• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ترکیه کې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي نیول شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د ترکیې ساحلي ګارد اعلان کړی، چې په چاناک‌ کلا ښار کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي نیولي دي. د دغه هېواد د چارواکو په وینا؛ په یادو عملیاتو کې یو بل کس د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

د ترکیې د ساحلي ګارد د قاچاق او سازمان‌ شویو جرمونو پر ضد د مبارزې ډلې ویلي، چې دغه کسان د چاناک‌ کلا ښار په ایواجیک ولسوالۍ کې د یولړ عملیاتو پر مهال پېژندل شوي او نیول شوي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې نیول شوي افغان پناه‌غوښتونکو د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لرل او وروسته د ایواجیک د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د هغو پناه‌غوښتونکو د نیولو او اېستلو بهیر ګړندی کړی، چې دغه هېواد ته په قاچاقي لارو ورغلي.

د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په ټولې ترکیه کې ۴۴زره او ۱۵۷ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي دي. د یادې ادارې شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړیو دوو اونیو کې تر ۱۵۰۰ ډېر افغان پناه‌غوښتونکي نیول شوي دي. د دغه معلوماتو پر بنسټ؛ افغانان د ترکیې د نیول شویو پناه‌غوښتونکو په سر کې ځای لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پنجاب پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات ګړندي کړي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۱ GMT+۰

پاکستاني پولیسو د پنجاب په جهلم ښار کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات چټک کړي دي. د راپورونو له مخې؛ پولیسو د شنبې په ورځ درې افغان کډوال نیولي او یو پاکستانی وګړی یې هغوی ته د پناه ورکولو په تور نیولی دی.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) راپور ورکړی، چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات پراخ کړي دي او د حکومت له‌خوا ټاکل شویو پنډغالو ته د هغوی د لېږد لړۍ لاهم روانه ده.

د جهلم ښار پولیسو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې کورونه، هټۍ یا موټرونه هغه کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري په کرایه ورنه‌کړي. پولیسو ټینګار کړی، بې‌اسناده کډوالو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په پاکستان کې کاروبار وکړي، څه وپېري یا وپلوري.

د جهلم د پولیسو مشر طارق عزیز سندهو وویل، د پنجاب حکومت امرونه د بې‌اسناده کډوالو پر وړاندې پلي کېږي او د هر هغه چا پر وړاندې به قانوني اقدام وشي چې له دغه امرونو سرغړونه کوي.

پاکستاني پولیسو د نومبر په میاشت کې د پنجاب په جهلم ښار کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو. د دغه هېواد چارواکو مخکې په یاد ښار کې د سلګونه افغان کډوالو د نیولو راپور ورکړی و.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترېنګلتیا وروسته اسلام‌اباد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې او زرګونه کسان یې له هېواده اېستلي دي.

دغه بهير د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې هم راپارولې دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د کډوالو د جبري اېستلو زیانمنو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له اسلام‌اباد يې غوښتنه کړې، چې نړۍوالو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ايران او پاکستان نه تر دوه مېليونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې ګڼ یې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

طالبان وايي د دوشنبې په ورځ په هرات کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

د طالبانو د هرات والي او د یادې ډلې د عامې روغتیا رییس او نورو چارواکو د یاد کمپاین په اړه د همغږۍ ناسته هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیو ضد واکسین یاده دوره کې به ۳۰۴ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکې ورکړل شي. طالبانو ویلي، چې یاد کمپاین به په جومات ترسره شي.

تر دې مخکې، د پولیو ضد او نورو واکسینونو کمپاینونه کور په کور ترسره کېدل، خو د طالبانو د مشر هبت‌الله د یوه فرمان له‌مخې اوس دغه ډول کمپاینونه په جوماتونو کې ترسره کېږي.

روغتیايي سرچینو تر دې مخکې د هبت‌الله د یادې پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودلې وه چې ډیری کسان د مصروفیتونو او یا هم نورو لاملونو له امله خپل ماشومان د واکسین لپاره جومات ته نه حاضروي، چې له امله ګڼ ماشومان له پولیو ضد واکسین څخه بې برخه کېږي.

په دایکندي کې ۴ ځوانان د ډبرو سکرو بخارۍ د دود له امله مړه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۰

د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ذغالي بخارۍ د دود له امله ۴ ځوانان مړه شوي دي. دغه پېښه تېره شپه د نیلي ښار د دویمې ناحیې په پنځم ګذر کې رامنځته شوې ده.

د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه تېره شپه (شنبه د سلواغې ۴مه) د بخارۍ د لولې د بندوالي له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، دغه ځوانان د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه نیلي ښار ته تللي وو او هلته یې د اوسېدو لپاره یوه کوټه کرایه کړې وه.

د مسوولینو په وینا، د دغو ځوانانو عمرونه هم ۱۶، ۱۷، ۱۸ او ۱۹ کاله وو.

په ننګرهار کې د ۷۰ ښځو په ګډون ۴۲۶ نادرکه کسان تر موندنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په تېرو لسو میاشتو کې ۴۲۶ نادرکه کسان تر موندنې وروسته خپلو کورنیو او ۶۴ ورک شوي نقلیه وسیلې خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي. د دوی په وینا، په دغو کسانو کې ښځې، ماشومان او له کوره تښتېدلې ښځې هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د پولیسو د ۱۱۹ بېړنۍ شمېرې له لارې ۱۰۳ تنکي ځوانان چې د بېلابېلو پلمو او د کورنیو له اجازې پرته له خپلو کورونو وتلي وو او همداراز ۸۸ نادرکه سپین‌ږیري، ۴۰ ښځې، ۱۰۵ ماشومان او ۶۰ ماشومانې تر موندنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې ۳۰ هغه ښځې چې له خپلو کورونو تښتېدلې وې، تر موندلو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي، خو د عاملینو په تړاو یې څه نه‌دي ویل شوي.

هغه زیاتوي، په دې لسو میاشتو کې ۶۴ ورکې شوې نقلیې وسیلې هم تر کشف وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي، خو نوموړي د دغو نقلیو وسیلو د ورکېدو د څرنګوالي او د عاملینو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ننګرهار مېشتو په وینا، په لسو میاشتو کې یوازې ۶۴ ورک یا غلا شوي موټر موندل شوي، نو ښايي د غلا شویو موټرو او نورو نقلیه وسیلو شمېر تر دې ډېر لوړ وي او دا په ننګرهار ولایت کې د غلاوو د ډېرېدو ښکارندويي کوي.

د رسنیو د سخت سانسور په سیوري کې؛ "صدای دریا" راډیو په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په کابل کې د "صدای دریا" په نوم یوې راډیو په فعالیت پیل وکړ.

د "صدای دریا" راډیو مسوول سهار سیرت ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به د خلکو لپاره پر وخت او باوري معلومات وړاندې کړي او د خلکو غږ ته به په حقیقې ډول انعکاس ورکړي.

سهار سیرت ویلي: «دا راډیو به د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ستونزې، غوښتنې او نظریات تر اړوندو مسوولو ادارو ورسوي».
د "صدای دریا" راډیو مسوول ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به اورېدونکو ته د خبرو ترڅنګ، کلتوري، ټولنیزې، تعلیمي او عامه پوهاوي خپرونې هم وړاندې کړي او د ځانګړو پروګرامونو له لارې به د خلکو دودونه، عنعنات او ورځنۍ ستونزې راونغاړي، څو د ټولنیز یووالي، پوهاوي او مثبت بدلون په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

یادې راډیو په داسې حال کې خپلې خپرونې په کابل کې پیل کړې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدویتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوې او تړل شوې دي.