طالبان وایي تېره میاشت تر ۲زره ډېرو بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی، چې په تېرې مرغومي میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو لارو افغانستان ته ۲زره او ۳۶۹ بهرنیو وګړو تګ‌راتګ کړی. دغه ادارې زیاته کړې، چې په دې کې ۶۸ ښځې هم شاملې دي.