• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کلدارو د راکړې ورکړې له امله؛ طالبانو په پکتیکا کې ۲۳ هټۍ او د تېلو پمپونه تړلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۰

په پکتیکا کې د افغانیو د دودول او د بیو د کنټرول کمېسیون خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د کلدارو د راکړې ورکړې له امله ۱۸ د پټرولو پمپونه او ۵ هټۍ تړلې دي. دغه کمېسیون خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

په پکتیکا کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس ملا ښادي خان حسین حیدري له قوله راپور ورکړی، چې د کلدارو د مخنیوي کمپاین یې په جدي توګه دوام لري.

نوموړي‌ ویلي، چې ډېر ژر به دغه لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي او که څوک یې له امر سرغړونه وکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وکړي. حیدري ویلي، چې په پکتیکا کې یې ۹۹ سلنه د کلدارو د راکړې ورکړې مخه نیولې او د دغه کمېسیون غړي هره ورځ په یاد ښار کې د بیو د کنټرول او د افغانیو د ثبات لپاره څارنه کوي.

طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د کلدارو پر کارونې بندیز لګولی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د چک جمهوریت هم غوسه کړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې د افغانستان جګړه کې یې د ناټو رول کم‌ارزښته بللی، د چک جمهوریت د ولسمشر او لومړي وزیر سخت غبرګونونه راوپارول او هغوی دغه څرګندونې د چک سرتېرو د قربانیو سپکاوی وباله.

د چک ولسمشر پیټر پاول ویلي، د ناټو د غړو هېوادونو قربانۍ باید هېرې نه‌شي او د افغانستان جګړه کې د ګډې دفاع ارزښت ته درناوی حتمي دی. نوموړي زیاته کړې، چې د چک جمهوریت له ناټو سره په ماموریتونو کې فعاله برخه اخیستې او له ۱۱زرو ډېر سرتېري یې د نږدې ۱۹ کلونو لپاره په سختو شرایطو کې هلته ځای پرځای وو.

پاول ټرمپ ته په خطاب کې وویل، په افغانستان کې د چک ۱۴ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي چې دا د دغه هېواد لپاره سترې قربانۍ دي.

د چک لومړي وزیر اندري بابیش هم د ټرمپ څرګندونې «بې‌معنا» او د نه منلو وړ وبللې او ویلي یې دي، دغه څرګندونې د هغو سرتېرو میراث ته سپکاوی دی چې د ناټو ماموریتونو پر مهال وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول څرګندونې د منلو وړ نه‌دي او د چک پوځیانو قربانۍ بې‌ارزښته ښيي.

طالبان: په هرات کې د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپ لاین غځولو ته چمتو شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپ لاین غځولو ته چمتو شوی. طالب چارواکو او د یادې پروژې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به دغه پروژه په هرات کې بشپړه شي.

د طالبانو د والي‌ دفتر د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی والي شیخ اسلام جار د افغانستان لپاره د دغه پروژې مسوول بګنج عبدالله یوف او په هرات کې د ترکمنستان جنرال کونسل د ټاپي پروژې له کارونو لیدنه کړې.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، د یادې پروژې کارونه په چټکۍ روان دي: «تر اوسه ۹۱ کیلومتره مسیر د پايپ لاین لپاره چمتو شوی او د یاد مسیر په اوږدو کې څو کاري کمپونه هم جوړ شوي دي؛ ترڅو د عملیاتي چارو اسانتیاوې برابرې شي».

طالبانو د ترکمنستان د جنرال کونسل په حواله زیاته کړې:«ډاډ ورکوو، چې د شته پلانونو پر بنسټ دغه پروژه به د روان زېږدیز کال تر پایه په هرات ولایت کې بشپړه شي».

ملګري ملتونه: د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ژمي په سړې هوا کې د مرستو وېش پيل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.

یادې ادارې په خپل تازه بیان کې څرګنده کړې، چې ژمی د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د شته ستونزو د لا پراخېدو لامل شوی او د ژمي سړه هوا کولای شي د ماشومانو، ښځو او نورو وګړو ژوند ته جدي ګواښونه پېښ کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ په سیمه کې د مرستو په وېش بوخت یو؛ څو د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ژمي د سړې هوا پر وړاندې د مقاومت امکانات برابر شي».

د کډوالو چارو دغه ادرې ټینګار کړی، چې د مرستو رسولو چارې به دوام وکړي او د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره به د سرپناه، تودوخې، خوراکي توکو او نورو اړتیاوو زمینه برابره کړي.

یونېسف: په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال راهیسې ۲.۲ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال راهیسې پر ښوونیز سیسټم د بندیزونو له کبله ۲.۲ مېلیونه نجونې له منځنۍ زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دغه ادارې اندېښنه ښودلې، چې د ښوونیز سیسټم دغه ناورین ټول نسل له ګواښ سره مخ کړی دی.

یونېسف د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو له امله د هلکانو د نوم لیکنې لړۍ هم په ټپه درېدلې ده. دغه ادارې ټينګار کړی، چې زده‌کړې د هر ماشوم حق دی.

په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړلې. یونېسف وړاندې هم ویلي و، که پر زده‌کړو دغه بندیز تر ۲۰۳۰کال پورې دوام وکړي؛ نو تر ۴ مېلیونه ډېرې له شپږم ټولګي پورته نجونې به له زده‌کړو بې‌برخې شي.

افغانستان دامهال د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې د نجونو لپاره یې منځنۍ او لوړې زده‌کړې بندې کړې دي.

تېره میاشت د پاکستان له زندانونو خوشې شوي تر ۱۸۰۰ ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو اداره وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیله تر دې مهاله د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۱۸۵۳ افغان بندیان افغانستان ته ستانه شوي‌ دي. د یادې ادارې په وینا؛ په همدې موده کې ۸۶۲۵ کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو ادارې مرستیال نعمت الله الفت ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پيل راهیسې تر دامهاله ۱۸۰۰ بندیان او ۱۷۲۵ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶۲۵ ته رسېږي؛ له پاکستان نه د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د یوې ورځې په لړ کې د کراچۍ له زندانونو تازه ۳۰۰ خوشې شوي بندیان له همدې لارې دوی ته سپارل شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د ستانه شویو کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال په پاکستان کې د پولیسو له ظلم، وهلو، زنداني کولو او له دوی څخه د پیسو اخیستلو اړوند شکایتونه کوي. تېره اونۍ یوشمېر ستانه شویو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د کورنۍ ځینې غړي یې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او لاتراوسه لادرکه دي.

دغه کورنیو ویلي‌ و، له یوې خوا یې په پاکستان کې شتمنۍ، کارونه او له کلونو راهیسې تېر کړی ژوند شاته پرېښی او له بلې خوا یې د کورنۍ غړي هلته په زندانونو کې پاتې دي. ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان نه ۱۸زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په زور یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳کال له سپټمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵زره او ۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.

په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.