هند په افغانستان کې د سرطان او تلسیمیا ناروغیو د درملنې مرکز جوړوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي چې هند له افغانستان سره د روغتیایي همکاریو ژمنه کړې ده. نوموړي ویلي، د دې همکاریو له مخې به نوی ډیلی په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو او د تلسیمیا ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تشخیصیه روغتیایي مرکز جوړ کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په وینا، دغه مرکز به د هېواد د لا‌علاجه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې مهم رول ولوبوي او د زرګونو ناروغانو روغتیایي ستونزې به تر ډېره راکمې کړي.