د رسنیو د سخت سانسور په سیوري کې؛ "صدای دریا" راډیو په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې

په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په کابل کې د "صدای دریا" په نوم یوې راډیو په فعالیت پیل وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په کابل کې د "صدای دریا" په نوم یوې راډیو په فعالیت پیل وکړ.
د "صدای دریا" راډیو مسوول سهار سیرت ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به د خلکو لپاره پر وخت او باوري معلومات وړاندې کړي او د خلکو غږ ته به په حقیقې ډول انعکاس ورکړي.
سهار سیرت ویلي: «دا راډیو به د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ستونزې، غوښتنې او نظریات تر اړوندو مسوولو ادارو ورسوي».
د "صدای دریا" راډیو مسوول ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به اورېدونکو ته د خبرو ترڅنګ، کلتوري، ټولنیزې، تعلیمي او عامه پوهاوي خپرونې هم وړاندې کړي او د ځانګړو پروګرامونو له لارې به د خلکو دودونه، عنعنات او ورځنۍ ستونزې راونغاړي، څو د ټولنیز یووالي، پوهاوي او مثبت بدلون په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
یادې راډیو په داسې حال کې خپلې خپرونې په کابل کې پیل کړې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمهییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدویتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوې او تړل شوې دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د مسوولینو په وینا، دغه کس د «زنا» په تور په دُرو وهل شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر لسو میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.
د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې دغه پرېکړه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال، امنیه قومندانۍ منسوبینو، د استخباراتو د مدیر، د امربالمعروف او نهې عن المنکر د امر او ګڼو مراجعینو په حضور کې د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو لهمخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

په امریکا کې د غامدي اسلامي مرکز رييس محمد حسن الیاس د طالبانو «جزايي اصولنامه» ته په غبرګون کې وايي، طالبان ځانونه «د ځمکې پر سر خدای» ګڼي او غواړي هر څه په خپل باور او خوښه پر نورو تحمیل کړي.
محمد حسن الیاس د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، طالبان د ځمکې پر سر ځانونه «خدای» ګڼي او غواړي هر څه د خپلو باورونو لهمخې پر نورو تحمیل کړي.
الیاس وايي: «ما یو وخت د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې وویل، طالبان د ځمکې پر سر ځان خدای ګڼي او غواړي په خپله خوښه هر څه پر نورو تحمیل کړي. اسلام ځينو جنایتونو ته چې اوس طالبانو سزاوې ټاکلي هېځ ډول مجازات نهدي وضع کړي».
محمد حسن الیاس په دې مرکه کې په ډاګه کړې، هېڅ حکومت د دې حق نهلري چې د خلکو په ژوند او ورځنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او په باور یې: «طالبان اشغالګر او یرغلګر قبیلوي ځواکونه دي او اوس غواړي حکومت وکړي. دوی باید پوه شي، حکومت د دې حق نهلري چې د خلکو پر ځان او ژوند مسلط واوسي».
د نوموړي په اند، طالبان د خپلې ایډيولوژۍ لهمخې، خپل باورونه پر خلکو تحمیلوي او په وینا یې: «امربالمعروف په دې معنا نه ده، چې له شریعت څخه خپل لیدلوری پر نورو تحمیل کړي. له اخلاقي اړخه امربالمعروف ښو کارونو ته د خلکو هڅونه ده. دغه دستور ښه دی، خو اساسي ستونزه دا ده، چې د دې دستور ناسم تعبیر شوی دی».
سره له دې چې اسلام او په نړۍوالو حقونو کې غلامي چې په هر ډول وي په بشپړ ډول منع دی، خو د طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله راغلې د بېلګې په توګه په دې اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام.»
د شنونکو او منتقدینو په باور، طالبانو ټولنه پر څلورو علماوو، اشرافو، منځنۍ او ټېټې طبقې ویشلې ده. په اصولنامه کې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.
په امریکا کې د غامدي اسلامي مرکز ريیس محمد حسن الیاس په دې تړاو وايي، طالبان د «غلام» په مساله کې سخت تېروتي دي او په وینا یې: «اسلام هېڅکله هم غلامي په رسمیت نهدی پېژندلی. اسلام وايي، ټول برابر دي».
