• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غور او بدخشان ولایتونو کې درې تنه په دُرو وهلي دي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

طالبانو د غور په دولت‌یار او د بدخشان په درواز ولسوالیو کې درې کسان د غلا، له کور څخه د تېښتې او تښتولو په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له یادو کسانو څخه دوه تنه پر شپږـ شپږ میاشتو تنفیذي بند او ۳۶ـ ۳۶ دُرو او یو بل یې یوازې پر ۳۹ دُرو محکوم شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په خوست کې ۳۶ کسان د «نشه‌يي توکو، نامشروع اړيکو او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.
که څه هم د طالبانو دا کړنه د بشري حقونو د سازمانونو له سخت مخالفت سره مخ شوې، خو طالبان بیا ټینګار کوي چې پر تورنو کسانو شرعي حدود پلي کوي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په بلخ او غور ولایتونو کې یې دوه کوډګر نیولي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، دوه کسان یې په بلخ او غور ولایتونو کې د کوډګرۍ او د خلکو د غولولو په تور نیولي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو کسانو د غولوونکو چارو او د خلکو له دیني باورونو په ناسمه استفادې سره په غیر مشروع ډول له خلکو ډېرې پیسې اخیستې، خو بالاخره د ځايي خلکو له شکایتونو وروسته نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاد کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د اسلامي شریعت خلاف هر ډول چاره به په جدي توګه وڅارل شي او سرغړوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په مکسیکو کې د فوټبال په لوبغالي کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰
100%

د مکسیکو په سالامانکا ښار کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د وسله والو ډزو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۲نور یې ټپیان کړي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، قربانیان د فوټبال لوبې له پای ته رسېدو وروسته سره راټول شوي وو.

د سالامانکا ښاروال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، «مافیايي ډلې هڅه کوي حکومت په ګونډو کړي، خو هغوی به هیڅکله په دې کې بریالي نه شي.»

سالامانکا ښار د مکسیکو یو سرحدي ښار دی چې د تیلو یوه مهمه تصفیه‌خونه هم پکې ده.

دلته دوه واکمنې مافیايي ډلې هڅه کوي د ښار کنټرول ترلاسه کړي څو د مخدره توکو قاچاق او د تیلو غلا فعالیتونه پیاوړي کړي.

طالبانو په خوست کې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په خوست کې یې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نشه‌يي توکو، نامشروع اړيکو او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې له يو تر دوو کلونو تنفيذي بند او له ۱۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

اسراییل: د وروستي یرغمل شوي اسراییلي د جسد تر موندلو وروسته به د رفح لاره پرانیزو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۰
100%

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې له مصر سره د غزې د رفح سرحدي لاره به د مساپرو پر مخ یوازې هغه مهال پرانېستل شي، څو چې په غزه کې د وروستي پاتې شوي اسراییلي یرغمل شوي کس د جسد موندلو عملیات بشپړ شوي نه وي.

د راپورونو له‌مخې، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د ران ګویلي په نوم د یوه وژل شوي افسر د جسد موندلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

یو اسراییلي استخباراتي چارواکي ویلي، چې د دغه جسد د احتمالي ځای په اړه څو استخباراتي نښې ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ استازو له نتنیاهو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې د فلسطین او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لاره پرانیزې، خو اوس نتنیاهو د یادې لارې د پرانېستلو لپاره د خپلو یرغمل شویو کسانو د جسدونو د موندلو شرط ایښی دی.

طالبان په هرات کې یو کس په ۳۹ دُرو وواهه

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د مسوولینو په وینا، دغه کس د «زنا» په تور په دُرو وهل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر لسو میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې دغه پرېکړه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال، امنیه قومندانۍ منسوبینو، د استخباراتو د مدیر، د امربالمعروف او نهې عن المنکر د امر او ګڼو مراجعینو په حضور کې د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.