د شپږمې ورځې لپاره هم د سالنګ لویه لار د تګ راتګ لپاره تړلې ده

د سالنګ لویه لار چې پنځه ورځې وړاندې د درنې واورې له امله تړل شوې وه، لاهم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده؛ خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست بیا وايي، د سالنګ لویې لارې د بیا پرانیستلو هڅې روانې دي.
