• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: که نوري المالکي لومړی وزیر شي، له عراق سره به د امریکا مرستې ودرول شي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، که نوري المالکي بېرته د لومړي وزیر په توګه واک ته ورسېږي، امریکا به له عراق سره خپلې مرستې بندې کړي او دا کار یې د بغداد لپاره یوه ډېره بده پرېکړه وبلله.

هغه زیاته کړه، وروستی ځل چې المالکي په واک کې و، دا هېواد په بشپړې بېوزلۍ او ګډوډۍ کې ډوب شو؛ نو باید اجازه ورنکړل شي چې دا حالت بیا تکرار شي.

ټرمپ وایي، د افراطې سیاستونو او ایډیالوژیو له امله که المالکي یو ځل بیا وټاکل شي، امریکا به نور له عراق سره مرسته ونه‌کړي او که دوی هلته د مرستې لپاره نه وي، عراق به د بریا، سوکالۍ او ازادۍ هېڅ چانس ونه‌لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د شیعه ګوندونو اېتلاف چې د عراق د پارلمان اکثریت په واک کې لري اعلان وکړ، چې پخوانی لومړی وزیر نوري المالکي یې بیا ځلي لومړي وزیرۍ ته نوماند کړی دی. دغه اېتلاف د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مالکي د غوراوي لامل د هغه سیاسي تجربه بللې ده.
د رویټرز د راپور له‌مخې، په دې سره به د عراق د نوي دولت د جوړېدو لپاره مذاکرات پیل شي او دغه دولت هم باید د امریکا او ایران د نفوذ په تړاو توازن وساتي.
د راپور پر بنسټ، د عراق نوی دولت باید د تهران اړوند وسله‌والو د کنټرول لپاره لاس په‌کار شي؛ دغه ډلې د دولت پر ځای د خپلو مشرانو له اوامرو پیروي کوي، خو واشنګټن بیا له بغداد څخه غواړي چې یادې ډلې منحل کړي.
د یادونې وړ ده، چې نوري المالکي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ کال پورې په عراق کې دوه ځلي لومړی وزیر پاتې شوی دی.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی