د پاکستان ولسمشر له خپلې لور سره متحده عربي امارات ته په رسمي سفر تللی

د پاکستان حکومت دوشنبه د (سلواغې ۶مه) خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري متحده عربي امارات ته رسېدلی. د معلوماتو لهمخې، له هغه سره په دې سفر کې د نوموړي لور اصفه بهټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي هم مله دي.
پاکستانۍ رسنیو ویلي، د متحده عربي امارات د عدلیې وزیر عبدالله بن سلطان په هوایي ډګر کې د پاکستان له ولسمشر څخه هرکلی کړی دی. د راپورونو پر بنسټ نوموړی، به دې سفر کې د امارات له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې وکړي.
