• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ پر سویلي کوریا نوې ګمرکي تعرفې ولګولې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه)اعلان وکړ، چې د سویلي کوریا پر هغو موټرو او درملو به چې امریکا ته واردیږي ګمرکي تعرفي له ۱۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړې کړي.

ټرمپ پر خپله سوشیال ټروت پاڼه لیکلي، چې یاده پرېکړه یې د سویلي کوریا د پارلمان له‌خوا له واشګنټن سره پر شوې تاریخي سوداګریزې هوکړې د عمل کولو په غبرګون کې کړې ده.

ټرمپ لیکلي: «د سویلي کوریا پارلمان له امریکا سره پر خپلې هوکړې ولاړ نه‌دی. ځکه چې هغوی زموږ تاریخي سوداګریزه هوکړه لا نه‌ده تصویب کړې، زه له همدې امله پر کوريايي موټرو، درملو او نورو متقابلو وارداتو تعرفې له ۱۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړوم».

دواړو هېوادونو تېرکال هوکړه کړې وه، چې امریکا به پر کوریايي صادراتو تعرفې ۱۵ سلنې ته راټیټوي، خو د روانې میاشتې په پیل کې د سویلي کوریا د مالیې وزیر ویلي وو، چې په امریکا کې د ۳۵۰ میلیارده ډالرو د پانګونې پلان ښايي د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمايي کې پیل نه‌شي.

سویلي کوریا ویلي وو، چې د یاد هېواد د کرنسۍ ارزښت خورا راټیټ شوی او امریکا ته د دومره لویې کچې پیسو وتل به د سویلي کوریا اقتصاد ته سخت زیان ورسوي.

تر اوسه لا څرګنده نه‌ده، چې پر کوریايي توکو به د امریکا نوې لګول شوې تعرفې له کومې نیټې پلې شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې د ژمني توپان له امله تر اوسه ۲۸ کسان مړه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې، له شنبې تر دوشنبې پورې په امریکا کې د سخت ژمني توپان، زیاتې یخنۍ او واورو له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي. دغه ناورین د دې هېواد په سویلي ایالتونو کې رامنځته شوی او له امله یې د سلګونه زره کورونو او د سوداګریزو مرکزونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د امریکا د هوا پوهنې ملي ادارې ویلي، چې د دغه هېواد په ځینو برخو، په ځانګړي ډول په پنسلوانیا ایالت کې تر ۵۰ سانتي‌متره پورې واوره ورېدلې ده. د یادې ادارې په وینا، سخته یخني او ساړه بادونه به د دوشنبې تر ناوخته او د سې‌شنبې تر ورځې دوام ولري.

د اسوشېتېد پرېس د راپور له‌مخې، د امریکا په سویلي سیمو کې له یخ سره ګډ باران د ونو څانګې ماتې کړي او د برېښنا ستنې یې راغورځولې دي. د برېښنا ډېری پرې کېدنې په سویلي سیمو کې ثبت شوې دي، چې په‌کې د مسیسي‌پي شمالي برخې او د ټېنسي ایالت ځینې سیمې شاملې دي.

د دوشنبې تر ماسپښینه، په ټوله امریکا کې د ۷۵۰ زره پورې د برېښنا پرې کېدو پېښې ثبت شوې دي.

دغه ژمني توپان لا هم د خلکو تګ راتګ او سفرونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د اسوشېتېد پرېس د معلوماتو له‌مخې، یوازې د دوشنبې په ورځ په امریکا کې له ۸ زرو څخه زیاتې الوتنې ځنډېدلي یا لغوه شوي او د یکشنبې په ورځ د ټول هېواد ۴۵ سلنه الوتنې لغوه شوې وې.

سپینه ماڼۍ: له غزې د وروستي یرغمل شوي اسراییلي جسد ترلاسه کول د ټرمپ ډیپلوماټیکه بریا ده

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په غزه کې د یرغمل شوي وروستي اسراييلي کس د جسد ترلاسه کول د ډونالډ ټرمپ د بهرني سیاست یوه لویه او تاریخي بریا بللې ده. اسراییل هم دا تایید کړې، چې په غزه کې وروستی پاتی شوی اسراییلي جسد ور سپارل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي: «په غزه کې د اسراييلي یرغمل شویو کسانو وروستی پاتې شوی جسد هم ترلاسه شو. دا د امریکا د ولسمشر، د اسراییل د حکومت او د ټولې نړۍ لپاره د بهرني سیاست یوه لویه لاسته راوړنه ده. ټرمپ ناممکن، ممکن کړل».

له دې سره سم، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې غونډې پرمهال تایید کړې، چې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د وروستي کس جسد یې هم ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې:«موږ د اسراییل اتل، ران ګویلي بېرته راستون کړ. یاد دې تل وي. په غزه کې نور یرغمل شوی کس نه‌لرو».

څو ورځې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو خبرداری ورکړی وو، چې تر هغو به د مصر او فلسطین ترمنځ د رفح لارې پرانېستلو ته اجازه ور نه‌کړي،‌ څو د وروستي اسراییل جسد نه‌وي ورسپارل شوی، خو تر اوسه لا هم د رفح لارې د پرانېستلو په اړه کوم جزییات نه دي ورکړل شوي.

