• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فیفا ته د ایران د فوټبال ټولنې لیک: د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوئ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د ایران د فوټبال یوشمېر لوبغاړو، لوبڅارانو او ورزشي خبریالانو په یوه لیک کې د فیفا له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د ایران د خلکو پر وړاندې روان ظلم وغندي او ترڅنګ یې د ایران فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوي.

په لیک کې «د فیفا د قوانینو هغو مادو ته اشاره شوې، چې د بشري حقونو درناوی او د انساني کرامت د سرغړونو پر ردولو ټینګار کوي» راغلي، چې په وروستیو لاریونونو کې د فوټبال ټولنې لږترلږه شپږ غړي وژل شوي دي.

لاسلیک کوونکو همدارنګه لیکلي، چې د سپاهان لوبډلې یو لوبغاړی د سوله‌‌ییزو لاریونونو له امله د اعدام له ګواښ سره مخ دی او یوشمېر نور لوبغاړي د خپلو دریځونو له امله احضار شوي، نیول شوي او پوښتنو ګروېږنو ته وړل شوي دي.

لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې، د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه باید هغه مهال عادي حالت ته راوګرځي چې د تایید وړ تضمین ورکړل شي؛ څو د فوټبال فعالین به نور د سوله‌ییزو نظرونو څرګندولو له امله له څار، نیونې یا اعدام سره مخ نه‌شي.

علي کریمي، محمد تقوا، سوشا مکاني، بختیار رحماني، میلاد زانیدپور، علي‌رضا مرزبان او محمدرضا فغاني د دغه لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي. دغه لیک د فیفا ټولو غړو فدراسیونونو ته هم استول شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

نورستاني د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا اعلان کړی، چې د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ لوبډلې توپ اچوونکي نورستاني عمرزي د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې د ۱۰ وېکټو په اخیستلو سره لومړی ځای خپل کړی.

له هغه وروسته د ۹ وېکټو په اخیستلو سره د هند هینال پټېل او د پاکستان علي رضا دویم او درېیم ځای خپل کړی دی. د نورستاني عمرزي په څېر ګڼ لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله کې ډېر ښه وځلېدل، د ډله‌ییزو لوبو پړاو کې یې اغېزمن فعالیت وکړ او د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او تنزانیا په وړاندې یې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته لاره وموندله.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د قانون له مخې؛ د ډله‌ییزو لوبو پړاو امتیازونه بل پړاو ته لېږدول کېږي، افغانستان اوس د شپږو غوره لوبډلو په پړاو کې څلور امتیازونه لري او نیمه پای لوبې ته د تګ لوړ چانس لري.

افغانستان د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړي ګروپ کې د اسټرالیا، سریلانکا، وېسټ انډیز، سویلي افریقا او اېرلنډ سره همډلی دی او په‌دې پړاو کې به دوی د سریلانکا او اېرلینډ په وړاندې لوبه وکړي. له یوې بریا سره افغان لوبډله کولای شي د سیالیو بل پړاو ته لاره ومومي.
د شپږو غوره لوبډلو پړاو لپاره د افغانستان د لوبو مهالوېش:
افغانستان د سریلانکا په وړاندې | د جنورۍ ۲۶مه (دوشنبه، د سلواغې ۶مه)| د وینډهوک لوبغالی نامیبیا
افغانستان د اېرلنډ په وړاندې | د جنورۍ ۳۰مه (جمعه، د سلواغې ۱۰مه) | د هرارې لوبغالی، زیمبابوې

زېلېنسکي وايي د اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه په بشپړ ډول تیار دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) په ابو ظبي کې له روسیې سره په مذاکراتو کې پرمختګ ته په اشارې وویل، د اوکراین د امنیتي تضمین لپاره د امریکا سند سل په سلو کې تیار دی او کېیف د هغه د لاسلیک لپاره د نېټې او ځای روښانه کېدو ته په تمه دی.

زېلېنسکي په همدې تړاو په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، دغه سند به له لاسلیک کېدو ورسته د تصویب لپاره د امریکا کانګرس او د اوکراین پارلمان ته وسپارل شي.

د تېرې جمعې او شنبې په ورځو اوکرایني او روسي مرکچیانو د امریکايي منځګړو په حضور سره خپله لومړنۍ غونډه په ابو ظبي کې ترسره کړه. په دې غونډه کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د واشنګټن وړاندیزونه وارزول شول، خو دغه غونډه له هوکړې پرته پایته ورسېده.

له دې سره سم، مسکو او کېیف اعلان کړی، چې د مذاکراتو دوام ته چمتووالی لري. یوه امریکايي چارواکي هم په ابو ظبي کې د مذاکراتو له پایته رسېدو وویل، ښايي په دې تړاو نورې خبرې راتلونکې یکشنبه په ابوظبي کې ترسره شي.

ولادیمیر زېلېنسکي وویل: «پخوا ډېرې نا حل شوې خبرې وې، خو اوس یې شمېر راکم شوی دی». هغه زیاته کړه، مسکو هڅې کوي په هر ډول چې وي اوکراین دې ته اړ کړي چې د دغه هېواد له ختیځو برخو لاس په سر شي.

