د امریکا او طالبانو چارواکو په پټه د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو خبرې اترې کړې دي.
دا د ټرمپ د ادارې لپاره لومړیتوب دی او له طالبانو سره د نورو دیپلوماتیکو اړیکو لپاره یو شرط ګڼل کېږي.
په خبرو اترو کې ښکیلو دریو سرچینو نیویارک ټایمز ته ویلي، سره له دې چې په تېرو کالونو کې لږ تر لږه پنځه امریکایي بندیان له افغانستان نه خوشې شوي، د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه خبرې اترې بندې پاتې دي.
په داسې حال کې چې څو امریکایي بندیان لا هم په توقیف کې دي، طالب چارواکي وايي چې د ګوانتانامو زندان د وروستي افغان بندی خوشې کول د امریکا په لاس کې دي او باید د هرې راتلونکې موافقې برخه وي.
د ګوانتانامو د زندان د افغان بندي قضیه او د امریکایي وګړو د موقعیت مساله د ټرمپ ادارې او د طالبانو د حکومت تر منځ اصلي شخړه ده. د ټرمپ اداره طالبان د بندیانو پر سر په سیاسي معاملې تورنوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او غواړي امریکا یې په رسمیت وپېژني.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل: «موږ غواړو دا دوه امریکایي بندیان خوشې شي او په ورته وخت کې د هغه بندي د برخلیک وضاحت وشي چې په ګوانتانامو کې دی. زموږ بندی باید خوشې شي».
دغه افغان بندي محمد رحیم نومیږي او تورن دی چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن لپاره د پیغام وړونکي او ترجمان په توګه یې کار کړی دی.
دا روښانه نه ده چې ولې طالبانو په عامه توګه د ممکنه بندیانو تبادلې په اړه څرګندونې کړې، خو دا له ټرمپ ادارې سره د خبرو اترو بنبست ښيي، چې روښانه غوښتنه یې د لږ تر لږه درې امریکایي بندیانو د خوشې کېدو ده.
طالبان وايي چې دوی یوازې دوه بندیان لري چې د امریکايي چارواکو په وینا، ډینیس والتر کوایل او پولینیسس جکسن دي.
طالب چارواکي وايي، د درېیم امریکایي افغان وګړي محمود حبیبي د ځای په اړه معلومات نه لري، چې د اېف بي ای په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې ونیول شو.
د حبیبي په اړه افغانستان انټرنشنل مخکې رپوټ ورکړی و، چې په کندهار کې ساتل کیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، چې هیڅ امریکایي بندي په مذاکراتو کې د فشار لپاره نه دی نیول شوی. هغه وویل: «موږ د دې مسالې د حل ملاتړ کوو او غواړو هر څه ژر ترسره شي. موږ هیڅکله څوک د دې لپاره نه نیسو چې له دوی سره معامله وکړو».
متقي زیاته کړه: «موږ غواړو له امریکا سره په ټولو برخو کې پرمختګ وکړو» چې په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل او د امنیتي همکارۍ پیاوړتیا پکې شامل دي.
امریکا په رسمي توګه طالبان د افغانستان مشروع واکمنان نه مني، خو د امریکا استازي څو ځلې افغانستان ته تللي چې امریکایي بندیان خوشې کړي. د ټرمپ د ادارې په دویمه دوره کې لږ تر لږه څلور امریکایي بندیان خوشې شوي، چې هیڅ یو یې د بندیانو د تبادلې برخه نه و.
یو ګډونوال چې په خبرو اترو کې برخه لري، وویل چې د ټرمپ اداره به د نورو عامه اقداماتو په اړه فکر ونه کړي څو ټول پاتې امریکایي اتباع خوشې نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محمد رحیم د قضیې په اړه تبصره ونه کړه، خو د ادارې موقف څرګند دی: «موږ پوهېږو طالبانو محمود حبیبي له درې کلونو زیات وخت کیږي چې نیولی دی. طالبان باید ډینیس کوایل، محمود حبیبي او ټول امریکایي بندیان زر خوشې کړي او د بندیانو په تړاو د سیاسي معاملې چلند پای ته ورسوي».
د امریکا تېرې ادارې رحیم د بندیانو په تبادله کې وړاندیز کړی و، چې حبیبي هم پکې شامل و، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړ. طالبانو راین کوربیټ او ویلیم والاس مکینټي په تېره جنوري کې خوشې کړل، په بدل کې یې د مخدره توکو په قاچاق تورن یو کس، چې د امریکا فدرالي زندان څخه خوشې شوی و، ترلاسه کړ. وروسته طالبانو نور درې امریکایي بندیان جورج ګلیزمن او فای هال او امیر امیري هم خوشې کړل.
یو لوړپوړي امریکایي چارواکي وویل چې رحیم به د راتلونکې کومې موافقې برخه نه وي، سره له دې چې د طالبانو حکومت غوښتنه کړې ده.
د حبیبي ورور، احمد حبیبي وویل چې د ټرمپ د ادارې چارواکو ژمنه کړې وه چې پر رحیم به کومه معامله و نه شي تر څو حبیبي بیرته راستون نه شي.
حبیبي وویل: «موږ ثبوت لرو چې د طالبانو استخباراتي ادارې هغه نیولی، نو دوی یوازې د نه منلو له لارې وخت ضایع کوي».