• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سالنګونو په ګډون یو شمیر لارې لاهم د واورې ورېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړلې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لارې په ګډون د کندهار ـ ارزګان، د غزني ولایت د ناور او جغتو ولسوالیو لارې او په غور کې یو شمېر نښلوونکي مسیرونه د واورې د ورېدو او شدید توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۶مه په اېکس کې لیکلي، چې د هوا له ښه کېدو سره سم به د یادو مسیرونو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې پیل شي.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتنه کړې چې د واورینو او صعب العبور لارو څخه د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین روغنیات او د وسایطو لپاره ځنځیر له ځان سره ولري.

یاد وزارت وايي، چې د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې لاهم واوره وریږي او د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونه او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې ورېدو په زیاتیدو سره د هېواد لویې لارې او سړکونه له واورو پاک کړي.

په افغانستان کې د د وروستیو واورو د ورېدو په پایله کې شاوخوا ۶۱ افغانان مړه شوی او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پکتیا کې ۳۸ کلینیکونه، درملتونونه او نور روغتیايي مراکز تړلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۰

په پکتیا ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې ۳۸ درملتونونه، واړه کلینیکونه او نور روغتیايي شخصي مراکز د قانوني کاري جوازونو د نه درلودو او له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله، تړلي دي.

په پکتيا کې د طالبانو ولایتي دفتر ویلي، چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځیو نظارت کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د څارنې په پایله کې ۴ کلینیکونه، ۱۸ روغتیایي کتنځایونه، ۹ د غاښونو کلینیکونه، ۶ لابراتوارونه او یو د ایکسرې خونه وتړل شول.

همدارنګه، د یاد نظارت په ترڅ کې ۱۵قلمه نېټه تېر درمل او شاوخوا دوه ټنه خوراکي توکي، چې ۸۲قلمه وو، راټول او د له منځه وړلو لپاره مرکزي زیرمتون ته لېږدول شوي دي.

طالبانو ټینګار کړی چې د دې اقداماتو موخه د خلکو روغتیا ساتنه او د قانوني او صحي معیارونو پلي کول دي.

طالبان په ننګرهار کې د راستنو شویو کډوالو لپاره «نمونوي ښارګوټی» جوړوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري په ختیځ کې د یو این ډي پي له مشر اناتولي بالینو سره په کتنه کې ویلي چې په ننګرهار کې د راستنو شویو کورنیو لپاره نمونوي ښارګوټی جوړوي. نوموړي له اناتولي بالینو څخه د دغه ښارګوټي په جوړېدو کې همکاري غوښتې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ښارګوټی به شل کورونه، د جرګو او غونډو تالار، لمریزه برېښنا، د اوبو شبکه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري.

طالب مرستیال والي زیاته کړې چې په دره نور ولسوالۍ کې به ۲۰۵بېوزله کورنیو ته هم کورونه جوړ شي او د یادو پروژو سروې او پلان جوړول پیل شوي دي.

هغه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مسوولینو غوښتنه کړې چې د نمونوي ښارګوټي تجربه دې په رسمي ښارګوټو کې هم تطبیق شي.

بل خوا، اناتولي بالینو ویلي چې د نمونوي ښارګوټي تر جوړېدو وروسته به له نړیوالو مرسته کوونکو سره خبرې وشي چې لوی ښارګوټی هم په ورته بڼه جوړ شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې لاهم ګوزڼ ناروغي شته

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کابل د عامې روغتیا ریاست یوه چارواکي ویلی، چې ګوزڼ ناروغي لا هم په افغانستان کې شته. د پولیو د عملیاتي مرکز استازي ویلي، چې د پولیو واکسین کمپاین به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیل او تر پنجشنبې پورې به دوام ولري.

د طالبانو د کابل والي دفتر نن دوینشبه، د سلواغې پر ۶مه په اېکس کې لیکلی، چې د کابل ولایت د پولیو واکسین د کمپاین د کمېټې غونډه کې د پولیو د عملیاتي مرکز استازي خالد ویلي چې تر اوسه په هېواد کې لس د پولیو پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي کابل د خلکو د پراخ تګ‌ راتګ له امله مهم ولایت وباله او د واکسین پر بشپړ تطبیق یې ټینګار وکړ.

د کابل ولایت د پولیو واکسین د کمپاین د کمېټې غونډه کې د طالبانو د مرستیال والي مولوي قدرت‌الله امیني ټینګار کړی چې دا مهال یوازې په دوو هېوادونو کې ګوزڼ ناروغي پاتې ده او د دې ناروغۍ د محوه کولو لپاره باید ګډې هڅې وشي، څو هېڅ ماشوم له واکسین محروم پاتې نه شي.

افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې ګوزڼ ناروغي لاهم پکې په مکمل ډول نه ده ختمه شوې.

طالبانو افغان سوداګر له ورزشکارانو سره مرستې ته وهڅول

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند په کابل کې د افغان ورزشکارانو ستاینغونډه کې ویلي چې په نړيواله کچه د افغان ورزشکارانو ځلېدل د ټول افغان ولس ګډ وياړ دی. نوموړي اعتراف وکړ، چې ددې ډلې اوسنی نظام له اقتصادي پلوه ستونزو سره مخ دی او خصوصي سکتور او سوداګر دې له افغان ورزشکارانو سره مرسته وکړي.

‏د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن دوشنبه، د سلواغې ۶مه د افغان ورزشکارانو ستاینې مراسمو ته ویلي، چې که افغان ځوانانو ته مناسب فرصت برابر شي په بېلابېلو برخو کې به لویې لاسته راوړنې ولري.

نوموړي په خپلو خبرو کې ادعا کړې ده، چې د سیاست، اقتصاد، امنیت او ورزش په برخه کې اوسنۍ لاسته راوړنې د ملت د اتحاد پايله ده.

مجاهد په خپلو خبرو کې وویل:« افغان ورزشکاران په ځانګړې توګه له خصوصي سکتور او سوداګرو څخه مالي ملاتړ غواړي ځکه نظام له اقتصادي پلوه ستونزې لري او د مسوولیت بار نه شي حمل کولی.»

اقتصادي ستونزو ته په داسې وخت کې یادونه کېږي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) روان کال د زمري میاشت کې د امریکا کانګرس ته په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې که له افغانستان سره نړۍوالې نغدي مرستې بندې شي، نو د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد به ړنګ شي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی و، چې اوسمهال د افغانستان د پولي ثبات او د افغانستان بانک فعالیتونه په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو په نغدو ډالري مرستو پورې تړلي دي.

فضلي: د افغانستان د معاصر سیاست بنسټونه یو ځل بیا تر جدي پوښتنې لاندې دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي د افغانستان د سیاسي تاریخ یوې مهمې مرحلې ته په اشارې ویلي، چې د هېواد د معاصر سیاست بنسټ نږدې سل کاله وړاندې د قانوني مساوات، ټولنیز عدالت او ملي حاکمیت پر اصولو اېښودل شوی و، خو نن دغه ارزښتونه یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راغلي دي.

فضلي ویلي، په ۱۹۲۸کال کې د شاه غازي امان‌الله خان په مشرۍ د «خپلواکۍ او تجدد ګوند» ثبت د افغانستان د سیاسي تاریخ یوه بې‌سارې تجربه وه ځکه په هغه وخت کې، د یاد ګوند په اساسنامه کې په څرګند ډول د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو مطلق مساوات تضمین شوی و او هر ډول کورني، طبقاتي او فردي امتیازات رد شوي وو.

د نوموړي په وینا، دا اصل ښيي چې افغانستان نږدې یوه پېړۍ وړاندې په رسمي توګه له ټولنیز طبقاتي تفکیک څخه د وتلو هڅه کړې وه، هغه پرمختګ چې حتا په هغه وخت کې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لا نه و عملي شوی.

فضلي باور لري، چې د امان‌الله خان پر وړاندې د افراطي شاتګپالو کړیو سخت مخالفت تصادفي نه و، بلکې د همدې مساوات‌محوره فکر پایله وه، ځکه دا لیدلوری د ټولنې له دودیزو امتیازي جوړښتونو سره په مستقیم ټکر کې و او د هغوی ګټې یې له ګواښ سره مخ کړې وې.

فضلي وایي، طالبانو په رسمي ډول منلې چې دا اصول‌نامه د دوی د مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده، له لوري توشیح شوې ده او دا د قانون د برابر تطبیق اصل تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

د چارو ادارې پخوانی مشر ټینګار کوي، چې مترقي ملتپال ځواکونه باید د تاریخ له تجربو زده کړه وکړي او په سیاسي انسجام سره د قانون، ملي حاکمیت او ټولنیز مساوات پر بنسټ د افغانستان لپاره یو ګډ بدیل وړاندې کړي.

د هغه په باور، که دا تاریخي تشه ډکه نه شي، افغانستان به یو ځل بیا د شاتګ، سیاسي بې‌ثباتۍ او ژور ټولنیز وېش له ګواښ سره مخ پاتې شي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو وروستۍ جزایي اصول‌نامه د ټولنیزې طبقه‌بندۍ پر بنسټ ولاړه ده او وګړي د سزا د تطبیق له مخې په بېلابېلو ډلو وېشي.