نوموړي یو ځل بیا په ډاګه کړه چې، د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې یې له خپل دریځه شاتګ نه‌دی کړی او همدراز یې وویل، امریکا هڅې کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ یوه حل لاره ومومي او په وینا یې ټولې ښکېلې خواوې باید یوه جوړجاړي ته چمتووالی ولري.

نوموړي د روان کال په لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې له روسیې سره د جګړې د پایته رسېدو په موخه له ناټو سره له یو ځای کېدو لاس په سر شوی او په بدل کې یې له لویدیځوالو امنیتي تضمین غوښتی وو.

په امریکا کې واورو او توپانونو ۱ میلیون کسان له برېښنا بې برخې او زرګونه الوتنې لغوه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۰

د امریکا په ختیځ او سویلي ایالتونو کې درنو وارو او توپانونو ۱ میلیون کسان له برېښنايي خدماتو بې برخې کړي او په هوايي ټرانسپورټ کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) له غرمې وروسته په امریکا کې تر یو میلیون ډېرو کسانو برېښنا نه لرله او د برېښنا د نشتوالي له امله تر ټولو ډېر د ټینسي، مسیسپي او لویزیانا ایالتونه اغېزمن شوي دي.

د راپور له‌مخې، په نیویارک، فیلاډیلفیا، شارلوټ او واشنګټن کې بیا د یکشنبې په ورځ تر ۱۰۸۰۰ ډیرې الوتنې لغوه شوې دي.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د توپاني وارې ورېدنې له امله د امریکا ولسمشر په ۱۲ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د امریکا د هوا پوهنې ادارو راپور ورکړی، چې راتلونکو ورځو کې به هم د امریکا په ځینو ایالتونو کې د واورو ورښت دوام ولري او له هغې وروسته به د سړې هوا سخته څپه هم پیل شي.

ټایم مجلې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو په اړه د ایران انټرنشنل راپور تایید کړ

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰

ټایم مجلې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په ایران کې د لاریونونو پرمهال یوازې په دوو ورځو کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي له ۳۰ زره ډېر وي. تر دې مخکې ایران انټرنشنل هم راپور ورکړی وو، چې په ایران کې د لاریونونو پر مهال ۳۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت دوو لوړ پوړو چارواکو ټایم مجلې ته ویلي، چې د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه د ایران په سړکونو کې د قربانیانو شمېر دومره ډېر و،و چې حکومت د جسدونو د راټولولو او ښخولو ظرفیت یې فلج کړی وو.

یادو سرچینو ویلي، چې په هغو دوو ورځو کې د جسدونو د کڅوړو زیرمې ختمې شوې وې او جسدونه د امبولانسونو پر ځای په لاریو کې انتقالېدل، خو د ایران حکومت د لاریونونو پر مهال یوازې د ۳۰۰۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.

په امریکا کې مېشت د بشري حقونونو یو سازمان بیا یوازې د ۵۴۵۹ کسانو مړینه تاييد کړې او وايي، چې له ۱۷۰۰۰ څخه د ډېرو وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوي.

ټایم مجلې لیکلي، چې د ایران د روغتیا وزارت شمېرې د ډاکټرانو او د ژغورنې د کارکوونکو له‌خوا له راټولو شویو شمېرو سره سمون لري.

د امیر پرستا په نوم جرمن ـ ایراني جراح چې یاد راپور یې چمتو کړی، ټایم مجلې ته ویلي، چې په یادو شمېرو کې هغه کسان نه‌دي شامل چې په نظامي روغتونونو کې مړه شوي او یايي جسدونه نېغ په نېغه سړوخونو ته لېږدل شوي دي.

د ټایم مجلې په راپور کې راغلي، چې د انټرنېټ او مخابراتي اړیکو د پرې کېدو له امله په خپلواک ډول د وژل شویو کسانو د شمېر تاییدول شونې نه‌دي او د قربانیانو شمېرنه له خنډ سره مخ ده.

له دې سره سم، عیني شاهدانو ویلي، چې د نظامیانو له‌خوا د ودانیو له بامونو او موټرو څخه پر لاریون کوونکو ډزې شوې دي.

په ورته مهال بیا کارپوهان پر دې باور دي، چې د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه داسې عام وژنه ترسره شوې، چې په تاریخي لحاظ یوازې د هولوکاسټ پر مهال د «بابي یار» درې له وژنو سره د مقایسې وړ ده.

اسراییل: د وروستي یرغمل شوي اسراییلي د جسد تر موندلو وروسته به د رفح لاره پرانیزو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۰

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې له مصر سره د غزې د رفح سرحدي لاره به د مساپرو پر مخ یوازې هغه مهال پرانېستل شي، څو چې په غزه کې د وروستي پاتې شوي اسراییلي یرغمل شوي کس د جسد موندلو عملیات بشپړ شوي نه وي.

د راپورونو له‌مخې، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د ران ګویلي په نوم د یوه وژل شوي افسر د جسد موندلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

یو اسراییلي استخباراتي چارواکي ویلي، چې د دغه جسد د احتمالي ځای په اړه څو استخباراتي نښې ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ استازو له نتنیاهو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې د فلسطین او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لاره پرانیزې، خو اوس نتنیاهو د یادې لارې د پرانېستلو لپاره د خپلو یرغمل شویو کسانو د جسدونو د موندلو شرط ایښی دی.