• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال بانک: طالبانو په ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۷ مېلیارده افغانۍ په امنیتي لګښتونو مصرف کړي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵کال په لومړیو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ مېلیارده افغانۍ په امنیتي چارو لګولې دي. د راپور له مخې؛ په ورته موده کې پراختیایي لګښتونه ۱۵.۷ مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.

دغه راپور څرګندوي، چې ملکي او عامه خدماتو برخو ته هم ۱۰۶ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. نړۍوال بانک وايي، افغانستان په دغه موده کې دوه مېلیارده افغانۍ بودجوي کسر تجربه کړی؛ دا ځکه چې د ۲۰۰.۹ مېلیارده افغانیو ټول عاید د ۲۰۲.۹ مېلیارده افغانیو د ټولو لګښتونو پرتله یو څه کم وو.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان د کډوالو د لویې کچې راستنېدو او له پاکستان سره د لارو تړل پاتې کېدو له امله تر فشار لاندې دی. سره له دې چې د ټیټ انفلاسیون او د حکومت په عوایدو کې نسبي زیاتوالی راغلی، کمزورې پانګونې د دوامداره ودې او د تولید زیاتوالي مخه نیولې ده.

نړۍوال بانک وړاندې وايي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال پرمهال به د هر کس عاید شاوخوا څلور سلنه کم شوی وي او فقر به په پراخه کچه دوام ومومي. ورته مهال د افغاني اسعارو ارزښت په دسمبر میاشت کې وده کړې؛ خو د وارداتو او ترانسپورت لګښتونو د زیاتوالي له امله سوداګریز کسر ۱۹ سلنه زیات شوی.

د راپور له مخې؛ د سوداګرۍ له پلوه پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي، چې د ډسمبر میاشتې لپاره یې برخه ۲.۹ سلنه وه؛ برعکس هند بیا د افغانستان ستر صادراتي بازار ګرځېدلی او د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۱ سلنه برخه جوړوي. د ازبکستان ونډه هم د روان مالي کال په لړ کې ۷.۷سلنې ته لوړه شوې ده.

د اقتصادي فشارونو او سوداګریزو محدودیتونو سره، سره د نړۍوال بانک راپور څرګندوي، چې د حکومت مالي وضعیت او د اسعارو بازار نسبي ثبات لا هم ساتل شوی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

اېلان ماسک د طالبانو له‌خوا د «غلامۍ» په رسمیت پېژندلو په اړه د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۰

امریکایي میلیاردر اېلان ماسک پر اېکس پاڼه د یوه کاروونکي د یادښت په بیا خپرولو سره د طالبانو له‌خوا د «غلامۍ» په رسمیت پېژندلو په اړه د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې ده. هغه د دغه پوسټ د بیا شریکولو سره لیکلي: «ښه پوښتنه ده».

د اېکس یوه کاروونکي په یوه یادښت کې لیکلي، «د غلامۍ» زوړ سیسټم چې ماشومان په‌کې د جنسي غلامانو او نوکرانو په توګه نیول کېدل اوس په رسمي‌ ډول افغانستان ته راغلی دی. هغه زیاته کړې: «کېڼ اړخي چېرته دي، چې د دغه کار پر وړاندې اعتراض وکړي؟ لاریونونه چېرته دي؟ ویناوې چېرته دي؟…چوپتیا».

اېلان ماسک د دغه پوسټ په بیا شریکولو سره لیکلي: «ښه پوښتنه ده».

نوموړي تر څو ساعتونو وروسته خپل دغه پوسټ بېرته لرې کړی دی.
طالبانو په خپلو جزايي محاکمو کې د اصولنامې په هغه نوې نسخه کې چې تازه خپره شوې، د «غلام» کلمه په څو ځایونو کې یاده کړې او په دې توګه یې په خپلې واکمنۍ کې د غلامۍ نظام رسمي کړی دی. طالبانو د یادې اصولنامې په څلورمه او ۱۵مه ماده کې د غلامۍ موضوع او اړوند حقونو ته اشاره کړې. غلامي په نړۍوالو قوانینو کې په ټولو بڼو کې په بشپړ ډول منعه ده.