ملګري ملتونه: د غزې په ګڼو سیمو کې بشري وضعیت بوږنوونکي پړاو ته داخل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په غزه او لویدیځه غاړه کې بشري وضعیت بوږنوونکي حالت ته داخل شوی او د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو له امله زرګونه امیندواره ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان له مرګوني ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د فلسطین په ځینو سیمو کې میلیونونه کسان د سېلابونو، لوږې او سړې هوا له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره هلته روغتیايي سیستم پاشل شوی او ډېری تاسیسات یې هم ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې مرکزونه له خپل ظرفیت څخه څو برابره زیات کار کوي.

یاد سازمان زیاته کړې: «امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او تنکي ځوانان له جدي خطرونو سره مخ دي، چې په‌کې د خوارځواکۍ او د ولادت پر مهال د مخنیوي وړ اختلالونه شامل دي».

راپور زیاتوي، چې په لویدیځه غاړه کې د سختو پوځي عملیاتو، تاوتریخوالي او پر تګ راتګ د محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ملاتړ مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې له میداني ستونزو سربیره یې په غزه او لویدیځه غاړه کې خپل خدمات چټک کړي، خو د کړکېچ کچې او دوام ته په کتو کافي بودجه نه‌لري.

دوی د ۲۰۲۶ کال لپاره په غزه کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي خدماتو د بیارغونې لپاره د ډیرې بودجې غوښتنه کړې ده.

امارات: چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ فضا او خاوره د ایران پر ضد پوځي‌ اقدام کې وکاروي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۰

د متحده عربي امارات بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چاته اجازه نه‌ورکوي، چې د یاد هېواد خاوره او هوايي حریم د ایران پر ضد پوځي اقدام لپاره وکاروي.

د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې هېچاته د ایران پر ضد پوځي اقداماتو لپاره د خپلې خاورې او فضا د کارولو اجازه نه‌ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي:«خبرې اترې، د تاوتریخوالي کمول، نړۍوالو قوانینو ته غاړه اېښودل او د هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی د اوسنیو کړکېچونو د حل لپاره تر ټولو اغېزناکې چارې دي».

متحده عربي امارات له ډیپلوماټیکو لارو د شخړو پر هوارولو ټینګار کړی دی.

د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزارت یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې په دې وروستیو کې د امریکا یوه لویه پوځې بیړۍ منځنۍ ختیځ ته رسیدلې او داسې انګیرل کېږي، چې یاده بیړۍ پر ایران د برید لپاره منځنۍ ختیځ ته لېږدول شوې ده، خو لا تر اوسه امریکا په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د فرانسې دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو وژل شویو عسکرو قبرونو ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د فرانسې رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د دفاع وزارت مرستیالې الیس روفو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د خپلو هغو عسکرو درناوي لپاره قبرونو ته ورغلې چې افغانستان کې وژل شوي وو. نوموړې ویلي، د دغو عسکرو قرباني باید د ټرمپ د ناسمو ادعاو له کبله تر پوښتنې لاندې رانه‌شي.

نوموړې چې د وژل شویو عسکرو پر قبرونو یې ګلونه اېښودل خبریالانو ته وویل: «موږ دا نه‌منو چې د هغوی قربانیو او خاطرو ته څوک سپکاوی وکړي».

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو شاوخوا یوه میاشت وروسته، متحده ایالاتو په افغانستان کې د نړۍوال اېتلاف مشري پر غاړه واخیسته. د دې پوځي عملیاتو موخه دا وه، چې د القاعده شبکه له‌منځه یوسي؛ هغه ډله چې له افغانستانه یې د خپل فعالیت د مرکز په توګه کار اخیست او همدارنګه طالبان، چې د دغې شبکې کوربه وو، نسکور کړي.

د امریکا تر څنګ، د لسګونو نورو هېوادونو ځواکونه، په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې ځای پر ځای شول. ناټو هغه پوځي تړون دی، چې د ګډې دفاع ماموریت یې د نیویارک او واشنګټن له بریدونو وروسته د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره فعال شو. خو ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د سویس په داووس ښار کې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د ناټو غیرامریکايي ځواکونه «دجګړې له لومړۍ کرښې لږ څه لرې او شاته پراته وو».

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د دې جګړې پر مهال، ټولټال ۹۰ فرانسوي عسکر ووژل شول.

آلیس روفو وویل: «په داسې شېبو کې، دا له سمبولیک پلوه ډېر مهمه ده، چې د هغوی د کورنیو لپاره، د هغوی د یاد لپاره دلته حاضر شو او ټولو ته یادونه وکړو، چې هغوی په لومړۍ کرښه کې څومره سترې قربانۍ ورکړې دي».

وروسته له هغې چې د ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه او اعتراضونه راوپارول، هغه له خپلې ادعا شاته شو او د هغو برېتانوي عسکرو ستاینه یې وکړه، چې په افغانستان کې یې جګړه کړې وه، خو د نورو هېوادونو د ځواکونو په اړه یې څه ونه ویل.

روفو وویل: «ما دا غبرګونونه لیدلي دي، په ځانګړي ډول د پخوانیو عسکرو د ټولنو له لوري، چې پهکې غوسه، قهر او ژور خپګان څرګند شوی دی».هغې زیاته کړه، چې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ یووالی باید پر داسې لانجو برلاسی شي.

هغې زیاته کړه: «تاسو پوهېږئ، کله چې جګړې ته ځو، د امریکايي، برېتانوي او فرانسوي عسکرو ترمنځ یوه پوځي ورورولي موجوده وي».