د دوشي ـ بامیان لویه لار د کوچنیو موټرو لپاره پرانیستل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوشي ـ بامیان لویه لار دا مهال د کوچنیو موټرو پرمخ خلاصه ده؛ خو هېوادوال کولای شي چې د سختې اړتیا په صورت کې د ځنځیر (چین) په تړلو سره په دغه لاره تګ راتګ وکړي.