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په یو ځانګړي فرمان کې د خپل حکومت لپاره د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» په نوم نافذ کړی، چې پهکې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصولنامه کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.
ګڼو افغان سیاستوالو د طالبانو د مشر پر دې جزایي کړنلارې سختې نیوکې کړي دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پرتله ورته ځانګړي جزایي معافیت ورکړل شوی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت په دواړو غاړو کې اقتصادي فعالیتونه فلج کړي، بازارونه یې اغېزمن کړي او زرګونه کسان یې له بېکارۍ سره مخ کړي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په پېښور کې د مېوو ستر مارکېټ له تېرو څو میاشتو راهیسې تش ښکاري. په دغه مارکېټ کې اوس هغه افغاني غوزان، الوګان او انار نه تر سترګو کېږي چې وړاندې به له افغانستان څخه دغه مارکېټ ته صادرېدل.
واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې زیاته کړې: «دا هر څه له ګاونډي افغانستان سره د لارو د تړلو په اړه د پاکستان د پرېکړې قرباني شوي دي».
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او د تګراتګ لارې وتړلې. ځايي خلک وايي، چې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې لپاره لارې تړل کېږي.
۴۰ کلن عمران له تېرو شلو کلونو راهیسې د پېښور د مېوې په مارکېټ کې کار کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې یې تر دې بد حالت نه دی لیدلی.
عمران واشنګټن پوسټ ته ویلي: «دا زما د کورنۍ د مړولو وسیله وه. اوس هره ورځ خالي مارکېټ ته ځم، ځکه دا راته سخته ده چې په کور کېنم او خپلو ماشومانو ته دا نهشم تشریح کولی چې ولې کار پسې نه ځم».
په راپور کې راغلي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پېښور په څېر مارکېټونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د وضعیت معلومولو لپاره د یوې الې په څېر دي؛ خو که پخوا سوداګریزې لارې د څو ورځو یا اوونیو لپاره تړل کېدې، نو بېرته د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانېستل کېدې، خو اوسني کړکېچ د اسیا دا یو له تر ټولو حساسو لارو څخه دواړو غاړو ته د اقتصادي زیان او سیاسي ناهیلۍ پر سرچینه بدله کړې ده».
پاکستان له ټيټيپي سره د افغان طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو په تور یادې لارې تړلې دي؛ خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي، چې دا لارې به تر هغو تړلې پاتې وي، څو پاکستان ډاډ نه وي ورکړی چې له سوداګریزو لارو څخه به د سیاسي موخو لپاره کار نه اخلي.
ورته مهال، په پېښور کې یو شمېر سوداګر وايي چې د لارو له تړل کېدو وړاندې به هره ورځ یوازې د تورخم له لارې له ۷۰۰ تر ۹۰۰ لاریو تګ راتګ کاوه، خو اوس په پاکستان کې د ځینو مېوو او سبزیو بیې تر ۴۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.
دا زیان یوازې تر کرنې پورې محدود نه دی، بلکې افغانستان ته د سمنټو او درملو صادرات او منځنۍ اسیا ته د مېوو لېږد هم په ټپه درېدلی دی.
په تورخم کې د ګمرکي کارکوونکو د ټولنې مشر مجیبالرحمان واشنګټن پوسټ ته ویلي: «شاوخوا ۳۰۰۰ ځايي کارګر او ۱۰۰۰ تنه ګمرکي کمېشنکاران وزګار شوي دي».
نوموړي ویلي، چې سوداګري او سیاست باید سره جلا شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته هم زیانونه اوښتي دي.
په کابل کې د فاروق په نوم یو سوداګر وايي:«د ایران یا منځنۍ اسیا له لارې د توکو لېږل خورا ګران او وخت نیوونکي دي».
پاکستاني سوداګرو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ دایمي پرېکون به د پاکستان صنعت ته یو «سخت ګوزار» وي، ځکه په دې برخه کې میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده.

