له ایران او پاکستان نه تازه ۲۷۰ کډوالې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې له بېلابېلو لارو د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۲۷۰ کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. دغه کمېسیون ویلي، چې له دغه کډوالو سره مرسته هم شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې لس کورنۍ، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۷ او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲ کورنۍ ستنې شوې دي.