
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې متحده ایالاتود جنورۍ پر۱۳مه طالبانو ته په کابل کې ۴۵ میلیونه ډالر نغد سپارلي دي. د صالح په وینا، متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د جنورۍ په میاشت کې به ټولټال ۹۰ میلیونه ډالر طالبانو ته وسپاري.
صالح ویلي، چې دغه پیسې د کابل پر وخت د ماسپښین په دوو بجو طالبانو ته ورکړل شوې دي.
د هغه په وینا، امریکا تر دې وړاندې دغه ډول نغدي مرستې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې سپارلې، خو د ده له افشاګریو وروسته د سپارلو وخت بدل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې دا پیسې په داسې حال کې طالبانو ته ورکړل شوې، چې هغوی لا هم له مخکینیو مرستو۲۳ میلیونه ډالر نه دي لګولي. د صالح په وینا، متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د جنورۍ په میاشت کې به ټولټال ۹۰ میلیونه ډالر طالبانو ته وسپاري.
امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې د امریکا پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي، همغه د ټرمپ اداره چې پر کاناډا تعرفې لګوي، په ورته وخت کې طالبان په سخاوتمندانه ډول تمویلوي.
هغه پوښتنه راپورته کړې چې ایا د طالبانو له لارې د یوه پراخ پلان د عملي کولو هڅه روانه ده که نه؟.
صالح ویلي: «ایا تاسې فکر نه کوئ چې یو څه طرحه کېږي او طالبانو ته د یوه بدرنګه نیابتي ځواک په توګه ځانګړې دنده سپارل شوې؟».
تر اوسه د متحده ایالاتو حکومت او یا هم د طالبانو چارواکو د امرالله صالح د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.