• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو او ماشومانو په ګډون د تیرا لسګونه زره اوسېدونکي د عملیاتو له وېرې له خپلو سیمو وتلي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۰

د تیرا اوسېدونکي او ځايي چارواکي وایي، د ټي‌ټي‌‌پي پر وړاندې د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه د حکومت د ناڅرګند دریځ له امله، د ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې له یوې لرې پرتې سیمې څخه تر ۷۰ زرو زیات خلک چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، اړ شوي خپلې مېنې پرېږدي.

ځايي چارواکو تر اوسه د تیرا شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ چې نږدې ۷۰ زره کسان کېږي، د مرستو لپاره ثبت کړي دي، حال دا چې د سیمې ټول نفوس شاوخوا ۱۵۰ زره ښودل شوی دی. واشنګټن پوسټ د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ثبت وروستۍ نېټه چې د جنورۍ ۲۳ ټاکل شوې وه، د فبرورۍ تر ۵مې پورې غځول شوې ده.
د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ ځایي چارواکو د جنورۍ په ۱۰مه ویلي وو، چې په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد د امنیتي عملیاتو له امله به د سیمې خلک د روانې میاشتې تر وروستیو پورې له خپلو مېنو ووځي.
اخوا د خېبر ولسوالۍ د تیرا درې یو شمېر اوسېدونکو بیا څو ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په استول شویو پیغامونو کې وویل، چې د وروستۍ سختې واورې ورېدو له امله ګڼ داخلي بې‌ځایه شوي کسان په واورو کې بند پاتې دي او له بلې خوا پرې پوځ فشار راوړي چې سیمې پرېږدي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د خراب موسم، تړلو لارو او یخنۍ له امله د کورنیو لېږد له جدي ستونزو سره مخ دی او ډېری خلک لا هم خوندي ځایونو ته نه دي رسېدلي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د یاد هېواد پوځ د تیرا اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې خلک له سیمې څخه په خپله خوښه وځي.
له دې سره، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف همدا نن ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په تیرا دره کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان او له سیمې څخه د خلکو کډه کېدل د ډېرې واورې له امله دي. هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو په تړاو څرګندونې یوازې یو اټکل او بې‌بنسټه اوازې دي.
نوموړي په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې هر کال خلک له تیراه درې څخه د زیاتو واورو ورېدو له امله کډه کېږي. هغه وایي، د تیراه درې اړوند ټولې چارې د ایالتي حکومت او سیمه‌ییزې جرګې په سلا او مشورې هوارې شوې دي.د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال سید نذیر مومند هم له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل، چې د تیرا خلک معمولاً په سړه هوا کې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه کوي.



ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی