د امریکا په مین ایالت کې یوه شخصي الوتکه چې ۸ کسان پهکې سپاره وو نسکوره شوې

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پهکې سپاره وو د یکشنبې په شپه د مین په بنګور نړۍوال هوايي ډګر کې د الوتنې پرمهال نسکوره شوې ده. د بومبارډیر چیلنجر ۶۰۰ دغه الوتکه چې تېر ماښام نسکوره شوې، د سپرلیو د وضعیت په اړه یې لا معلومات نهدي خپاره شوي.
د امریکا د فدرالي هوایي چلند او د ملي ترانسپورت خوندیتوب ادارې د پېښې د پلټنې خبر ورکړی. دغه پېښه داسې مهال شوې، چې د نیو انګلنډ او د امریکا ډېرو برخو کې د واورین توپان خبرداری ورکړل شوی. د یکشنبې په ورځ د بینګور په ګډون د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې درنه واوره شوې وه.
د بنګور نړۍوال هوايي ډګر چې د بوسټن شمال ته په شاوخوا ۳۲۰ کیلومتره فاصله کې موقعیت لري، د اورلانډو، فلوریډا، واشنګټن ډي سي، شارلټ او شمالي کارولینا ښارونو ته مستقیمې الوتنې لري.
