو په زیاتیدو سره د هېواد لویې لارې او سړکونه له واورو پاک کړي.

په افغانستان کې د د وروستیو واورو د ورېدو په پایله کې شاوخوا ۶۱ افغانان مړه شوی او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.

طالبانو په پکتیا کې ۳۸ کلینیکونه، درملتونونه او نور روغتیايي مراکز تړلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۰

په پکتیا ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې ۳۸ درملتونونه، واړه کلینیکونه او نور روغتیايي شخصي مراکز د قانوني کاري جوازونو د نه درلودو او له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله، تړلي دي.

په پکتيا کې د طالبانو ولایتي دفتر ویلي، چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځیو نظارت کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د څارنې په پایله کې ۴ کلینیکونه، ۱۸ روغتیایي کتنځایونه، ۹ د غاښونو کلینیکونه، ۶ لابراتوارونه او یو د ایکسرې خونه وتړل شول.

همدارنګه، د یاد نظارت په ترڅ کې ۱۵قلمه نېټه تېر درمل او شاوخوا دوه ټنه خوراکي توکي، چې ۸۲قلمه وو، راټول او د له منځه وړلو لپاره مرکزي زیرمتون ته لېږدول شوي دي.

طالبانو ټینګار کړی چې د دې اقداماتو موخه د خلکو روغتیا ساتنه او د قانوني او صحي معیارونو پلي کول دي.

طالبان په ننګرهار کې د راستنو شویو کډوالو لپاره «نمونوي ښارګوټی» جوړوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري په ختیځ کې د یو این ډي پي له مشر اناتولي بالینو سره په کتنه کې ویلي چې په ننګرهار کې د راستنو شویو کورنیو لپاره نمونوي ښارګوټی جوړوي. نوموړي له اناتولي بالینو څخه د دغه ښارګوټي په جوړېدو کې همکاري غوښتې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ښارګوټی به شل کورونه، د جرګو او غونډو تالار، لمریزه برېښنا، د اوبو شبکه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري.

طالب مرستیال والي زیاته کړې چې په دره نور ولسوالۍ کې به ۲۰۵بېوزله کورنیو ته هم کورونه جوړ شي او د یادو پروژو سروې او پلان جوړول پیل شوي دي.

هغه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مسوولینو غوښتنه کړې چې د نمونوي ښارګوټي تجربه دې په رسمي ښارګوټو کې هم تطبیق شي.

بل خوا، اناتولي بالینو ویلي چې د نمونوي ښارګوټي تر جوړېدو وروسته به له نړیوالو مرسته کوونکو سره خبرې وشي چې لوی ښارګوټی هم په ورته بڼه جوړ شي.