• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د ژمني توپان له امله تر اوسه ۲۸ کسان مړه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې، له شنبې تر دوشنبې پورې په امریکا کې د سخت ژمني توپان، زیاتې یخنۍ او واورو له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي. دغه ناورین د دې هېواد په سویلي ایالتونو کې رامنځته شوی او له امله یې د سلګونه زره کورونو او د سوداګریزو مرکزونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د امریکا د هوا پوهنې ملي ادارې ویلي، چې د دغه هېواد په ځینو برخو، په ځانګړي ډول په پنسلوانیا ایالت کې تر ۵۰ سانتي‌متره پورې واوره ورېدلې ده. د یادې ادارې په وینا، سخته یخني او ساړه بادونه به د دوشنبې تر ناوخته او د سې‌شنبې تر ورځې دوام ولري.

د اسوشېتېد پرېس د راپور له‌مخې، د امریکا په سویلي سیمو کې له یخ سره ګډ باران د ونو څانګې ماتې کړي او د برېښنا ستنې یې راغورځولې دي. د برېښنا ډېری پرې کېدنې په سویلي سیمو کې ثبت شوې دي، چې په‌کې د مسیسي‌پي شمالي برخې او د ټېنسي ایالت ځینې سیمې شاملې دي.

د دوشنبې تر ماسپښینه، په ټوله امریکا کې د ۷۵۰ زره پورې د برېښنا پرې کېدو پېښې ثبت شوې دي.

دغه ژمني توپان لا هم د خلکو تګ راتګ او سفرونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د اسوشېتېد پرېس د معلوماتو له‌مخې، یوازې د دوشنبې په ورځ په امریکا کې له ۸ زرو څخه زیاتې الوتنې ځنډېدلي یا لغوه شوي او د یکشنبې په ورځ د ټول هېواد ۴۵ سلنه الوتنې لغوه شوې وې.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

سپینه ماڼۍ: له غزې د وروستي یرغمل شوي اسراییلي جسد ترلاسه کول د ټرمپ ډیپلوماټیکه بریا ده

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په غزه کې د یرغمل شوي وروستي اسراييلي کس د جسد ترلاسه کول د ډونالډ ټرمپ د بهرني سیاست یوه لویه او تاریخي بریا بللې ده. اسراییل هم دا تایید کړې، چې په غزه کې وروستی پاتی شوی اسراییلي جسد ور سپارل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي: «په غزه کې د اسراييلي یرغمل شویو کسانو وروستی پاتې شوی جسد هم ترلاسه شو. دا د امریکا د ولسمشر، د اسراییل د حکومت او د ټولې نړۍ لپاره د بهرني سیاست یوه لویه لاسته راوړنه ده. ټرمپ ناممکن، ممکن کړل».

له دې سره سم، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې غونډې پرمهال تایید کړې، چې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د وروستي کس جسد یې هم ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې:«موږ د اسراییل اتل، ران ګویلي بېرته راستون کړ. یاد دې تل وي. په غزه کې نور یرغمل شوی کس نه‌لرو».

څو ورځې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو خبرداری ورکړی وو، چې تر هغو به د مصر او فلسطین ترمنځ د رفح لارې پرانېستلو ته اجازه ور نه‌کړي،‌ څو د وروستي اسراییل جسد نه‌وي ورسپارل شوی، خو تر اوسه لا هم د رفح لارې د پرانېستلو په اړه کوم جزییات نه دي ورکړل شوي.

ملګري ملتونه: د غزې په ګڼو سیمو کې بشري وضعیت بوږنوونکي پړاو ته داخل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په غزه او لویدیځه غاړه کې بشري وضعیت بوږنوونکي حالت ته داخل شوی او د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو له امله زرګونه امیندواره ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان له مرګوني ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د فلسطین په ځینو سیمو کې میلیونونه کسان د سېلابونو، لوږې او سړې هوا له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره هلته روغتیايي سیستم پاشل شوی او ډېری تاسیسات یې هم ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې مرکزونه له خپل ظرفیت څخه څو برابره زیات کار کوي.

یاد سازمان زیاته کړې: «امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او تنکي ځوانان له جدي خطرونو سره مخ دي، چې په‌کې د خوارځواکۍ او د ولادت پر مهال د مخنیوي وړ اختلالونه شامل دي».

راپور زیاتوي، چې په لویدیځه غاړه کې د سختو پوځي عملیاتو، تاوتریخوالي او پر تګ راتګ د محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ملاتړ مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې له میداني ستونزو سربیره یې په غزه او لویدیځه غاړه کې خپل خدمات چټک کړي، خو د کړکېچ کچې او دوام ته په کتو کافي بودجه نه‌لري.

دوی د ۲۰۲۶ کال لپاره په غزه کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي خدماتو د بیارغونې لپاره د ډیرې بودجې غوښتنه کړې ده.

امارات: چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ فضا او خاوره د ایران پر ضد پوځي‌ اقدام کې وکاروي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۰

د متحده عربي امارات بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چاته اجازه نه‌ورکوي، چې د یاد هېواد خاوره او هوايي حریم د ایران پر ضد پوځي اقدام لپاره وکاروي.

