طالبان وایي له پاکستان او ایران نه تر زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) له پاکستان او ایران نه ۲۵۰ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶۱ ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلامکلا، د هلمند د بهرامچې او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.





