طالبان وایي په کندهار کې یې نیول شوي قاچاقي درمل سوځولي دي

په کندهار کې د طالبانو ۲۰۵ قول اردو خبر ورکړی، چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې یې له پاکستان نه قاچاق شوي ۱۲۰۰ کارټنه درمل سوځولي دي. د یادې قول اردو ویاند نذیر احمد شکېب وایي، دغه بې‌کیفیته درمل د بولک ولسوالۍ په لقمان کلي کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

طالبانو دا نه‌دي ویلي، چې په دې تړاو یې څوک نیولي دي او کنه.