د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې هېچاته د ایران پر ضد پوځي اقداماتو لپاره د خپلې خاورې او فضا د کارولو اجازه نه‌ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي:«خبرې اترې، د تاوتریخوالي کمول، نړۍوالو قوانینو ته غاړه اېښودل او د هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی د اوسنیو کړکېچونو د حل لپاره تر ټولو اغېزناکې چارې دي».

متحده عربي امارات له ډیپلوماټیکو لارو د شخړو پر هوارولو ټینګار کړی دی.

د متحده عربي امارات د بهرنیو چارو وزارت یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې په دې وروستیو کې د امریکا یوه لویه پوځې بیړۍ منځنۍ ختیځ ته رسیدلې او داسې انګیرل کېږي، چې یاده بیړۍ پر ایران د برید لپاره منځنۍ ختیځ ته لېږدول شوې ده، خو لا تر اوسه امریکا په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د فرانسې دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو وژل شویو عسکرو قبرونو ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د فرانسې رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د دفاع وزارت مرستیالې الیس روفو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د خپلو هغو عسکرو درناوي لپاره قبرونو ته ورغلې چې افغانستان کې وژل شوي وو. نوموړې ویلي، د دغو عسکرو قرباني باید د ټرمپ د ناسمو ادعاو له کبله تر پوښتنې لاندې رانه‌شي.

نوموړې چې د وژل شویو عسکرو پر قبرونو یې ګلونه اېښودل خبریالانو ته وویل: «موږ دا نه‌منو چې د هغوی قربانیو او خاطرو ته څوک سپکاوی وکړي».

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو شاوخوا یوه میاشت وروسته، متحده ایالاتو په افغانستان کې د نړۍوال اېتلاف مشري پر غاړه واخیسته. د دې پوځي عملیاتو موخه دا وه، چې د القاعده شبکه له‌منځه یوسي؛ هغه ډله چې له افغانستانه یې د خپل فعالیت د مرکز په توګه کار اخیست او همدارنګه طالبان، چې د دغې شبکې کوربه وو، نسکور کړي.

د امریکا تر څنګ، د لسګونو نورو هېوادونو ځواکونه، په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې ځای پر ځای شول. ناټو هغه پوځي تړون دی، چې د ګډې دفاع ماموریت یې د نیویارک او واشنګټن له بریدونو وروسته د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره فعال شو. خو ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د سویس په داووس ښار کې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د ناټو غیرامریکايي ځواکونه «دجګړې له لومړۍ کرښې لږ څه لرې او شاته پراته وو».

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د دې جګړې پر مهال، ټولټال ۹۰ فرانسوي عسکر ووژل شول.

آلیس روفو وویل: «په داسې شېبو کې، دا له سمبولیک پلوه ډېر مهمه ده، چې د هغوی د کورنیو لپاره، د هغوی د یاد لپاره دلته حاضر شو او ټولو ته یادونه وکړو، چې هغوی په لومړۍ کرښه کې څومره سترې قربانۍ ورکړې دي».

وروسته له هغې چې د ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه او اعتراضونه راوپارول، هغه له خپلې ادعا شاته شو او د هغو برېتانوي عسکرو ستاینه یې وکړه، چې په افغانستان کې یې جګړه کړې وه، خو د نورو هېوادونو د ځواکونو په اړه یې څه ونه ویل.

روفو وویل: «ما دا غبرګونونه لیدلي دي، په ځانګړي ډول د پخوانیو عسکرو د ټولنو له لوري، چې پهکې غوسه، قهر او ژور خپګان څرګند شوی دی».هغې زیاته کړه، چې د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ یووالی باید پر داسې لانجو برلاسی شي.

هغې زیاته کړه: «تاسو پوهېږئ، کله چې جګړې ته ځو، د امریکايي، برېتانوي او فرانسوي عسکرو ترمنځ یوه پوځي ورورولي موجوده وي».

ګوترېش: هېڅ ایتلاف نه‌شي کولای چې د سولې او امنیت په اړه خپلې پرېکړې پر نورو هېوادونو ومني

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ټرمپ «د سولې نړۍوال بورډ» ته په اشارې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ټولو غړو هېوادونو استازیتوب د سولې او امنیت په مسایلو کې د عمل کولو ځانګړی واک لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) پر خپلې اېکس‌پانې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سولې او امنیت په مسایلو کې د ټولو غړو هېوادونو په استازیتوب د عمل کولو په برخه کې ځانګړی صلاحیت لري.

نوموړي زیاته کړې: «دا یوازنۍ اداره ده، چې پرېکړې یې پر ټولو غړو هېوادونو لازمي دي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا پرته بله هېڅ اداره یا ځانګړی اېتلاف نه‌شي کولای چې په قانوني ډول ټول هېوادونه د سولې او امنیت په اړه د خپلو پرېکړو منلو ته اړ کړي.

ګوترېش ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسوولیت بې سارې دی او مکلفیت یې نړۍوال دی.

ګوترېش زیاته کړې:«له همدې امله موږ باید پرته له ځنډه د امنیت شورا د استازولۍ پر اغېزناکتوب لا ډېر کار وکړو».

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د اقتصاد نړۍوال فورم د غونډې پر مهال «د سولې نړۍوال بورډ» اعلان کړ او ګڼو هېوادونو ته یې په‌کې د غړیتوب بلنه ورکړه.