طالبان وايي د دوشنبې په ورځ په هرات کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.
د طالبانو د هرات والي او د یادې ډلې د عامې روغتیا رییس او نورو چارواکو د یاد کمپاین په اړه د همغږۍ ناسته هم کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیو ضد واکسین یاده دوره کې به ۳۰۴ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکې ورکړل شي. طالبانو ویلي، چې یاد کمپاین به په جومات ترسره شي.
تر دې مخکې، د پولیو ضد او نورو واکسینونو کمپاینونه کور په کور ترسره کېدل، خو د طالبانو د مشر هبتالله د یوه فرمان لهمخې اوس دغه ډول کمپاینونه په جوماتونو کې ترسره کېږي.
روغتیايي سرچینو تر دې مخکې د هبتالله د یادې پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودلې وه چې ډیری کسان د مصروفیتونو او یا هم نورو لاملونو له امله خپل ماشومان د واکسین لپاره جومات ته نه حاضروي، چې له امله ګڼ ماشومان له پولیو ضد واکسین څخه بې برخه کېږي.


د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ذغالي بخارۍ د دود له امله ۴ ځوانان مړه شوي دي. دغه پېښه تېره شپه د نیلي ښار د دویمې ناحیې په پنځم ګذر کې رامنځته شوې ده.
د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه تېره شپه (شنبه د سلواغې ۴مه) د بخارۍ د لولې د بندوالي له امله رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، دغه ځوانان د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه نیلي ښار ته تللي وو او هلته یې د اوسېدو لپاره یوه کوټه کرایه کړې وه.
د مسوولینو په وینا، د دغو ځوانانو عمرونه هم ۱۶، ۱۷، ۱۸ او ۱۹ کاله وو.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په تېرو لسو میاشتو کې ۴۲۶ نادرکه کسان تر موندنې وروسته خپلو کورنیو او ۶۴ ورک شوي نقلیه وسیلې خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي. د دوی په وینا، په دغو کسانو کې ښځې، ماشومان او له کوره تښتېدلې ښځې هم شامل دي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د پولیسو د ۱۱۹ بېړنۍ شمېرې له لارې ۱۰۳ تنکي ځوانان چې د بېلابېلو پلمو او د کورنیو له اجازې پرته له خپلو کورونو وتلي وو او همداراز ۸۸ نادرکه سپینږیري، ۴۰ ښځې، ۱۰۵ ماشومان او ۶۰ ماشومانې تر موندنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د نوموړي په وینا، په دې موده کې ۳۰ هغه ښځې چې له خپلو کورونو تښتېدلې وې، تر موندلو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي، خو د عاملینو په تړاو یې څه نهدي ویل شوي.
هغه زیاتوي، په دې لسو میاشتو کې ۶۴ ورکې شوې نقلیې وسیلې هم تر کشف وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي، خو نوموړي د دغو نقلیو وسیلو د ورکېدو د څرنګوالي او د عاملینو په تړاو څه نهدي ویلي.
د ننګرهار مېشتو په وینا، په لسو میاشتو کې یوازې ۶۴ ورک یا غلا شوي موټر موندل شوي، نو ښايي د غلا شویو موټرو او نورو نقلیه وسیلو شمېر تر دې ډېر لوړ وي او دا په ننګرهار ولایت کې د غلاوو د ډېرېدو ښکارندويي کوي.

په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په کابل کې د "صدای دریا" په نوم یوې راډیو په فعالیت پیل وکړ.
د "صدای دریا" راډیو مسوول سهار سیرت ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به د خلکو لپاره پر وخت او باوري معلومات وړاندې کړي او د خلکو غږ ته به په حقیقې ډول انعکاس ورکړي.
سهار سیرت ویلي: «دا راډیو به د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ستونزې، غوښتنې او نظریات تر اړوندو مسوولو ادارو ورسوي».
د "صدای دریا" راډیو مسوول ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به اورېدونکو ته د خبرو ترڅنګ، کلتوري، ټولنیزې، تعلیمي او عامه پوهاوي خپرونې هم وړاندې کړي او د ځانګړو پروګرامونو له لارې به د خلکو دودونه، عنعنات او ورځنۍ ستونزې راونغاړي، څو د ټولنیز یووالي، پوهاوي او مثبت بدلون په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
یادې راډیو په داسې حال کې خپلې خپرونې په کابل کې پیل کړې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمهییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدویتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوې او تړل شوې دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د مسوولینو په وینا، دغه کس د «زنا» په تور په دُرو وهل شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر لسو میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.
د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې دغه پرېکړه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال، امنیه قومندانۍ منسوبینو، د استخباراتو د مدیر، د امربالمعروف او نهې عن المنکر د امر او ګڼو مراجعینو په حضور کې د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

په امریکا کې د غامدي اسلامي مرکز رييس محمد حسن الیاس د طالبانو «جزايي اصولنامه» ته په غبرګون کې وايي، طالبان ځانونه «د ځمکې پر سر خدای» ګڼي او غواړي هر څه په خپل باور او خوښه پر نورو تحمیل کړي.
محمد حسن الیاس د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، طالبان د ځمکې پر سر ځانونه «خدای» ګڼي او غواړي هر څه د خپلو باورونو لهمخې پر نورو تحمیل کړي.
الیاس وايي: «ما یو وخت د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې وویل، طالبان د ځمکې پر سر ځان خدای ګڼي او غواړي په خپله خوښه هر څه پر نورو تحمیل کړي. اسلام ځينو جنایتونو ته چې اوس طالبانو سزاوې ټاکلي هېځ ډول مجازات نهدي وضع کړي».
محمد حسن الیاس په دې مرکه کې په ډاګه کړې، هېڅ حکومت د دې حق نهلري چې د خلکو په ژوند او ورځنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او په باور یې: «طالبان اشغالګر او یرغلګر قبیلوي ځواکونه دي او اوس غواړي حکومت وکړي. دوی باید پوه شي، حکومت د دې حق نهلري چې د خلکو پر ځان او ژوند مسلط واوسي».
د نوموړي په اند، طالبان د خپلې ایډيولوژۍ لهمخې، خپل باورونه پر خلکو تحمیلوي او په وینا یې: «امربالمعروف په دې معنا نه ده، چې له شریعت څخه خپل لیدلوری پر نورو تحمیل کړي. له اخلاقي اړخه امربالمعروف ښو کارونو ته د خلکو هڅونه ده. دغه دستور ښه دی، خو اساسي ستونزه دا ده، چې د دې دستور ناسم تعبیر شوی دی».
سره له دې چې اسلام او په نړۍوالو حقونو کې غلامي چې په هر ډول وي په بشپړ ډول منع دی، خو د طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله راغلې د بېلګې په توګه په دې اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام.»
د شنونکو او منتقدینو په باور، طالبانو ټولنه پر څلورو علماوو، اشرافو، منځنۍ او ټېټې طبقې ویشلې ده. په اصولنامه کې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.
په امریکا کې د غامدي اسلامي مرکز ريیس محمد حسن الیاس په دې تړاو وايي، طالبان د «غلام» په مساله کې سخت تېروتي دي او په وینا یې: «اسلام هېڅکله هم غلامي په رسمیت نهدی پېژندلی. اسلام وايي، ټول برابر دي».
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په یو ځانګړي فرمان کې د خپل حکومت لپاره د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» په نوم نافذ کړی، چې پهکې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصولنامه کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.
ګڼو افغان سیاستوالو د طالبانو د مشر پر دې جزایي کړنلارې سختې نیوکې کړي دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پرتله ورته ځانګړي جزایي معافیت ورکړل شوی دی.