نصیراحمد اندېشه: طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیز د واک د ساتلو لپاره سیاسي وسیله ګرځولې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وایي، طالبانو نه یوازې په افغانستان کې د ښځو او نجونو زده‌کړې په بشپړه توګه منعه کړې؛ بلکې ان په دې اړه یې په هر ډول پوښتنې هم بندیز لګولی، چې «ولې تعلیم بند دی».

اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د زده‌کړو نړۍواله ورځ نمانځي؛ طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او د دغه بندیز په اړه هر ډول پوښتنې ته هم اجازه نه‌ورکوي.

هغه دغه چلند «اداره کول نه؛ بلکې د ناپوهۍ بنسټیزول» بللي او ویلي یې دي، چې دا د افغان ولس، اسلامي ارزښتونو او ملګرو ملتونو پر وړاندې مستقیم سپکاوی دی.

هغه زیاته کړې، طالبانو په ډاګه کړې چې دغه بندیز نه لنډمهالی دی، نه دیني توجیه لري او نه هم د بحث وړ دی؛ بلکې د واک د کنټرول لپاره یوه سیاسي وسیله ګرځېدلې ده. اندېشه ټینګار کړی، چې د ازادۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه دوام لري او بالاخره به بریالۍ شي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان: د خبریالانو د ملاتړو ادارو تړل د بیان ازادۍ ته ګواښ دی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو له لوري د هغو بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو او د فعالیتونو د ځنډېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

دغه سازمان وایي، چې یاده پرېکړه به د رسنیو ازادۍ، د خبریالانو خوندیتوب او د معلوماتو ازاد بهیر لپاره ناوړې پایلې ولري. یاد سازمان په خپلې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، لومړني معلومات ښيي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC)، د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ مرکز او د افغان مطبوعاتو مرکز جوازونه نوي شوي؛ خو د یوشمېر نورو رسنیزو ملاتړو بنسټونو فعالیتونه لغوه یا درول شوي دي.

امسو ټینګار کړی، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان د رسنیز چاپېریال مهمه برخه جوړوي او د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب، قانوني ملاتړ، ظرفیت لوړونې او د بیان ازادۍ د ساتنې په برخه کې حیاتي رول لري. د یاد بنسټ په وینا؛ «د دغه ادارو محدودول یا تړل کېدل په مستقیم ډول د خبریالانو پر امنیت، د هغوی پر کار او د خلکو پر دې حق اغېز کوي، چې ازادو او کره معلوماتو ته لاسرسی ولري».

په خبرپاڼه کې پر کابل واکمنو څخه غوښتنه شوې، چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو پرېکړه دې له سره وڅېړي، د ثبت او فعالیت لپاره دې روښانه، شفاف او عادلانه معیارونه اعلان کړي او دغه بنسټونو ته دې اجازه ورکړي چې د بیان ازادۍ له اصولو سره سم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه بنسټ همداراز له نړۍوالو رسنیزو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ په اړه خپل غږ پورته کړي او د خبریالانو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو د ساتنې لپاره ملاتړ زیات کړي.

د برېتانیا د امنیت پخوانی وزیر: پر افغانستان یوه «وېرونکې بلا» واکمنه ده

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د برېتانیا د امنیت پخواني وزیر ټام توګندهات د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر له هغه څرګندونو وروسته سخت غبرګون ښودلی، چې په‌کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز خبره شوې ده. نوموړي ویلي، پر افغانستان یوه «وېرونکې بلا» واکمنه ده.

هغه له بنسټیزو انساني حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول په سختو ټکو وغندل.