په ایران کې د وروستیو لاریونونو پرمهال د امنیتي ځواکونو لهخوا د لاریونوالو د ځپلو په ترڅ کې د ۳۶ زره کسانو د مړینې د شمېرو له خپرېدو وروسته د افغانستان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا د ایران د حکومت پروړاندي د ایران د خلکو له مبارزې ملاتړ اعلان کړ.
افغان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا د یکشنبې په ورځ پر خپل انسټاګرام لیکلي، چې د ایران د خلکو مبارزه کولی شي، چې د نورو هېوادونو لپاره د ورته حرکت لپاره هڅونه وي، چې له کلونو راهیسې «په ورته کړاوونو سره ژوند کوي».
نوموړي د «تورو قدرتونو» پروړاندې د ایران د خلکو مبارزه له قید او شرط پرته د یووالي سمبول بللې او د هغوی د کلک هوډ ستاینه یې کړې ده.
فرهاد دریا د ایران د لاریونونو د ځپلو له امله د قربانیانو د کورنیو کړاو ته په اشارې سره ویلي: «څومره غږونه د مرګ او ژوند په ډګر کې بېځوابه پاتې کېږي؛ ډېری پلرونه نور د خپلو اولادونو غږ نه اوري او د ډېرو مېندو څنګ تش پاتې کېږي. خو دوی نه درېږي. غږونه لا پراخېږي او قوي ارادې تش ځایونه ډکوي».
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران انټرنشنل اداري بورډ د یکشنبې په ورځ په خپل یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران حکومت د لاریونونو پرمهال له ۳۶۵۰۰ څخه ډېر کسان «قتل عام» کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو افغانستان ته له ۳ ورځني سفر او له طالب چارواکو سره تر لیدنو وروسته پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او یو ځل بیا یې پر افغان ښځو د لګېدلو محدویتونو او بندیزونو د سمدستي لرې کېدو غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو د مېرمن ډيکارلو د سفر په تړاو د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان ته د هغې د سفر له پای ته رسېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې مېرمن ډيکارلو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو، ډيپلوماټانو، افغان ښځو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره کتلي دي.
د ملګرو ملتونو د اړوندو دفترونو له ښځينه کارکوونکو سره دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې طالبانو د وږي میاشتې له نیمايي راهیسې افغان ښځې په یادو دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي: «روزماري ډيکارلو له سرپرست چارواکو سره په خپلو لیدنو کې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه یې د ښځو پر زدهکړه، کار او عامه ژوند د پراخو بندیزونو یادونه وکړه او د دغو محدودیتونو د سمدستي لرې کېدو غوښتنه وکړه».
د اعلامیې لهمخې، مېرمن ډيکارلو د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د افغانستان- پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو له امله د بشري مرستو د رسېدو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
روزماري ډيکارلو بیا په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ما له سراجالدین حقاني سره د نشهیي توکو پر ضد د همکارۍ، د هېواد د امنیت د ښه والي د هڅو، د افغانستان- پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو له امله د بشري مرستو د رسېدو د خنډونو او د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو په اړه خبرې وکړې».
نوموړې د افغان ولس د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکو مهم رول وستایه او له هغوی سره یې خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړ او په خپله اېکسپاڼه یې زیاته کړه: «هغه افغان ښځې چې له ملګرو ملتونو سره کار کوي باید وکولای شي خپلو دفترونو ته بېرته ستنې شي، څو د افغانستان د خلکو لپاره خدمت وکړي».
مېرمن ډيکارلو په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګېدلو محدودیتونو په تړاو یادونه کړې، چې د دوحې بهیر له لارې باید له سرپرست چارواکو او نړۍوالې ټولنې سره خبرې او تعامل دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو مرستیال روزماري ډیکارلو ۳ ورځې مخکې د دوحې بهیر د څارنې لپاره افغانستان ته تللې وه او له طالبانو یې وغوښتل، چې په دوحې بهیر کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، څو افغانستان بیاځلي له نړۍوالې ټولنې سره مدغم شي.
