
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري د هغو بنسټونو د جوازونو پر لغوه کېدو او د فعالیتونو پر ځنډېدو جدي اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي. یاد سازمان ویلي، چې طالبان هڅه کوي په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ مخه ونیسي.
د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه اقدام بې رحمانه کړنه یاده کړې او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ مخه ونیسي او د هغوی ازادي له منځه یوسي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او دغو بنسټونو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو له دریو ملاتړو سازمانونو پرته د نورو ټولو بنسټونو جوازونه لغوه کړي او پر فعالیت یې بندیز لګولی. طالبانو ویلي، دغو بنسټونو په نړۍواله کچه د افغانستان د رسنیو ملاتړو سازمانونو باور ته زیان اړولی و.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ویلي، چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یوازې د دریو بنسټونو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې لغوه کړي. د طالبانو دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو له پرلهپسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه کړې.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان لپاره د معلوماتو د ازاد جریان، د حقایقو د خپرولو او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري او د هغوی فعالیت محدودول د بیان د ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.