ښاغلي توګندهات د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، طالبان له اساسي حقونو د ښځو او نجونو محرومول د یوې «کرکجنې اسلام‌پالې ایډیالوژۍ» په نوم توجیه کوي.

توګندهات چې پخوا د برېتانیا د امنیت وزیر پاتې شوی، دا مهال د دغه هېواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشري پر غاړه لري، د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر ندا محمد ندیم یوه ویډیو هم پر خپله پاڼه خپره کړې ده. په دې ویډیو کې، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي په میاشت کې خپره شوې، ندیم د نجونو د زده‌کړو او تعلیم پوښتنه تر «امرثاني» پورې منع اعلان کړې ده.

طالب چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې بیا بیا ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو لپاره شرایط برابر نه‌دي، خو په عین حال کې ادعا کوي، چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د لویو بنسټیزو پروژو چارې روانې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د افغانستان د ټولنې ځینې برخې د نجونو له زده‌کړو سره موافق نه‌دي. طالبان له هغه وخته چې د ۱۳۷۰یمو کلونو په پیل کې راڅرګند شول، د ښځو د کار او زده‌کړې سخت مخالفین پاتې شوي دي.

ټام توګندهات پرته له دې چې د امریکا نوم واخلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ شوی تړون د افغان ښځو د اوسني ناوړه وضعیت لامل وباله. دا د دوحې د سولې د تړون په اړه د یوه مخکښ برېتانوي سیاستوال له لوري نادره نیوکه بلل کېږي، ځکه برېتانیا د امریکا نږدې متحد هېواد دی.

هغه وویل، چې د سولې له تړون وروسته «افغانستان داسې برخلیک ته پرېښودل شو. دا سوله د چا لپاره وه؟ د افغانانو لپاره نه وه».

امریکایي چارواکي، سره له دې چې پوهېدل د اشرف غني حکومت د طالبانو پر وړاندې د مقاومت توان نه‌لري، خو بیا هم په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستانه ووتل. د وتلو له وروستیو ورځو سره سم، پخوانی ولسمشر غني له افغانستانه ووت او د افغانستان پوځ هم ونړېد.

حلیم فدایي: د طالبانو مخالفین باید تر هر څه لومړی خپلمنځي اختلافونه پای ته ورسوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، د طالبانو مخالفان یوازې یوه لاره لري او هغه دا چې باید خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي. د هغه په وینا، د طالبانو مخالف سیاستوال باید یو منظم، واحد او د باور وړ اپوزېسیون رامنځته کړي.

نوموړي د سلواغې په ۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «که څوک دا ګومان کوي چې په اوسني ګډوډ، وېشلي، بې روایته او بې‌برنامې حالت کې به د افغانستان وضعیت بدل کړي، نو دا نه‌یوازې ناممکنه ده، بلکې خپل شخصي او سیاسي حالت به هم بدل نه کړي».

د فدایي په خبره، نور باید د نړیوالو تشو وعدو، کیسو او پیسو ته سترګې ونه نیول شي. هغه دا حالت «جهالت» بللی دی.

په جلا وطنۍ کې د پخواني نسکور شوي جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او د ګوندونو مشرانو په ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د طالبانو خلاف ګډ سیاسي خوځښتونه رامنځته کړل، خو وروسته یې ترمنځ اختلافونه اوج ته ورسېدل او فعالیتونه یې بېرته په ټپه ودرېدل.

د طالبانو د سیاسي مخالفانو تر څنګ د دغې ډلې پر وړاندې یو شمېر وسله‌والې جبهې هم جوړې شوي او باور لري، چې دوی پر کابل له واکمنې ډلې څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره «جنګي مبارزه» کوي. هم‌مهاله د دغو جنګي جبهو ترمنځ هم اختلافات لیدل شوي او پر یوه لاره یې تګ ناشونی بلل شوی دی. ان وخت ناوخت د دغو جبهو له‌منځه پر یو بل توندې نیوکې هم شوې دي.