• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حلیم فدایي: د طالبانو مخالفین باید تر هر څه لومړی خپلمنځي اختلافونه پای ته ورسوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۴ GMT+۰

د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، د طالبانو مخالفان یوازې یوه لاره لري او هغه دا چې باید خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي. د هغه په وینا، د طالبانو مخالف سیاستوال باید یو منظم، واحد او د باور وړ اپوزېسیون رامنځته کړي.

نوموړي د سلواغې په ۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «که څوک دا ګومان کوي چې په اوسني ګډوډ، وېشلي، بې روایته او بې‌برنامې حالت کې به د افغانستان وضعیت بدل کړي، نو دا نه‌یوازې ناممکنه ده، بلکې خپل شخصي او سیاسي حالت به هم بدل نه کړي».

د فدایي په خبره، نور باید د نړیوالو تشو وعدو، کیسو او پیسو ته سترګې ونه نیول شي. هغه دا حالت «جهالت» بللی دی.

په جلا وطنۍ کې د پخواني نسکور شوي جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او د ګوندونو مشرانو په ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د طالبانو خلاف ګډ سیاسي خوځښتونه رامنځته کړل، خو وروسته یې ترمنځ اختلافونه اوج ته ورسېدل او فعالیتونه یې بېرته په ټپه ودرېدل.

د طالبانو د سیاسي مخالفانو تر څنګ د دغې ډلې پر وړاندې یو شمېر وسله‌والې جبهې هم جوړې شوي او باور لري، چې دوی پر کابل له واکمنې ډلې څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره «جنګي مبارزه» کوي. هم‌مهاله د دغو جنګي جبهو ترمنځ هم اختلافات لیدل شوي او پر یوه لاره یې تګ ناشونی بلل شوی دی. ان وخت ناوخت د دغو جبهو له‌منځه پر یو بل توندې نیوکې هم شوې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د ښځو په اړه د طالبانو دریځ تر هغې د منلو نه‌دی څو تبعیض پای ته ونه‌رسېږي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۰

ملګرو ملتونو ویلي، تر هغې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تبعیض او بندیزونه کم نه‌شي، د ښځو د وضعیت د ښه‌والي اړوند خبرې د باور وړ نه‌دي. د ملګرو ملتونو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، د ښځو د ژوند شرایط هغه وخت د باور وړ بدلون موندلی شي، چې پر هغوی لګېدلي محدودیتونه لرې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل ته د د درې ورځني سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو وغوښتل، څو پراخ تبعیضي اقدامات، لکه د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند اسټېفان دوجاریک د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو د دې غوښتنې په اړه څه غبرګون ښودلی، د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه. دا چاره ښيي، چې د سرمنشي مرستیالې د ښځو د حقونو د درناوي په اړه له طالبانو کوم هیله‌بښونکی پیغام نه‌دی ترلاسه کړی.

دوجاریک په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل: «زه نشم کولی د کابل د واکمنو چارواکو پر ځای خبرې وکړم، خو یوه خبره روښانه ده، چې افغان نجونې او ښځې د ژوند په ټولو برخو کې تر سختو بندیزونو لاندې دي، نو کله چې دا محدودیتونه کم شي، هغه وخت بیا ویلی شو چې بدلون راغلی دی».

د روزمري ډیکارلو سفر د یکشنبې په ورځ د سلواغې په پنځمه پای ته ورسېد. دا سفر د ښځو پر کار د بندیزونو د لرې کولو، د تبعیض د پای ته رسولو او د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو د ژمنو پر ټینګار متمرکز وو.

خو برعکس، طالب چارواکو په خپلو اعلامیو کې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې له سفر وروسته خپرې شوې، د افغان ښځو پر وړاندې د ځپنې او تبعیض موضوع له پامه غورځولې او پر اقتصادي لاسته‌راوړنو او د نشه‌يي توکو پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.

د دواړو لورو اعلامیې ښيي، چې د نړۍ د هېوادونو په استازیتوب د ملګرو ملتونو او د طالبانو د ادارې اجنډاوې یو بل ته نږدې شوې نه‌دي او طالبان لا هم نه‌غواړي د ښځو د بنسټیزو حقونو په تړاو له ملګرو ملتونو سره رغنده خبرې وکړي.

ډیکارلو د دې سفر پر مهال په کابل کې د مدني ټولنې له استازو او بهرنیو ډېپلوماتانو سره ولیدل، خو د نامعلومو لاملونو له امله یې له مشهورو سیاسي څېرو لکه ډاکټر عبدالله عبدالله سره نه‌دي لیدلي.

طالبان وايي په بلخ او غور ولایتونو کې یې دوه کوډګر نیولي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، دوه کسان یې په بلخ او غور ولایتونو کې د کوډګرۍ او د خلکو د غولولو په تور نیولي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو کسانو د غولوونکو چارو او د خلکو له دیني باورونو په ناسمه استفادې سره په غیر مشروع ډول له خلکو ډېرې پیسې اخیستې، خو بالاخره د ځايي خلکو له شکایتونو وروسته نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاد کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د اسلامي شریعت خلاف هر ډول چاره به په جدي توګه وڅارل شي او سرغړوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي.

اصف درانی: دا اندېښمنوونکې ده چې طالبانو ملایان له محاکمې خوندي بللي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی د ملا هبت‌الله «جزایي اصول‌نامې» ته په اشارې ویلي، دا خورا د اندېښنې وړ ده، چې ملایان له هر ډول محاکمې خوندي وي. هغه وایي، د ملا هبت‌الله اصول‌نامه کې اشرافو ته قانون نشته، خو د ټولنې عام وګړي په‌کې «غلامان» ښودل شوي.

دې مخکېني پاکستاني چارواکي نیوکه کړې، چې د طالبانو دغه «جزایي اصول‌نامه» به افغان ټولنه د تیارو پر لور ور برابره کړي او عدالتي بهیر به لا نور ټکنی کړي. نوموړي همداراز اندېښنه څرګنده کړې، چې په دې اصول‌نامه کې کم عمره نجونې د واده وړ بلل شوې دي.

اصف درانی د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د کم عمره نجونو ودول د افغاني ټولنې یو پخوانی دود دی او باید مخه یې په دې قانون کې نیول شوی وی. هغه همدا راز ادعا کړې: «په دودیز ډول افغاني ټولنه کې چې کله نجلۍ په یوې کورنۍ کې زېږي، خلک ورته د‌ پیسو د سرچینې په سترګه ګوري. ځکه د نجلۍ ورونه یا پلار د واده پر مهال پیسې چې ولور بلل کېږي، ترلاسه کوي».

د افغانستان لپاره د پاکستان دې پخواني استازي تر دې دمخه هم د طالبانو پر یو شمېر کړنو جدي نیوکې کړي او ان پر افغانستان یې دا واکمنه ډله استبدادي هم بللې ده. د طالبانو د «جزایي اصول‌نامې» په تړاو ګڼو افغان حقوق پوهانو او پخوانیو حکومتي چارواکو هم سختې نیوکې کړي او دا یې د افغانانو پر وړاندې د محدودیتونو او بندیزونو نوې هڅه بللې ده.

ملا هبت الله تېره اونۍ یاده اصول‌نامه توشېح کړې، چې له‌مخې یې د ټولنې وګړي په بېلابېلو طبقو وېشل شوي او د طالبانو په ګډون په کې ملایانو ته د جرمونو پر وړاندې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.

د ماشومانو خوندیتوب اداره: د سړې هوا له امله د خیمه مېشتو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویلي، چې په افغانستان کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونو ماشومانو روغتیايي خطرونه زیاته کړي، چې په خیمو کې اوسېږي. په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او د سرپناه د نه‌لرلو له امله یو شمېر کورنۍ لا هم په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ویلي، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی، چې په خیمو کې اوسېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب ادارې رییس بوجار هوکسا وايي: «د افغانستان په ختیځو زلزله ځپلو برخو کې تر صفر ټېټه تودوخه او واوره د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي. پنځه میاشتې وروسته له هغه چې زلزلې په کونړ کې ژوند او معیشت له خلکو واخیست، ډیری ماشومان او د هغوی کورنۍ لا هم خیمې د خپل کور په توګه کاروي. یوازې ترپالونه هغوی له درنې واورې، سړو بادونو او ټیټې تودوخې څخه ساتي».

نوموړي ویلي، چې سړې هوا پر ماشومان اغېزه کړې او ماشومان یې د تنفسي ناروغیو په ځانګړې توګه د سینه و بغل پر وړاندې خورا کمزوري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د درنو واورو له امله څه بادې ۷۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

په برېتانیا کې پر جنسي تېري د تورنو دوو افغانانو محاکمه وځنډول شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د برېتانیا په نونیتون ښار کې پر یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ پر جنسي تېري د تورنو دوو افغانانو د محاکمې بهیر ځنډېدلی دی. ټاکل شوې وه، چې دغه قضیه د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۶مه د سلواغې ۶مه) د واروېک شاهي محکمې (Warwick Crown Court) کې وڅېړل شي.

د محکمې د رسمي معلوماتو له‌مخې، دا قضیه تر ماسپښین ۲ بجو پورې د محکمې د اورېدنو په نوملړ کې شامله نه‌شوه او د هغې رسمي پیل هم تر ۴ بجو لږ مخکې وځنډېد. د دې ځنډ لامل دا ښودل شوی چې په همدې محکمه کې د یوې بلې، خو له دې قضیې سره بې‌اړیکې دوسیې اورېدنه اوږده شوې وه.

د برېتانیا رسنۍ وایي، چې څېړونکي پلاوي د وخت پای ته رسېدو له امله لوړه ونه‌کړه او له همدې کبله د احمد ملاخېل او محمد کبیر پر وړاندې د قضیې رسمي څېړنه هم پیل نه‌شوه. محکمې اعلان کړی، چې د دې قضیې دوام سې‌شنبې ورځې ته ځنډول شوی او په هماغه ورځ به منصفه پلاوی هم ورته وټاکل شي.

دغه دواړه تورن کسان د تېر کال د جولای میاشت کې په نونیتون ښار کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور نیول شوي دي. رسنۍ وایي، د قانوني محدودیتونو له‌مخې، د دغې نجلۍ هویت نه‌شي افشا کېدای.

په محکمه کې د ثبت شوې قضیې پر بنسټ، ۲۳ کلن احمد ملاخېل د جولای په ۲۲مه د نونیتون ښار د «چِوِرِل سټریټ» په سیمه کې یوه ماشومه تښتولې وه. پر نوموړي له ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشوم پر وړاندې د جنسي تعرض دوه تورونه او همدارنګه د جنسي تېري درې تورونه لګېدلي دي. هغه د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د محکمې په ناسته کې د جنسي تېري له یوې مادې سره سم اعتراف کړی، خو نور ټول ورپورې لګېدلي تورونه یې رد کړي وو.

بل تورن کس محمد کبیر نومېږي، چې ۲۴ کاله عمر لري او پر هغه تور دی، چې له۱۳ کلونو څخه د کم عمرې نجلۍ پر وړاندې د تښتونې او جنسي تېري کې مرسته کړې ده.

د برېتانیاپولیسو تر دې وړاندې تایید کړې وه، چې دواړه تورن کسان افغانان دي.